CRI Online

په هورګوس کې چين او قزاقستان له ځانګړتياوو څخه خوند اخلي.

cri     (GMT+08:00) 2015-07-30 18:00:56

هورګوس چې د چين د شينجاينګ د اويغور په خپلواکه سيمه کې پروت دی، د اسيا او اروپا په ستره وچه کې د چين لويديځ سرحد دی. دغه ښار قزاقستان ته نژدی دی او د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي کمربند يو مهم تمځای هم دی. د هورګوس بندر د شينجيانګ او د منځنۍ اسيا د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ يوه مهمه سوداګريزه کړکۍ ده. 

کله چې د هورګوس نوم يادېږي، يو مهم ځکمني بندر شکل د خلکو ذهنو ته رادمخه کېږي. خو له بلې خوا، دغه ښار ډېرې غني سيلانيزې سرچينې هم لري. سږ کال هورګوس د نړيوالې سوداګريزې درې د تېر مخکني تاريخي سيمې په توګه د خپلې سيلانۍ د پياوړتيا لپاره هلی ځلی کوي. مثلا د دولت په کچه د پنځو ستورو منظره لرونکو سيمو جوړول، د چين او قزاقستان د کنګل او واورو فېسټيوال او د شفتالو ګل نړيوال فېسټيوال په شمول د زياتو فعاليتونو له لارې چيني او بهرني سيلانيان راجلبوي. د روان کال د جولای په مياشت کې د اورموچي، هورګوس او الماتا ترمنځ اوسپنيزه لاره پرانيستل شوه او د هورګوس بندر ته له رسېدو نه وروسته د ويزې د اخيستلو تګلاره پلی شوه. داسی تدبيرونه به د دې ځای سيلاني پياوړې کړي او ځايي سيلانيز شرکتونه هم تياريانې نيولي دي. د شينجيانګ د هوا يو سيلانيز شرکت د مشر مرستيال جانګ ځي چين وويل، 

کله چې د نويو تګلارو د پلی کېدو معلومات مو تر لاسه کړل، نو سمدلاسه د اورموچي له يو شمېر نړيوالو سيلانيزو شرکتونو سره مو تماسونه ونيول. باور لرو چې د نويو تګلارو له پلې کېدو وروسته به زموږ د بندر له لارې چين ته د سيلانيانو شمېر زيات شي.

د ده په اند، په هورګوس کې زياتې منظره لرونکې سيمې د قزاقستان د سيلانيانو پام جلب کړی. طبيعي منظرې او قومي کولتور ډېر د پاملرنې وړ ټکي دي. ده وويل،

په ايلي کې زياتې منظرې به د قزاقستان سيلانيان راجلب کړي. مثلا نالاټي دښته، د هورګوس سرحدي دروازه، ککدالا دښته، سيليمو جهيل او داسې نور. زموږ کولتور، د بېلګې په توګه د ملي لږکيو اوسيدونکې سيمې، د اويغور، قزاقي، شيبو او نورو قومونو کولتورونه هم د قزاقستان د سيلانيانو د پاملرنې وړ ټکي دي.

د هورګوس په بندر کې د قزاقستان زيات سيلانيان ليدل کېږي او دوی د شيانو د اخيستلو لپاره چين ته سفر کوي. ځکه چې قزاقستان چينايانو ته شخصي سيلانيزې ويزې نه ورکوي، نو قزاقستان ته د چيني سيلانيانو په سفر کې زيات محدوديتونه شته. خو د چين او قزاقستان په همکارۍ مرکز کې چې د هورګوس د سرحدي دروازې په منظره لرونکې سيمه کې پروت دی، چيني سيلانيان د قزاقستان له ځانګړتياوو څخه خوند اخلي.

د معلوماتو له مخې، اوس د قزاقستان سيلانيان د پاسپورټ او چيني سيلانيان د تابعيت پاڼې په وړاندې کولو سره دغه مرکز ته تللی شي. د قزاقستان چاکليټ، عطر، کيک، شات او تور چای د چينايانو د خوښې وړ شيان دي. د سږ کال له جنورۍ نه تر مې مياشت پورې څه باندې يو مليونه او يو لکه سيلانيانو د دغه مرکز له لارې سفرونه کړي دي او دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې يو سل او اته دېرش زيات شوی دی.

اوسمهال هورګوس د هغه پروژې د برياليتوب لپاره هڅه کوي چې چيني اتباع په اوو ورځو کې د ويزې نه پرته قزاقستان ته سفر کولی شي. که دغه پروژه تر سره شي، د چين او قزاقستان سيلانۍ به لا ښه پرمختګ وکړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای