CRI Online

د تيان شوي ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2015-01-07 09:30:53

تيان شوي ښار د ورېښمو په لاره کې د يوې ښکلې مرغلرې په شان دی. په لرغونې زمانه کې د چين د ګان سو په ولايت کې د تيان شوي ښار د چين چوان په نامه يادېده او د چيني ملت د پيدايښت له ځايونو څخه شمېرل کېږي. په دې ځای کې ډېر زيات تاريخي اثار ليدل کېږي. د چين يوه روايتي قصه وايي، چې په قديمي اعصارو کې فوشي او نيو وا د چينايانو اسلاف او د دوی نيکونو کور په تيان شوي کې و. اوس په تيان شوي ښار کې د فو شي يو معبد شته چې څلور پنځه سوه کاله دمخه جوړ شوی، په معبد کې د مورپان جګي ونې ولاړې دي او د معبد په مخکينۍ کوټه کې د فو شي يوه ډېره لويه مجسمه شته.

د دا دی وان تاريخي اثار په تيان شوي کې ډېر شهرت لري، د دې تاريخي اثارو مساحت دری سوه شل زره مربع متره دی او له دې ځای څخه د صيقل شوې ډبرې په نوي زمانه کې زيات شمېر ارزښتناک شيان پيدا شوي چې د چين د لومړنۍ ټولنې د تاريخ او کلتور د څيړنې دپاره ډېره ګټه لري.

دغه راز د تيان شوي طبيعي منظره هم ډېره ښکلې ده. مثلاً د تيان شوي ښار د جنوب ختيځ نه په پنځه څلوېښت کيلومترۍ کې د مای جي نومي يو جګ غر واقع دی. مای جي په چيني ژبه کې د درمن معنی لري.ځکه چې نوموړی غر د درمن په شان دی. د غره په سر باندې د ناجو او صبرونی د بودايي څلی په شاوخوا کې ولاړې دي او د غره په لمن کې د لرګو څخه جوړ شوی ځوړ سړک تر سترګو کېږي.

د مای جي په غره کې ۱۹۴ ډبرين غارونه شته چې يو زرو پنځه سوه کاله تاريخ لري. په غارونو کې د خاورو او ډبرو اوه زره مجسمې او د يو زرو مربع مترو په مساحت ديوالي رسمونه ښه ساتل شوي دي. ځيني مجسمې پنځلس متره جګوالی لري، خو ځينې يې يوازې شل سانتي متره جګوالی لري. همدا شان

 

ځينې غارونه د معبد د لوی تالار په شان ډېر لوی دي، خو په کوچنيو غارونو کې يوازې يو تن ځائيږي. په غارونو کې اووه زره مجسمې له څلورمې پيړۍ څخه د نولسمې پيړۍ تر لومړيو وختونو پورې د چين په بېلا بېلو امپراطوري دورو کې د مجسمه سازۍ د خصوصيتونو او د چين د مجسمه سازۍ د پرمختګ او تحول ښه مظهر دی.

د مای جي غرني غارونو کيندنه د ورېښمو له لارې سره څه رابطه لري؟ د مای جي د غرنيو غارونو په باب د هنري څيړنې د انسټيټوټ مشر لي سي مين وويل، چې د مای جي غرني غارونو کيندنه د ورېښمو له لارې سره نژدې رابطه لري، ځکه چې د مای جي غره په لمن کې يوه تنګه لاره د ورېښمو لاره وه او تيان شوي د ورېښمو لارې د مبدا چانګ ان ښار څخه د سفر په لاره کې لومړنی ځای و چې په نظامي او کلتوري لحاظ يې ستر اهميت درلود. په پخوانۍ زمانه کې چيني او بهرني تاجرانو او استازو په همدې ځای کې فرهنګي او اقتصادي تبادله کوله او بوديزم هم طبعاً له دې لارې چين ته داخل شوی. نو ځکه بوديزم په تيان شوي کې ډېره پرمختيا وموندله. سره له دې چې تيان شوي په لرغونې زمانه کې د کلتوري او اقتصادي تګ راتګ يو مرکز و، خو څلويښت کاله دمخه دغه ځای شاړ شو او پر ته د څو کوچنيو شخصي کارخانو نه هيڅ عصري صنعت پکې نه و.

 د نوي چين د تاًسيس نه وروسته د څلوېښتو کالو د زيارونو له برکته دغه لرغونی ښار د ګان سو ولايت په دوهم لوی صنعتي ښار بدل شو. دننه په دغه ښار کې يو سل او شل لوی يا کوچنۍ فابريکې جوړې شوې دي. د تيان شوي ښاروال وانګ ون هوا وويل، چې زموږ ښار د ولايت يوه مهمه صنعتي اډه ده او د خلکو د ژوندانه سويه پکې هم ډېره جګه شوې ده.

 


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای