CRI Online

د سي چوان د ګانځي په ولسوالۍ کې د غرنۍ سيمې سيل

cri     (GMT+08:00) 2015-09-09 15:28:22

په لرغونې زمانه کې د چين د سي چوان ولايت نوم (( شو)) و، د چين د تانګ په امپراطورۍ سلسلې موده کې مشهور شاعر لي بای يو شعر ليکلی وو چې وايي: ( شو داو نان، نان يو شانګ چينګ تيان) مانا يې دا ده چې په سي چوان ولايت کې هره لاره سخته، پيچلې ده او پکې لوړې ژورې کنډو کپرې ډېرې دي. لامل يې دا دی چې په سي چوان ولايت کې زيات غرونه شته او د ښارونو ترمنځ لارې د غرونو په چاپير کې دې. که څه هم اوسنۍ د ساينس او تکنالوژۍ سويه لوړه شوې ده، په غرونو کې د لارو جوړولو ستونزې دومره زياتې نه دي، خو په دغه ولايت کې غرنۍ لارې لا هم د سختوالي له امله شهرت لري. د سي چوان ولايت د ګانځي د تبتي قوم په خپلواکې ولسوالۍ کې د غرني سيمې سيل په تېرو څو کلونو کې ډېر زيات شوی دی او د سيلانيانو شمېر هم ګام په ګام زياتېږي. ګونګا غر په دغه ولسوالۍ کې يو دېر مشهور غر دی او د تبتي قوم د مقدس غره په توګه هم بلل کېږي. سږ کال ګانځي ولسوالۍ د ګونګا غره په چاپير د باندې او بيدياوو سپورټي سيالي هم تر سره کړ. ځايي حکومت غواړي له لا زياتو سيلانيانو سره په زړه پورې طبيعي منظرې او دباندې او بيدياوو سيلانۍ شريکې کړي.

د دغه ولسوالۍ د سيلانۍ ادارې مشر شياو فنګ وويل، چې اوسمهال په دغه ولسوالۍ کې د سيلانيزو چارو سيسټم په بنسټيزه توګه د بشپړېدو په حال کې دی، په تېرو څو کلونو کې پرمختګ يې چټک شوی دی. ده وويل، 

په تېرو دوو کلونو کې سيلانۍ مو چټک پرمختګ موندلی دی. د شمېرنې له مخې، له ۲۰۱۲م کال نه تر ۲۰۱۴م کاله پورې د سيلانيانو شمېر له پنځه مليونه او دوه سوه او دېرش زرو تنو نه اته مليونه او څوارلس زرو تنو ته لوړ شوی دی چې د زياتوالي انډول يې درې پنځوس فيصده دی. له دې جملې څخه د هغو سيلانيانو شمېر په عمومي شمېر کې د نهه اويا سلنې برخه نيسي کوم چې په دغه ولسوالۍ کې د پاتي کېدو وخت له دوو ورځو نه زيات دی. دغه راز، د بهرنيو سيلانيانو شمېر يو لکه تنو ته رسېدلی دی. د سيلانۍ عمومي ګټې په ۲۰۱۲م کال کې درې ملياردو او شپږ سوه مليونو يوانو ته په تېر کال کې اتيا مليارډو يوانو ته لوړې شوې دي چې د کلني منځني زياتوالي انډول يې څلوېښت سلنه دی او په سي چوان ولايت کې پنځم مقام نيسي.

ګانځي ولسوالي د چينګ های او تبت د لوړې او د سي چوان ټيټې او هواره ځمکې ترمنځ په سرحدي او غرنۍ سيمه کې پرته ده. نو جغرافيايې بڼې يې ډېرې غني او په زړه پورې دې. د بېلګې په توګه، په دې ځای کې په واورو پوښل شوي غرونه او درې، د تودو اوبو او معدني موادو چينې او يخ سيندونه، ځنګلونه او لندې ځمکې، جهيلونه او سيندونه ليدل کېږي. دغه راز، دغه ولسوالي د ملي لږکيو د اوسيدونکې سيمې په توګه د ګونګا معبد او تاګونګ معبد په شمول د تبتي بوديزم مشهور معبدونه پکې شته. بر سېره پردې، سيلانيان په دې ځای کې هم د تبتي قوم او يي قوم په شمول د ملي لږکيو له رنګارنګ ځانګړتيالرونکو دودونو څخه خوند اخيستلی شي.

ژمی د دې ځای د سيلانۍ سمسور فصل دی. هره ورځ په منځنۍ توګه شل زره بسونه د سيلانيانو په وړلو سره دغه ولسوالۍ ته ننووزي. بر سېره پردې، زيات سيلانيان د بايسکل په وسيله دغه ولسوالۍ ته ځي چې د سيلانۍ په موده کې يې شمېر هره ورځ له پنځه زرو نه زيات دی. يونونلام چې د هوټل خدمتګارې ده، وويل، چې 

د سيلانيانو شمېر زيات دی، په تېره بيا سږ کال. له چونګ چنګ، بېجينګ او شانګهای څخه راغلي دي. په تېرو څو کلونو کې د جولای او اګست په مياشتو کې سيلانيان د نورو مياشتو په پرتله لا زيات وو. د تېر کال د جولای په مياشت کې سيلانيان ډېر زيات وو او سږ کال د اګست تر مياشت پورې هم دا شمير زيات و.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای