CRI Online

په ۲۰۱۵ کال کې به د چين سيلانيزې پانګې زر مليارډو يوانو ته ورسېږي.

cri     (GMT+08:00) 2015-05-19 17:04:55
د چين د سيلانۍ دولتي ادارې د می په ۱۵مه نېټه د ۲۰۱۴ کال د چين د سيلانيزو چارو د پانګونې راپور خپور کړ. په کې راغلي دي چې په ۲۰۱۵ کال کې به په چين کې سيلانيزې پانګې زر مليارډو يوانو ته ورسېږي.د دغې ادارې مشر لي جين ځاو په همدې ورځ د ۲۰۱۵ کال لپاره د چين د سيلانيزو چارو د پياوړتيا په مباحثوي غونډه کې وويل، چې په راتلونکو شلو کلونو کې د چين سيلانيزې چارې به چټک پرمختګ ومومي.

د چين د سيلانۍ دولتي ادارې د شمېرنې له مخې، په ۲۰۱۴ کال کې د چين په سيلانيزو چارو کې د رښتينۍ پانګو اندازه اووه سوه او پنځه ملياردو او دری سوه مليونه يوانو ته رسېدلې چې دغه شمېر د وړم کال په پرتله دوه دېرش سلنه زيات شوی دی. د دغې ادارې مرستيال وو وين شيو وويل، چې اوس ملکي پانګې د سيلانيزو چارو په پانګونو کې بنستيزه برخه ګرځېدلې ده. ده وويل،

په تېر کال کې په سيلانيزو چارو کې د ملکي تصديو لخوا اچول شوې پانګې څلور سوه او لس مليارډو يوانو ته رسېدلې چې دغه شمېر په عمومي پانګو کې شپږ پنځوس سلنه برخه جوړوي. په عين وخت کې د حکومت او د دولتي تصديو لخوا اچول شوي پانګې په جلا جلا توګه اوولس اعشاريه نهه او شپاړس اعشاره دوه سلنه برخې نيسي. د دې ترڅنګ په عمومي پانګو کې د بهرنيو پانګو انډول شپږ اعشاريه څلور سلنه برخه نيولې چې دغه شمېر د وړم کال په پرتله اته دېرش اعشاريه دوه سلنه لوړ شوی دی. ملکي پانګې په عمده توګه په ختيځو سيمو کې چې اقتصاد يې پرمختللي دی، اچول شوي دي. حکومتي پانګې په عمده توګه د عامو خدمتي تاسيساتو په باره کې په منځنۍ او لويديځو سيمو کې اچول شوي دي.

ښاغلي وو وين شيو وويل، چې په ۲۰۱۵ کال کې د چين په سيلانيزو چارو کې پانګې به زر مليارډو يوانو ته ورسېږي. د چين د کرنې بانک مشر جانګ يو وويل، چې دغه بانک په کليوالو سيمو کې د سيلانيزو پروژو د ابادولو لپاره هڅه کوي . ده وويل، 

په چين کې زياترې مشهور طبيعي منظرې لرونکی سيمې له ښارونو څخه ليری دي. د شمېرنې له مخې، د څلور اې او پنځه اې په کچه نهه سوه او يو اتيا منظرې لرونکې سيمې په ولسواليو کې پرتې دي. په زياتو بې وزليو ځايونو کې ډېرې ښکلې منظرې ليدل کېږي. د کرنې بانک به د سوسياليستي نويو کليو د ابادولو د پياوړتيا په هکله د تفريح په موخه د کرنې، د سور رنګ سيلانۍ او د کليوالو سيمو د سيلانۍ د پرمختګ لپاره هلې ځلې وکړي. د ۲۰۱۴ کال تر پايه پورې په ولسواليو کې د دغه بانک لخوا ورکړل شوي پورونه څوارلس ملياردو او دوه سوه يوانو ته رسېدلی دی.

تېر کال په نړيوال بازار کې د چيني تصديو د پرمختګ حالت هم قوی و. يوازې په ۲۰۱۴ کال کې زياتو چيني تصديو بهرني هوټلونه اخيستي دي. د بېلګې په توګه د ۲۰۱۴ کال د اګست په مياشت کې د چين د انبانګ بيمو شرکت د دوو مليارډو ډالرو په لګولو سره د نيويارک د والداف هوټل واخيست. د نومبر په مياشت کې د شانګهای د جينجيانګ هوټلونو شرکت د هوټلونو په باره کې د اروپا دوهمه لويه ډله د فرانسې لوفو هوټل واخيست. د چين د صنعت او سوداګرۍ بانک مشر يي هوی مان وويل، چې چيني پولي ارګانونه به په نړيوال بازار کې د چيني تصديو د پرمختګ د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.

دغه راز په همدې ورځ د چين د سيلانۍ دولتي ادارې د چين د دولتي انکشافي بانک په شمول له نورو شپږو پولي ارګانونو سره د سيلانۍ د پرمختګ د پياوړتيا په هکله د ستراتيژيکې همکارۍ تړون لاسليک کړ. د دغه تړون سره سم به ياد پولي ارګانونه په سيلانيزو چارو کې لا زياتې پانګونې وکړي.

 


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای