CRI Online

په شينجيانګ کې د ارغوان ګلانو سيل

cri     (GMT+08:00) 2015-08-11 17:09:58

د چين د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د ايلي دره، د فرانسې پروينس او د جاپان هوککادو په نړۍ کې د ارغوان ګلانو د دريو لويو روزونکو اډو په توګه بلل کېږي. اوس د چين په کورني بازار کې په سلو کې د نوي برخې هغه اصلي عطري غوړي په ايلي کې توليدېږي چې له ارغوان ګلانو څخه تر لاسه کېږي. په تېرو څو کلونو کې ايلي ښار د ارغوان ګلانو د ښه کيفيت له امله په نړيوال بازار کې شهرت لري.

د هر کال له جون نه تر اګست پورې د ارغوان ګلانو د غورېدو موده ده. په دې وخت کې د دغې سيمې په ګوټ ګوټ کې د ارغوان ګلان ليدل کېږي چې د ايلي دره د ارغوان رنګ پر دنيا بدله شوې ده. سږ کال زيات سيلانيان چې له هانکانګ، مکاو او تايوان څخه راغلي، په ځانګړې توګه د ارغوان ګلانو د سيل لپاره ايلي ته تللي. مېرمن جين چې په مکاو کې د عطرونو خوشبويه ملکې په توګه بلل کېږي او په دې ساحه کې سترې او غټې چارې لري، په خوشحالۍ سره يې خبريال ته وويل، 

سترګه په ناڅاپه توګه رڼه کېږي، لکه چې په فرانسه کې يم. د شينجيانګ ايلي يوه په زړه پورې سيلانيزه سيمه ده. که غواړي له ارغوان ګلانو څخه کتنه وکړئ، فرانسې ته د تللو اړتيا نه شته، زموږ په هېواد کې ليدل کېږي.

د ارغوان ګلانو روزنه له چاپيريال څخه خورا او کلکې غوښتنې لري. په ګردې کرې کې د دغو ګلانو د عمده روزونکو سيمو جغرافيايي مقامونه د شمالي عرض البلد له دوه څلوېښتو درجو نه تر څلور څلوېښتو درجو پورې او جګوالی يې د سمندر له سطحې نه له شپږ سوو مترو نه تر اته سوو مترو پورې دی. د ايلي دره هم په دغه چوکاټ کې پرته ده او له دغو شرايطو سره سمون خوري. دغه راز چاپيريال يې د لمر له وړانکو څخه ډک دی، نو هوا د ارغوان ګلانو د روزلو لپاره مناسبه ده.

د هر کال د جون په مياشت کې به په ايلي کې د ارغوانو ګلانو فېسټيوال ترسره کېږي. سږ کال د اصلي عطري غوړيو د تصفيه کولو په اړه کارپوه ډاکټر پيار لوس چې د ارغوان ګلانو چارو د پرمختګ په عالي رتبه فورم کې د ګډون لپاره له فرانسې څخه چين ته راغلی و، وويل،

 

پخوا به ما همېشه د اصلي عطري غوړيو ترمنځ سيالۍ کې ګډون کاوه کوم چې له استراليا، امريکا، چين او فرانسې د ارغوان ګلانو څخه جوړ شوي وو. د نتيجو سره سم د چين او فرانسې د عطري غوړيو کيفيت تر ټولو ډېر ښه دی. د ايلي او پروينس د غوړيو ترمنځ ډېر لوی توپير په بيو کې دی. د چين د ايلي د غوړيو بيه ټيټه ده او کيفيت يې ښه دی.

هوه چينګ ولسوالۍ د ارغوان ګلانو د روزلو په برخه کې ډېره مهمه سيمه ده او په چين کې د دغو ګلانو د روزلو ډېره لويه سيمه هم ده چې د چين د ارغوان ګلانو سرچينې په توګه بلل کېږي. په دغه ځای کې هر کال ارغوان ګلان د دوو ځلو لپاره غوټۍ کوي چې دا د نړۍ په نورو ځايونو کې نه ليدلی کېږي او د حيرانتيا وړ حال دی. په دغه ولسوالی کې د دغو ګلانو د روزنې مساحت څه ناڅه دوه زره هکتاره دی او څه باندې پنځلس زره بزګران په دغو چارو بوخت دي. د ارغوان ګلانو د روزنې نه پرته، ايلي هم د سيلانۍ او ساعت تېرۍ په هکله د چارو د پرمختګ لپاره هلی ځلی کوي. د شينجيانګ د جي يوو ګونګ جو په نوم د عطرونو شرکت د دغو ګلانو د توليداتو او سيلانۍ په اړه چارې ترسره کوي. د دغه شرکت مشر ژن که پخپله د ارغوان ګلانو له چارو د پرمختګ څخه خوند اخلي. ده وويل،

 

د جي يو ګونګ جو په نوم د ارغوان ګلانو باغ له جوړېدو نه وروسته په تېرو دوو کلونو کې مو د نړۍ د بېلا بېلو ځايونو سيلانيانو ته خدمتونه کړي دي. په ځانګړې توګه يو شمېر فرانسوي سيلانيان هم راغلی و. موږ له دغو سيلانيانو څخه نړيوال معلومات او نظرونه تر لاسه کوو. زموږ په توليداتو کې د کولتور او نوښت عناصر شتون لري. دغه راز، موږ په انځورونو، کتابونو، لوښو او منسوجاتو کې هم د ارغوان ګلانو انځورونه کاروو. اوسمهال زموږ توليدات نړيوال بازار ته ننوتلي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای