CRI Online

د شينجيانګ اويغور خپلواکې سيمې د ها مي ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2015-01-27 17:21:16

ها مي د شينجيانګ د اويغور په خودمختاره سيمه کې د ورېښمو لارې لومړنی ښار او په صحرا کې واقع دی چې مساحت يې ۱۳۸ زره مربع کيلومتره دی. ما هي مهم جغرافيايې مقام لري او دغه ښار يو مهم بندر هم لري چې لاو يي مياو نومېږي. دغه بندر د چين او مغلستان ترمنځ د تګ راتګ يو مهم تمځای دی.

په صحرا کې يوازې آبي رنګه اسمان او سپينی وريځې دي، نور هر شی هلته ژيړ رنګ لري. خو په ها مي کې شنه دنيا ليدل کېږي. ځکه چې پټي او ونې شنه دي. نن ورځ په ها مي ښار کې د نورو عصري ښارونو په شان جګ جګ عمارتونه قطار په قطار ولاړ او په لويو او نيغو لارو کې د خلکو ډېره ګڼه ګوڼه ده او د موټرونو ازدحام زيات دی. کله کله له ليری ځايه د اورګاډي زوروره غږ هم تر غوږو کېږي. له دې څخه جوته ده چې اوس اورګاډی او نورو عصري ترافيکي وسايلو د اوښانو د کاروان ځای نيولی دی. په ها مي ښار کې ډېری مغازې شته او په مغازو کې ټول ضروري شيان ډېر زيات دی.

ها مي په لرغونې زمانه کې د ورېښمو په لاره کې يو مهم تجارتي ښار او مرکزي چين ته د داخليدو ستراتيژيکه لاره وه. څرنګه چې ها مي د تيان شان غره په ختيځه برخه

کې پروت دی، نو هر کال د دوبي په وخت کې له غره څخه د واورو اوبه ها مي ته بهېږي چې په دې ځای کې يې ښکلي شنيلي او ورشوګانې جوړې کړې دي. په ها مي کې زياته اندازه خاورين لوښی او له ډبرو څخه جوړ شوي د کرنې الات پيدا شوي. د علمي تحقيقاتو او تتبع له مخې، دغه شيان اووه اته زره کلن تاريخ لري. د قبل الميلاد په دوهمه پيړۍ کې د ها مي په سيمه کې د وو سون قوم يو سلطنت و. خو د قبل الميلاد په شپيتم کال کې د چين د هان په سلسله کې ها مي د يوې ادارې سيمې په توګه تاسيس شو او په شپږمه او اوومه پيړۍ کې يو آباد تجارتي ښار وګرځيد.

اوس په ها مي کې د اويغور، هوي، هان او قزاق د قومونو په شمول درې لکه تنه خلک اوسېږي. په تېره اوږده تاريخي دوره کې دوی د دوستۍ په فضا کې ژوند تيراوه او د خپلې سيمې د آبادولو لپاره يې هڅه وکړه او په دې اثر په دې ځای کې د بېلا بېلو قومونو د فرهنګونو د يو ځايښت اثار ليدل کېږي.

د ها مي خټکي په چين کې ډېر شهرت لري، ځکه چې د ها مي خټکي ډېر خواږه او نازک دي. د وروستيو کلونو راهيسې د ها مي خټکي په نړۍ کې ښه بازار لري. سياحان د ها مي ښار په مرکز کې د يوې اويغوري نجلۍ مجسمه ليدلی شي چې په لاس کې يې يو خټکۍ نيولی دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای