CRI Online

د شينجيانګ سيلاني د چټک پرمختګ په حال کې ده.

cri     (GMT+08:00) 2015-09-01 17:08:39

د سږ کال له پيل راهيسې، د شينجيانګ په بېلا بېلو ځايونو کې سيلانيان د زياتېدو په حال کې دي. د شينجيانګ د سيلانۍ ادارې مشر انغام نصرالدين وويل، چې شينجيانګ ځانګړی جغرافيايي مقام لري، نو سيلاني نه يوازې د اصلاحاتو او ورخلاصون او کولتوري د تګ راتګ په ساحو کې د شينجيانګ يوه مهمه صحنه ده، بلکې د شينجيانګ د اقتصاد او ټولنې د پرمختګ يوه کړکۍ هم ده. شينجيانګ چې د ورېښمو لارې د اقتصادي کمربند په مرکز کې پروت دی، په دغه کمربند کې د سيلانيز محور د ابادۍ لپاره کوښښ کوي.

په تاريخ کې شينجيانګ په نړۍ کې د څلورو مدنيتونو تقاطع، د ورېښمو لارې مرکزي سيمې او د منځنۍ اسيا او اروپا ترمنځ ترانسپورټي محور و. د ورېښمو لارې په اوږدو کې د اقتصادي کمربند د ابادولو سره سم، د ټولنې، اقتصاد او کولتور په برخو کې د شينجيانګ او ګاونډيو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ ګام په ګام نژدی کېږي. د دې ترڅنګ په نړيوالې همکارۍ او ټولنيز پرمختګ کې د سيلانۍ رول ورځ په ورځ مهم کېږي.

د سږ کال له پسرلي راهيسې، په شينجيانګ کې سيلانيزو چارو چټک پرمختګ موندلی دی. د ګلانو تر عنوان لاندې رنګارنګ فعاليتونه تر سره شوي دي. مثلاً د اينينګ په ولسوالۍ کې د زردالو ګلانو فېسټيوال، د هوه چينګ په ولسوالۍ کې د ارغوان ګلانو فېسټيوال، د جاو سو په ولسوالۍ کې د شړشم د ګلانو فېسټيوال، د وو جيا چيو په ولسوالۍ کې د رېدي ګل فېسټيوال، د کزلوسو په ولسوالۍ کې د ګلنار فېسټيوال او داسی نور. په شينجيانګ کې څه باندې اتيا سيلانيز شرکتونه د ګلانو څخه د کتلو په اړه سيلانيزې چارې ترسره کوي. د اورموچي د اوسپنيزو لارو ادارې په دې نسبت دوه نوي اورګاډي په کار پيل کړی. څه باندې دوه سوه او شپېته زره تنو سيلانيانو په يادو فعاليتونو کې برخې واخيستي دي. په دې برخه کې د شينجيانګ ګټې له څلوېښتو مليونو يوانو نه زياتې وې.

دغه راز، په شينجيانګ کې د سيلانۍ نوې بڼې هم رامنځته شوې دي چې لسګونه نوې سيلانيزې پروژې پيل شوې دي او عمومي پانګونې يې له څلور پنځوسو ملياردو او اووه سوه مليونه يوانو نه زياتې دي. تر اوسه پورې په يادو پروژو کې د لګول شويو پانګونو اندازه له څوارلس مليارډو يوانو نه زياته ده.

په عين وخت کې په اورګاډي کې د سفر له لارې له شينجيانګ څخه د ليدنې فعاليت هم پيل شوی او تر اوسه پورې څو لسګونو ځانګړو اورګاډيو په کار پيل کړی دی.دغه راز، طبي سيلاني په تېرو څو کلونو کې د شينجيانګ د سيلانۍ د پرمختګ يو نوی خوځنده ځواک هم ګرځېدلی دی. د جولای په دوهمه لسيزه کې د روسيې د طبي سيلانۍ د څارونکی پلاوی اورموچي ته ورسېد. دغه پلاوی چې تر اوسه پوره پيمانه يې بې سارې ده، د څلور ورځني سفر په ترڅ کې د شينجيانګ له څو لويو روغتونونو څخه ليدنه وکړه او د اوبو او صحرا له لارې د ناروغيو د علاج په اړه يې معلومات يې تر لاسه کړل. څرنګه چې د ناروغيو د علاج په موخه شينجيانګ ته د راغليو بهرنيانو شمېر ګام په ګام زياتېږي، نو شينجيانګ د ورېښمو لارې په اقتصادي کمربند کې د طب خدمتي مرکز د جوړولو لپاره زيار باسي. طبي سيلاني هم د شينجيانګ د سيلانۍ د پرمختګ بل نوی ټکی وګرځي.

د شمېرنې له مخې، د سږ کال د پيل راپدېخوا، په شينجيانګ کې د سيلانيانو او ګټو اندازې په ګډه زياتې شوې دي. د سيلانۍ په اړه بېلا بېل انډولونه په ښکاره توګه لوړ شوي دي. يوازې د سږ کال په لومړۍ نيمايي کې شينجيانګ ته د کورنيو سيلانيانو شمېر شپاړس مليونو تنو ته رسېدلی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله شپاړس سلنه زيات شوی دی. دغه راز د کورنيو سيلانيانو عمومي سيلانيز لګښتونه دوه ويشت ملياردو يوانو ته رسېدلي. د دې ترڅنګ شينجيانګ ته د بهرنيو سيلانيانو شمېر شپږ سوه او اويا زره تنو ته رسېدلی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله اته سلنه زيات و. د بهرنيو سيلانيانو سيلانيز لګښتونه دوه سوه مليونه امريکايې ډالرو ته رسېدلي دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای