CRI Online

شين رنګي التای

cri     (GMT+08:00) 2015-07-07 17:36:34

التای ښار د چين د شينجيانګ د اويغور په خپلواکه سيمه کې پروت دی چې د سکی وهلو د سرچينې په توګه بلل کېږي. دغه ښار کناس منظره لرونکې سيمې ته نژدی دی، نو منظره يې په زړه پورې او د محيطي پاکوالي انډول يې لوړ دی. ځايي حکومت او خلک تل د چاپيريال ساتلو ته تر ټولو زياته پاملرنه کوي.

التای د ارتای غره په جنوبي لمنه کې پروت دی، کلان سيند له دغه ښار څخه تېرېږي. د دغه ښار په ګوټ ګوټ کې د ځنګلونه او پارکونه ليدل کېږي. د شاليفخان په نامه د ځنګلونو پارک چې شاليفخان د شينجيانګ د قزاقي قوم يو اتل دی، هره ورځ زيات سيلانيان يې ليدلونه ورځي. ويل کېږي چې شاليفخان هم د چاپيريال د ساتلو لپاره د دې ښار مخکښ و. مېرمن يانګ کای جينګ وويل،

هغه يو وطن پالونکی و. په روسيه کې يې مخکني او غوره کولتور زده کړه وکړه او ورپسې يې چين کې خپور کړ. هغه يو شمېر ښوونځي جوړ کړل. دا ځنګلونه د ده تر لارښوونې لاندې روزل او اباد شوي دي. د دې پارک پخوانی نوم هوا لين باغ و، اوس د شاريفخان په نوم يادېږي.

د اقتصادي د پرمختګ سره سم، نفوس يې هم ورځ په ورځ زياتېږي. ځايي حکومت د اوسيدونکو د ژوند د ښه والي او د ښار د پرمختيايي شرطونو د لوړتيا لپاره د دې ښار د جنوبي سيمې د ابادولو پروژه پيل کړه. د دغه ښار د ښاري د ابادۍ د پلان ادارې مشر ګاو جيان هوا وويل، چې د نوې سيمې د ابادولو لايحه د چين او بريټانيا د اړوندو ارګانونو لخوا په ګډه طرحه شوه او افکار يې د چاپيريال په ساتنې پورې اړه لري. ده وويل،

د ابادولو په ترڅ کې مو لومړی ځنګلونه وروزل. د دغو ځنګلونو پراخوالی ۲۰۰ هېکتارو ته رسېږي. يوازې د ۲۰۱۳ کال په پسرلي او مني کې دغه پروژه بشپړ شوه. په جنوبي سيمه کې ځنګلونه د محيط انډول په سلو کې دوه څلويښت برخه نيسي. په راتلونکو دوو او دريو کلونو کې به د نيالګيو د ايښودلو پروژه به دوام ولري.

له يادو پروژو نه پرته، التای ښار د تېرې پيړۍ له اتمې لسيزې نه د ښار په ګوښه او غرنۍ سيمه کې د ځنګلونو د روزلو کارونه پيل کړل. اوس ترې ښه نتيجه تر لاسه شوې ده. ښاغلي شو شيو چې چې درې شپيته کلن دی، د ځنګل ابادۍ په کار کې ګډون درلود. هغه وويل،

پخوا دغه غره يو لغړ غر و چې يوازې ډبرې ليدل کېدلې. تر ټولو لومړی ستونزه د ډبرو راايستل و. يوازې د باروتو په وسيله د ډبرو له چاودلو وروسته مو ورو ورو ډبرې راوايستلي. د پنځو کلونو د کوښښونو نه وروسته اوس دغه غره اووه لکه ونې لري ټول غر شين شوی دی. ډېر خوشحاله يم.

د ځنګلونو د روزلو په وخت کې التای ښار هم د اوبو د پاکولو او ساتلو لپاره تدبيرونه نيولي دي. دوی د ژوند په ترڅ کې د ککړو اوبو له پاکولو وروسته د ځنګلونو د روزلو لپاره لغړ غرونه زرغونوي. له دې لارې شاوخوا اته زره هېکتاره لغړ غر شين شوی دی. دغه راز ککړې اوبه هم کلان سيند سره نه ګډېږي او د دې په رنا کې د هغو مالدارانو څښاک اوبه هم پاکې شوې دي چې د کلان سيند په وروستۍ برخه کې اوسېږي. د دغه ښار د ککړو شويو اوبو د پاکولو ادارې مرستيال ازات ابلا وويل، چې له دغه عمل څخه د چاپيريال د ساتلو په اړه د حکومت کوښښ څرګندېږي او ګټې يې هم زياتې دي. ده وويل،  له ۲۰۱۲ کال نه تر اوسه پورې، د چاپيريال او ټولنې په برخو کې د دغې پروژې ګټې ليدل کېږي.اوس دغه ځای د منظره لرونکې سيمې په توګه اباد شوی دی، د اوبو د لګولو نه مخکې دا ګوښه سيمه وه. اوس په دې ځای کې بېلا بېل نباتات او مرغان ليدل کېږي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای