CRI Online

د دوبۍ په فصل کې د اوبو مکعب په جمنازيوم کې پر کنګل او واورو لوبې کول.

cri     (GMT+08:00) 2015-08-18 15:17:55

د اوبو مکعب جمنازيوم يعنې د چين د لامبو وهلو دولتي مرکز چې د بېجينګ په شمالي برخه کې پروت دی، په ۲۰۰۸م کال کې د بېجينګ د اولمپيک لوبو او د معيوبينو د اولمپيک لوبو د لامبو وهلو د سيالۍ جمنازيوم دی. د دغو لوبو له پای ته رسېدو نه وروسته دغه جمنازيوم د لامبو وهلو، لوبې کولو، روغتيا ساتلو او ساعت تيرۍ په ساحو کې عامو وګړيو ته خدمتونه وړاندې کوي او د بېجينګ د سيلانۍ وړ ځای هم ګرځېدلی دی. هر کال څه باندې دوه مليونه او دوه لکه سيلانيان له دې جمنازيوم څخه سيل کوي. څو ورځې مخکې بېجينګ په بريالۍ توګه د ۲۰۲۲م کال د اولمپيک ژمنې لوبو د کوربتوب حق تر لاس کړی دی، د اوبو مکعب به د يخ لوبو د تر سره کولو لپاره ترميم شي. خو خلک به بيا هم په دغه جمنازيوم کې پر کنګل او واورو لوبې کولای شي.

څرنګه چې د اوبو مکعب جمنازيوم د فولاد او ETFE پلاستيکي نرۍ پردو پر بنسټ خپل ځانګړی ساختماني جوړښت لري، نو بهرنۍ بڼه يې غټو څاڅکو ته ورته ده. دغه جوړښت نه يوازې د لمر وړانګو د کارولو په ساحه کې، بلکې د اور او زلزلې په ناورينونو کې د خونديتوب غوره والی لري. د جوړ شوي پلان له مخې، په ۲۰۲۰م کال کې به د کورلينګ (curling) سيالۍ او په څرخي څوکۍ کې د کورلينګ سيالۍ په دغه جمنازيوم کې تر سره شي. د چين د لامبو وهلو د دولتي مرکز د محدود شرکت مسؤل يانګ جي يونګ وويل،

د دغه جمنازيوم ساختماني جوړښت د تودوخې د ساتلو او د يخ او واورو په شمول د سخت اقليم د مخنيوي په برخو کې غوره والی لري. اوسمهال اړوند سيسټم په ښه توګه کار کوي او کاري عمر يې له دېرشو کلونو نه زيات دي. نو ويل کېږي چې په ۲۰۲۰م کال کې به هم دغه جمنازيوم ښه کار وکړي.

د معلوماتو له مخې، پر کنګل د لوبو لپاره د دغه جمنازيوم د ترميمولو پروژه به د راتلونکي کال تر پايه پورې بشپړه شي. له دې نه وروسته به دغه جمنازيوم د اوبو او پر کنګلونو لوبو د سيالۍ له ميعار سره برابر شي. بر سېره پردې، دغه شرکت به د دغه جمنازيوم په جنوبي ميدان کې د يخ لوبې يو ځانګړی ډګر جوړ کړي، څو چې د سکې وهلو او کورلينګ د روزنې خدمت وکړي. اوسمهال خلک په انټرنيټ کې د اړوندو لوبو روزونکي او ځايونه ټاکي. ښاغلي يانګ وويل،

دا ساده ده چې خلک د انټرنيټ له لارې د لامبو وهلو او سکې وهلو روزونکي او ځايونه ټاکلی شي. موږ د دغه انټرنيټي سيستم د لا بشپړولو لپاره کوښښ کوو.

اوسمهال د کنګلونو او واورو غجيب قسمت په نوم د کنګلينو مجسمو يوه ننداره روانه ده. په دې ځای کې زيات ماشومان د پلرونو او ميندو په ملګرتيا د دوبي په فصل کې له يخ او واورو څخه خوند اخيستلی شي. پلرونه او ميندې هيله لري چې د دوی ماشومان به د کنګلونو او واورو په لوبو کې ګډون وکړي او ورڅخه خوند به واخلي. يو سيلاني وويل، 

پلان لرم چې زما زوی د سکې وهل زده کړه وکړي. ځکه چې هغه ورسره مينه لري. د په ژمي کې ډېر کوچنی و او په ښه توګه يې سکې نه شوای کولای. اوس عمر يې مناسب دی. کله چې زما عمر زما زوي هغومره و، ما هم په يخ شوي جهيل باندې سکې وواهل.

د چيني سيلانيانو نه پرته، امريکايې سيلانۍ سلا هم خوښی څرګنده کړه . دې وويل، 

له دې نندارې سره مينه لرم. د جمنازيوم په بهر کې هوا ګرمه ده، خو په دننه کې يخه ده. دغه ځای ډېر ښکلی دی.

اووه کاله وروسته به د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو لوبغاړي او سيلانيان بېجينګ ته راشي او دوې به په دې جمنازيوم کې له کنګلونو او واورو څخه خوند واخلي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای