CRI Online

انګور د تورفان د سيلانۍ نوې ځانګړتيا ده.

cri     (GMT+08:00) 2015-08-26 13:36:47

تورفان چې د چين د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې يو مشهور سيلانيز ځای دی، د اور وچه په نوم يادېږي او تودخه يې لوړه ده او هوا ګرمه ده. که څه هم د اګست په مياشت کې د تورفان تودخه د سانتېګراد په حساب له څلوېښتو درجو نه لوړه ده، خو سيلانيان لا هم زيات دي. ځکه چې دا فصل د انګور د پخېدو وخت دی. انګور د تورفان نوې سيلانيز ټکي ګرځېدلی دی او د ځايي اقتصاد د پرمختګ لپاره يو نوی بنسټ هم دی.

د انګور دره د تورفان ښار په شمال ختيځه برخه کې پرته ده. د دغې درې په ګوټ ګوټ کې د انګورو تاکونه ليدل کېږي. د انګور دره د شينجيانګ په ډېرو مشهورو سيلانيزو ځايونو کې يوه ده. د دغې درې يوې چارواکې چې جانګ وين نومېږي، وويل، چې اوس په دغه دره کې له نيمې نه زيات اوسيدونکي د انګورو د روزنې په فارغ وخت کې په سيلانۍ بوخت وي او له دې امله يې ګټې لوړې شوې دي. دې وويل، 

د سيلانۍ له لارې د کورنۍ ګټې د لوړوالي په اړه د ځايي بزګرانو هيلې قوې دي. هره کورنۍ غواړي د سيلانۍ وړاندې کولو خدمتونه پيل کړي. ويل کېږي چې سيلاني د ځايي بزګرانو د ګټو په زياتوالي مهم رول لوبوي. د بزګرانو اوسني سيلانيزې ګټې د پخوا په پرتله دوه ځله لوړې شوې دي.

د شل کلنې ايغوري نجلۍ نوربيا کور هم په دغه دره کې دی، د دې کورنۍ شپږ غړي د انګورو د روزلو په فارغ وخت کې په خپل کور کې د يو کوچني هوټل چارې پرمخ بيايي او د خوراکونو او ساعت تيرۍ په برخو کې د چيني او بهرنيو سيلانيانو خدمت کوي. هره ورځ د دوی د هوټل ګټه له يو سل او پنځو سو يوانو نه تر دری سوه يوانو ده، په يو کال کې سيلانيزې ګټې يې لسګونه زرو يوانو ته رسېږي. د ژوند سويه يې هم لوړه شوې ده. دې وويل،

اوسنی ژوند مې د پخوا په پرتله لوړ شوی دی. د سږ کال سيلانيان د تېر کال په پرتله زيات دي. هره ورځ زموږ سيلانيزې ګټې شاوخوا درې سوو يوانو ته رسېږي.

نه يوازې د انګورو درې په اړه، بلکې د هوه يان شان غره او کاريزونو په اړه يو لړ سيلانيزې پروژې طرحه شوې دي. د سيلانۍ د پرمختګ سره سم، د تورفان سيمې په بڼه کې لوی بدلون راغلی دی. په چين کې د مکسيکو پخوانی لوي سفير لوپيس چې په ۱۹۸۶م کال کې د لومړۍ ځل لپاره تورفان ته سفر کړی و. د سږ کال د اګست په مياشت کې يې يو ځل بيا تورفان ته سفر وکړ. هغه ډېر خوشحاله دی چې د ځايي اوسيدونکو ژوند ډېر ښه شوی دی او د ده په اند، دا د چيني حکومت ستر برياليتوب دی. ده وويل،په تېرو نهه ويشتو کلونو کې په تورفان کې د ليدو وړ بدلونونه او پرمختګونه رامنځته شوي دي. په تېره بيا د بېوزلۍ د له منځه وړلو په برخه کې. په ۱۹۸۶م کال کې مې د لومړۍ ځل لپاره دغه ځای ته سفر کړی او هغه وخت دا ځای وروسته پاتی و او د خلکو ژوند بې وزله و. اوسمهال د خلکو د ژوند سويه لوړه شوې ده او له دې څخه څرګندېږي چې د چين حکومت دلته غوره کارونه کړي دي.

د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ سره سم، د تورفان په کليوالو سيمو کې کولتوري ابادي هم پياوړې شوې ده. د انګورو درې په اوسيدونکو سيمو کې کولتوري مرکز جوړېږي، اوسيدونکي پکې د سندرو ويلو، نڅا کولو او موسيقۍ الې غږولو په شمول رنګارنګ کولتوري فعاليتونه کولای شي. مېرمن جانګ ون وويل، کولتوري مرکزونه زموږ د اساسي کولتور بنسټ پياوړی کوي. دغسی مرکزونه د بزګرانو په کورونو کې اباد شوي او بزکرانو ته خدمتونه وړاندې کوي. پکې بشپړ اساسي تاسيسات لري، مثلاً کتابونه، د روغتيا د روزنې سامان الات، د موسيقۍ الې او داسې نور. په تېره بيا د کرنې په فارغ وخت کې دغه مرکزونه د بزګرانو د کولتوري ژوند په پياوړتيا کې مهم رول لوبوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای