CRI Online

لا لو لنده ځمکه: د انسان او طبيعت ترمنځ د همغږۍ جنت دی.

cri     (GMT+08:00) 2015-11-10 13:47:57

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، لا لو لنده ځمکه چې د چين د تبت په مرکز لا سا ښار کې پرته ده، په نړۍ کې تر ټولو ډېره لوړه او لويه ښاري طبيعې لنده ځمکه ده. پراخوالی يې دوولس اعشاريه دوه کيلومتره مربع دی چې د لا سا ښار د عمومي مساحت يو په لسمه برخه نيسي. څرنګه چې د لا سا ښار جګوالی ډېر لوړ دی، نو په ژمی کې په هوا کې د اکسيجن اندازه لږه وي. په دې وخت کې لا لو لنده ځمکه نه يوازې د مهاجرو مرغانو لپاره د ژمي د تېرولو ځای دی، بلکې د اکسيجن د برابرولو ځای هم دی چې د لا سا د سږي په توګه هم بلل کېږي. 

د ۲۰۰۵ کال په جولای مياشت کې دغه لنده ځمکه د چين د دولتي شورا لخوا د دولت په کچه د طبيعت ساتونکې سيمې په توګه وټاکله شوه چې په دغه سيمه کې د شپږ اعشاريه شپږ کيلومتره مربع په پراخوالي مرکزي سيمه په سرتړلی ډول اداره کېږي او په بهر کې يې د ممنوعه زون سيمه او ازمويښتي سيمه شته. له دې لارې به په ښار کې د لندې ځمکې ايکولوژيکي سيستم په ښه او بشپړه توګه وساتل شي او وحشي نباتاتو او حيوانانو ته يوه ښه کورنۍ برابره شي. د لا سا ښار د چاپيريال ساتونکې ادارې مرستيالې هه ګوي چين وويل، چې لا لو لنده ځمکه په ژمي کې د تورې غاړې لرونکو کلنګانو لپاره د تېرولو ځای ګرځېدلی دی کوم چې د پوپنا کېدو د خطر سره مخامخ مرغان دي. دې وويل،

پخوا دغه ځای يوه طبيعې دښته وه. خلکو په دې ځای کې مالداری کوله. د ساتونکو ديوالونو له جوړېدو څخه وروسته، اوس واښه ښه ساتل کېږي، په ژمي کې د تورې غاړې لرونکو کلنګانو په شمول د ګڼ شمېر ډولونو کډوال مرغان په دې ځای کې ژوند کوي، چې شمېر يې له شپږ زرو نه زيات دی.

هر کال په لا سا کې باران په عمده توګه له جون نه تر سپتمبر پورې اوري او اندازه يې د لا لو لنده ځمکې اړتياوې نه شي پوره کولی. په ژمي کې په دغه لنده ځمکه کې د اوبو اندازه ډېره ټيټه وي. مېرمن هه وويل، چې په تېرو څو کلونو کې د لا سا حکومت د دغې ستونزې د ليرې کولو په هکله زياته پانګونه وکړه او له شمال، منځنۍ او جنوبي خواوو څخه يې درې ويالې جوړې کړې دي چې له لا سا سيند څخه لا لو لندې ځمکې ته د اوبه ورکولو سيستم بشپړ شوی دی.

ويل کېږي چې لا لو لنده ځمکه د لا سا د ايکولوژيکي چاپيريال د ساتلو لپاره ډېر اهميت لري. ځکه چې دغه لنده ځمکه د ځايي اوسيدونکو سيمو ته نژدې ده، نو په تېرو څو کلونو کې يې ايکولوژيکي سيستم د انسانانو د ژوند او د ښار د پرمختګ له ننګونو سره مخامخ وو. ځايي حکومت له عملي تګلارو او مؤثرې ادارې له لارې په دغه ځمکه کې منفې اغيزه کمه کړې ده. مېرمن هه وويل، 

اوسمهال د لا سا ښار پراخوالی په چټکه توګه زياتېږي، د دې ترڅنګ دغه لنده ځمکه په ښه توګه ساتل کېږي او د مرکزي سيمې مساحت يې شپږ اعشاريه شپږ کيلومترو مربع ته رسېدلی دی. تېر کال نهه ويشت کورنۍ او اته کب روزونکې فارمونه له دغې مرکزي سيمې څخه نورو ځايونو ته ووتل چې له امله يې د مرکزي سيمې پراخوالی صفر اعشاريه صفر څلور کيلومتره مربع زيات شوی دی.

هر کال لا لو لنده ځمکه له هوا څخه د څه باندې پنځه زره او څلور سوو ټنو په وزن دوړې جذبوي او له لسو مليونو ټنو نه زياتې ککړې شوي اوبه پاکوي. نو د لا سا هر يو تن له لا لو لندې ځمکې څخه ګټه اخلي. د دغې لندې ځمکې د ساتلو تجربې د چين په نورو ځايونو کې د لندې ځمکې د ساتلو لپاره ښه نمونه ده. د وحشي حيوانانو ساتونکی کارپوه يو تيان چې د شينجيانګ له اويغور خپلواکې سيمې څخه راغلی، له لا لو لندې ځمکې څخه له ليدنې نه وروسته يې وويل،

د شينجيانګ طبيعت د تبت له طبيعت سره يو شان دی او د حيوانانو د کډوالو په بهير کې يو تمځای هم دی. خو ايکولوژيکي چاپيريال يې نازک دی چې د خلکو ژوند په دغو ځمکو باندې زياته منفې اغيزه لري. د سيلانيزو چارو پرمختګ او د طبيعت ساتلو ترمنځ توپيرونه زموږ د حکومت او خلکو په مخ کې يوه لويه ستونزه ده. تبت په سر تړلي ټوګه دغه ځمکه ساتي او وحشي حيونانو ته يې يوه امنيتي کورنۍ وړاندې کړې، دا يو ډېر ښه تدبير دی او د وحشي حيوانانو او لندې ځمکې د ساتلو په برخه کې يوه ښه نمونه هم ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای