CRI Online

د هه نان ولايت له لوه يانګ ښار څخه د چين نړيوالې راديو د پلاوي ليدنه

cri     (GMT+08:00) 2015-09-25 11:24:52

هه نان ولايت د بجينګ په ختيځ کې چې شاوخوا زر کيلومتره فاصله لري پروت دی

دغه ولايت خورا لرغونی تاريخ لري، او دری ځله د چين هېواد پلازمينه پاتې شوی دی

موږ د تېرې جمعې په ورځ چې د سپتمبرله اتلسمې نېټې سره برابره وه په دوه ورځني سفرياد ولايت ته لاړو ، د ياد سفر موخه په هه نان ولايت کې د يوه نړيوال پستيوال څخه ليدنه وه

دغه پستيوال د هه نان ولايت په لوه يانګ ښار کې ترسره شو، چې د چين هېواد تر څنګ يو شمير نورو هيوادونو هم پکې ګډون درلود، په د غه پستيوال کې د هر هېواد څخه راغلو ډلو د خپل هېواد په استازيتوب په زړه پورې نندارې د زرګونو کسانو په وړاندې تر سره کړې

دوی د خپل هېواد ملي جامو په اغوستلو سره ډول ډول نڅاوې، سندرې او د موسيقۍ الې نندارې ته وړاندې کړې، په د غو ډلو کې د روسيې، هند، ترکيې او هسپانيې سندرې او نڅاوې ډېرې په زړه پورې وې

د ياد پستيوال له پای ته رسېدو وروسته د لوه يانګ ښارد لونګ من شه کو په نوم يوتاريخي اثار ته لاړو دا هغه ځای دی چېرې چې د لرغونې زمانې په زړه پورې تاريخي اثار موجود دي همدارنګه د تاريخي اثارو تر څنګ د بودا مذهب مجسمې هم په دغه لرغونې سيمه کې شته ، په ټوله کې د( لوه يانګ) ښار يو لرغونی ښار دی، هره ورځ له دغو تاريخي اثارو څخه زرګونه کورني او بهرني سيلانيان ليدنه کوي، د غه لرغونی ښار د بهرنيو سيلانيانو لپاره ډېرپه زړه پورې او د پام وړ دی . همدارنګه په دغه ښار کې د (دونګ جو امپراطورۍ) موزيم هم موجود دی، د دغه لرغوني موزيم اثار دوه زره کاله تاريخي قدامت لري، په دغه موزيم کې د وخت د امپراطور د دربار ګاډۍ او اسونه هم شتون لري، د وخت امپراطور به له يادې ګاډۍ څخه چې په اسونو پسې به تړل کيده ګټه اخيسته، د يادولو وړ ده چې اس او ګاډي د هغه وخت تر ټولو عصري وسيله وه ، پدې موزيم کې داسې ګاډي هم شته چې په شپږو اسونو پسې تړل کيږي چې دا د پاچا د عزت او مالدارۍ مانا لري . د دې ترڅنګ په دغه موزيم کې د امپراطورۍ د وخت پيسې چې له برونزو څخه په خورا لويه بڼه جوړې شوې هم شته او همدارنګه په زړه پورې لوښي، د موسيقۍ الې ، د برونزو زنګونه او يو شمېر نور شيان هم شته ، د يادولو وړ ده چې په ياد موزيم کې کوم جسد نشته صرف د امپراطورۍ د وخت په زړه پورې لوښې سامانونه او د امپراطور د دربار ګاډۍ او اسونه شتون لري .

 


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای