CRI Online

د لرغوني ورېښمو لارې د مبداٌ شي ان ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2015-01-20 14:23:07

د شي ان لرغونی ښارګوټی

د چين د شان شي ولايت مرکز شي ان ښار د څوارلسمې پيړۍ نه مخکې د چانګ ان ښار په نوم يادېده. د چين په زړه کې پروت دغه ښار په تاريخ کې د يوولسو سلسلو پايتخت و او د ورېښمو د لويې لارې پيل هم و. په هغه وخت کې چانګ ان ښار په چين کې د ورېښمو تر ټولو نه لوی بازار و. د تاريخي اسنادو له مخې، دوه زره کاله دمخه د چين مرکزي حکومت هر کال د هېواد له بېلا بېلو ځايونو څخه نژدی لس مليونه متره ورېښمين ټوکران راټولول او بيا به يې روم ته نقلول. په هغه وخت کې په روم کې ورېښمين ټوکران د سرو زرو په شان ګران و او شهزادګانو به په دې وياړ کاوه چې د چين ورېښمينې جامې اغوندي. د اوومې پيړۍ نه تر نهمې پيړۍ پورې، د چين د تانګ په سلسله کې د ورېښمينو پارچو د اوبدلو چارو نوره هم پرمختيا ومونده او ګڼ شمېر تاجران د ورېښمينو ټوکرانو په سوداګرۍ لګيا شو. په هغه وخت کې چانګ ان ښار د نړۍ ډېر آباد او لوی بين المللی ښار و او نفوس يې د يو مليون نه اوښتی ؤ. هغه خارجې سوداګران چې په چانګ ان ښار کې په دايمي توګه اوسيدل، شمېر يې لسګونو زرو ته ورسيد. د تانګ سلسلې د نړۍ د سلو هېوادونو سره دايمي سياسي او تجارتي روابط درلودل. کله چې د تانګ درېيم امپراطور لي جي مړ شو. د يو شپيتو هېوادو نماينده ګانو د ده د جنازې د خښولو په مراسمو کې برخه واخيستله. د جنازې د ختمېدو نه وروسته ملکې ووځه تيان امر ورکړ چې د هر استازي يوه مجسمه دې له ډبرو څخه جوړه شي او د امپراطور لی جي د مقبرې په وړاندې دې ودرول شي. دغه يو شپيته مجسمې لا اوس هم د امپراطور لي جي او د ده د ملکې ووځه تيان د مقبرو په مخکې ولاړی دی.

په چانګ ان ښار کې زياتره خارجي سوداګران فارسيان وو. دوی له چانګ ان څخه ورېښمين ټوکران، چيني باب، کاغذ او قلمونه اخيستل او ملغلرې، مسالې، ښيښې او د فيل غاښونه يې چانګ ان ښار ته راوړل. که څه هم د ورېښمو لارې په هواريدو سره د ورېښمو چنجي او د توت ونې د روزلو او د ورېښمينو ټوکرانو د اوبدلو تخنيکونه له چين څخه لويديځو هېوادونو ته انتقال شول، خو نه يوازې دا چې له پخوانيو زمانو څخه راپدېخوا چيني ورېښمين ټوکران د مختلفو هېوادو د خلکو خوښ دی، بلکې اوس په نړيوال بازار کې نوي فيصده ورېښم او پنځوس فيصده ورېښميني ټوټی د چين لخوا برابرېږي.

په شي ان ښار کې يو لرغونی کتيبه ليدل کېږي چې يو زرو دوه سوه کلن تاريخ لري. په دې کتيبې باندې په چينی او عربي رسم الخط هغه قصه حکاکی شوی چې څنګه مسيحی دين په درېيمه يا څلورمه پيړۍ کې د ورېښمو د لارې نه چين ته داخل شو. دننه په شي ان ښار کې زر کلن جګ څلی ولاړ دی. په تاريخي رواياتو کې د دغه څلی جوړښت د بودايې دين د راتګ سره تړلی دی. بوديزم تقريباً په لومړۍ پيړۍ کې چين ته راورسيد، خو په هغه وخت کې د بودايي احکامو کتابونه کم و، نو بودايانو کله کله د ديني موضوعاتو په باره کې مناقشې کولې. په ۶۲۹ کال کې ځوان بودا شيوان زانګ د سختو مشکلاتو او ستونزو په ګاللو بالا خره هند ته ورسيد او اوولس کاله وروسته يې د بودايي احکامو شپږ سوه پنځوس ټوکه کتابونه چين ته راوړل. د دغو ارزښتناکو کتابونو او بودايې مجسمو د ساتلو لپاره شيوان زانګ له امپراطور څخه غوښتنه وکړه چې يو جګ څلی جوړ کړي. دغه جګ څلی د وحشي قاز د څلي په نامه يادېږي. ځکه چې د روايت له مخې، د بودايي احکامو په کتاب کې بودا د وحشي قاز يا بتې په شکل راځي او نړيوالو ته صدقه ورکوي.

د وحشي قاز په نامه څلی

له هغه وخته تر اوسه زر کاله تېر شوي دي. اوسمهال شي ان ښار د لرغوني کلتور د ساتنې سره سره په يوه عصري ښار بدلېږي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای