CRI Online

د دون هوانګ له لرغوني ښارګوټی څخه سيل

cri     (GMT+08:00) 2015-10-27 15:08:18

يو يا چينه

مو ګاو سمڅې

مينګ شا غره

دون هوانګ د چين د ګان سو ولايت د هه شي دهليز په لويديځه برخه کې پروت دی په دون هوانګ کې د مو ګاو په نامه سمڅې شتون لري چې د ډبريزو انځورونو له امله په نړۍ کې ډېر شهرت لري. د لوی ډيوال د يو من ګوان او يانګ ګوان تمځايونه هم په دغه ښارګوټي کې پراته دي کوم چې د هان په امپراطوری دورې کې جوړ شوي دي. زر کاله دمخه، دون هوانګ د چين او لويديځو هېوادونو ترمنځ د کولتورونو د تقاطع مرکز و او د ورېښمو لارې په رڼا کې دغه ښارګوټی ډېر سمسور شوی و. د چين مشهور کارپوه جي شيان لين ويلی و، په نړۍ کې يوازې هغه څلور کولتوري سيستمونه شتون لري چې تاريخ يې لرغوني وي، قلمرو يې پراخ دی، سيستم يې بشپړ او اغيزه يې ژوره وي. دغه څلور کولتوري سيستمونه چين، هند، يونان او اسلامي تمدن دي. ددغو څلورو کولتورونو د تقاطع ځای يوازې د چين په شينجيانګ او دون هوانګ کې دی. 

دوه زره کاله مخکې، دون هوانګ د ورېښمو لارې په اوږدو کې د يو مهم تمځای په توګه د ختيځ او لويديځ ترمنځ د سوداګرۍ او کولتورونو د تبادلې مرکز ګرځېدلی و. د ختيځ او لويديځ سوداګريزې ډلې د ورېښمو او قيمتي ډبرو په وړلو سره له دغه ښارګوټي څخه تېرېدې. اوسمهال لا زيات سيلانيان د الوتکو له لارې دون هوانګ ته ځي او د اوښانو په سپرلۍ سره د مينګ شان غره او يويا چينې په شمول د دښتو او ښکليو منظرو سيل کوي.

صحره، چينې، ډبريز انځورونه او شعرونه د دون هوانګ د سيلانۍ عمده ځانګړتياوې دي. سږ کال د يوه کمربند او يوې لارې د ستراتيژۍ په رڼا کې د دون هوانګ سيلاني د چټک پرمختګ په حال کې ده. له جنورۍ نه تر جولاۍ مياشتې پورې، څه باندې درې مليونه او څلور سوه او شپيته زرو تنو سيلانيانو له دون هوانګ څخه ليدنه کړې ده چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې څلويښت سلنه زيات شوی دی. د مو ګاو په نامه د سمڅې سيلانيزې لارښوونکې دونګ يي وويل،

د شپږو کلونو لپاره په دې منظره لرونکې سيمه کې مې کار کړی دی. سږ کال د پخوا په پرتله ډېره بوخته يم. د يوه کمربند او يوې لارې ستراتيژي د دون هوانګ د سيلانۍ خوځنده ځواک ګرځېدلی دی.

د مو ګاو په نامه سمڅې د دون هوانګ په جنوب ختيځه د مينګ شا شان په غره کې پرتې دي. تر ټولو لومړی د له ځون په نوم يوه بودايي راهب د څلورمې ميلادي پيړۍ په منځنۍ لسيزه کې د دغې سمڅې په جوړېدو پيل کړی و. له دې نه وروسته بې شمېره هنرمندانو نسل په نسل په دغه ځای کې نورې زياتې سمڅې جوړې کړې. د دغو سمڅو په څلورو خواوو باندې يې زيات په زړه پورې انځورونه او مجسمې انځور کړي دي. د لرغونې ورېښمو لارې د سمسورتيا په موده کې د مو ګاو په نامه د سمڅو جوړېدو بهير هم چټک شوی دی، په تېره بيا د تانګ په امپراطوري سلسله کې دېر کار شوی. نو ويل کېږي چې دغسې سمڅې د ساختماني بڼو، مجسمو او انځورونو يو موزيم دی. اوسمهال په دغه غره کې څلور سوه او دوه نوي سمڅې ليدل کېږي او په کې رنګي مجسمې له دوه زرو او څلورو سوو څخه هم زياتې دي او د انځورونو عمومي پراخوالی يې پنځه څلويښت ستره مربع دی.

د سږ کال د دوبني رخصتۍ په موده کې څه باندې شلو تنو محصلينو له هانکانګ او مکاو څخه دون هوانګ ته سفر وکړ. دوي د دون هوانګ د ښايست او ښکلا له امله حيرانتيا څرګنده کړه. يوه محصل وويل،

زما په نظر مو ګاو سمڅې ډېرې لويې او ارزښتناکې دي. ځکه چې داسې ښکلي انځورونه زرګونه کلنونه تاريخ لري او له جګړو څخه ښه ساتل شوي. له دغو انځورونو څخه د چين د پخوانۍ امپراطوري سلسلې سمسوري حالات احساسولی شو. دا ډېر په زړه پورې او ارزښتناک کولتوري ميراث دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای