CRI Online

د شينجيانګ سيلاني د چټک پرمختګ په حال کې ده.

cri     (GMT+08:00) 2015-10-14 10:12:02

 دغه اواز د ورېښمو لارې د زر کلنې کيسې په نامه يوه ډرامه ده. دغه ننداره د شينجيانګ د اورمچي په نړيوال لوی بازار کې سيلانيانو او نندارچيانو ته وړاندې کېږي. د نړيوال لوی بازار د کولتوري چارو شرکت د پلان څانګې مشر دنګ يا جي وويل، دغه ډرامه د ورېښمو لارې د کولتور پر بنسټ د ورېښمو لارې په اوږدو کې د بېلا بېلو سيمو، په تېره بيا په شينجيانګ کې د څو قومونو او څو کولتورونو د همغږۍ حالت څرګندوي. په دغه ډرامه کې ټول لوبغاړي ځايي هنرمندان دي. که څه هم دوی په نړۍ کې دومره مشهور نه دي، خو په شينجيانګ کې د غوره هنري توان له امله شهرت لري. حکومت د دغې ډرامې لپاره درې مليونه يوانه پانګونه کړې.

څو ورځې مخکې په دغه لوي بازار کې د لاسي توليداتو د پلورلو په اړه يو واټ جوړ شو. دا له ګاونډيو هېوادونو سره د سوداګرۍ د پياوړتيا لپاره ښه زمينه برابروي او په سوداګرۍ کې د کولتور رنګونه انځوروي. د دغه بازار د کولتوري چارو شرکت د مالونو د ليږد راليږد څانګې مرستيال جانګ شياو لونګ وويل، 

هيله لرو چې زموږ په لوي بازار کې لا زيات کولتورونه شامل شي، تر څو لا زيات سيلانيان راجلب شي. په تېرو څو ورځو کې د لاسي توليداتو واټ جوړ شو. پخوا مو يوازې توليدات پر سيلانيانو ته پلورل، خو په راتلونکي کې به لومړی سيلانيانو ته کولتور وښيو، ورپسې به اړوند توليدات هم وپلورل شي. کولتور زموږ موخه ده.

د کولتورونو د زياتېدو تر څنګ، دغه بازار په انټرنيټ کې د سوداګريزې لارې د پيدا کولو لپاره هم هڅه کوي. د دغه شرکت د پلورلو څانګې مسؤل ليو هوې وويل، 

سږ کال موږ د ځي ما يو، لا شو او مې توان په نومونو د سيلانۍ په اړه له ګڼ شمېر انټرنيټي شرکتونو سره همکاري کوو. هيله من يو چې د برېښنايي سوداګرۍ په زمانه کې هم پرمختګ ومومو.

سږ کال د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د جوړېدو له شپيتمې کاليزې سره برابر دی. د شينجيانګ اقتصاد او سوداګري د چټک پرمختګ په حال کې دي. زيات چيني او بهرني سوداګر په لوی بازار کې سوداګريز فرصتونه پيدا کوي. الياګولي چې په دغه بازار کې يو پلورونکې ده، وايي،

هيله لرم چې په ښه توګه خپل کار پرمخ يوسم چې نه يوازې مېلمانه زما د کار له امله خوښ شي، بلکې زه هم ورڅخه خوند واخلم. هيله ده چې زما سوداګری به نوره هم پراخه شي.

سوداګر افتاب احمد چې له پاکستان څخه راغلی،د خپلې سوداګرۍ د يادونې په وخت کې يې ټينګ هوډ څرګند کړ. ده وويل،

باور لرم چې په راتلونکي کې به زما سوداګری لا ښه شي.

نړيوال لوی بازار د شينجيانګ د اقتصاد د سمسورتيا، د سيلانۍ د پرمختګ، د څو قومونو د کولتورونو د يووالي او د ټولنې د همغږۍ يوه نښه ده. په راتلونکي کې به دغه بازار د خپلې خدمتي سويې د لوړتيا او د سوداګريز مارک د اغيزې د پراخولو لپاره کوښښ وکړي. د دغه بازار مشر سون يو وايي، 

په راتلونکي کې به لا زياته پانګونه وکړو، تر څو اوسني تياتر بيا اباد شي. موږ به د پنځو ستورو په کچه د منظره لرونکې سيمې د ابادولو لپاره هم کوښښ وکړو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای