CRI Online

د تبت د لي جي ښار د سوه سونګ کلي سيل

cri     (GMT+08:00) 2015-11-17 19:45:52

د چين د تبت خپلواکې سيمې د لين جي ښار د ميلين ولسوالۍ پای جنګ علاقه داري چې د نان جيا با وا په نوم د تبتي قوم د مقدس غره په لمن کې پرته ده، د يالوځانبو سيند د منځنۍ او وروستۍ برخو د ويشلو نښه او د يالوځانبو سترې درې د ننوتلی ځای هم دی. په تېرو څو کلونو کې په يالوځانبو سترې درې کې د سيلانيزو چارو د پرمختګ سره سم، د پای جنګ علاقه داري د اوسيدونکو ګټې لوړې شوې او د ژوند حالت يې هم ښه شوی دی. دوی په خپلو کورونو کې ځانګړتيالرونکي هوټلونه او رستورانتونه پرانيستلي او سيلانيانو ته ښه خدمتونه وړاندې کوي.

په سوه سونګ کلي کې يوازې اته دېرش کورنۍ او يو سل او اتيا تنه اوسيدونکي ژوند کوي، کوم چې په يالوځانبو سترې درې کې پروت دی. په دغه کلي کې هره يوه کورنۍ په سيلانيزو چارو لګيا ده چې په خپلو کورونو کې هوټلونه او رسترانتونه پرانيستلي دي. لوی هوټل ښايې شل او يا دېرش کټونه او کوچني هوټل ښايې پنځه او يا شپږ کټونه ولري. د هر کال د سيلانۍ په سمسور وخت کې، په تېره بيا د اپريل مياشت د شفتالو ګل فېسټيوال په موده کې هر هوټل بوخت وي. د دغه کلي مشر تينزين تسيوانګ هوټل په دغه کلي کې شهرت لري. په ۲۰۰۶ کال کې د ځايي سيلانيز رياست تر مرستې لاندې ښاغلي تينزين تسيوانګ له نورو دوو کورنيو سره يو ځای لومړی هوټل پرانيستلی دی. اوسمهال د دوی هوټل څليرويشت کټونه لري او هره ورځ د هر کټ ګټې يې شاوخوا يو سل او پنځوس يوانه دي چې په دې جملې کې د سباناري او د ماښامنۍ ډوډۍ بيې هم شاملې دي. ښاغلي تينزين تسيوانګ وويل،

د سيلانيزو چارو د پرمختګ سره سم د ځايي اوسيدونکو ګټې لوړې شوې دي او ژوند ښه شوی دی. په عين وخت کې د ځايي اوسيدونکو د استوګنې شرايط هم ښه شوي دي. زيات نوی کورونه اباد شوي دي. بر سيره پردې، پخوا زموږ اوسيدونکو خدمتي افکار نه درلودل، اوس په دې برخه کې يې ډېره ترقی موندلې ده.

درې څلويښت کلن دودو هم يو هوټل پرانيستلی. د ده کورنۍ درې غړي لري. پخوا هر کال په هر سر منځنۍ ګټې يې يوازې پنځه او يا شپږ زره يوانه وو. د هوټل له پرانيستلو وروسته عايدات يې يو وار زيات شول او له لس زره يوانو نه لوړ شوي دي. اوس دودو هيله لري چې حکومت به د سيلانيزو چارو د پرمختګ په برخه کې ورسره لا زياتې مرستې وکړي او د هوټل پيمانه به يې پراخه شي. د خپل هوټل د يادونې په وخت کې يې وويل،

زموږ په هوټل کې سيلانيان هغه تازه سبزي خوړلی شي چې موږ پخپله کرلې ده. بر سېره پردې، زموږ ډوډۍ د تبت ځانګړتيالرونکې ده.

ښاغلي باتسي چې د ميلين ولسوالۍ د پای جنګ علاقه دارۍ مرستيال دی، خبريال ته وويل، چې لسګونه کاله مخکې، دغه ولسوالۍ د سيلانيزو چارو د پياوړتيا لپاره تدبيرونه نيولي دي. سيلانيز شرکتونه د منظرې لرونکو سيمو د هراړخيز چاپيريال د ښه والي لپاره زياتې پانګونې کړې دي. په پيل کې هر کال د سيلانيانو شمېر يوازې شاوخوا څلوېښت زره تنه وو. خو په ۲۰۱۴ کال کې دغه رقم درې لکو ته رسېدلی دی. په عين وخت کې ميلين ولسوالي د ځايي سيلانۍ د پياوړتيا لپاره نور زيات تدبيرونه نيولي دي. مثلاً، د تبت ځانګړتيالرونکو خوراکونو د پرمختګ تر څنګ د هوټلونو او رستورانتونو چارې پياوړې کړی، سيلانيانو ته د لا ښه خدمت ورکولو لپاره د لارښوونکو ټولنه جوړه کړی، د منظره لرونکو سيمو اساسي تاسيسات اباد کړي او داسې نور. د سيلانيزو ګټو د زياتوالي تر څنګ ځايي حکومت د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره لا زياتې پانګونې کړې دي. د بېلګې په توګه ، د سترې درې تعليمي صندوق يې جوړ کړی دی. ده وويل، 

موږ اوس د دولت په کچه د پنځه ستوري لرونکې سيمې په توګه د ټاکل کېدو لپاره هڅې کوو. زموږ په علاقه دارۍ کې پنځلس کلي شته. هر کلی به په لايحه کې شامل شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای