CRI Online

د بېجينګ د نباتاتو پارک سيل

cri     (GMT+08:00) 2015-12-31 18:09:40

د بېجينګ نباتاتو پارک په ۱۹۵۶کال کې جوړ شوی، د بېجينګ په لويديځه برخه د شيانګ شان غره په لمن کې پروت دی او د دولت د څلور اې په کچه منظره لرونکې سيمه ده. دغه راز، دغه پارک د چين د کنګلونو علمي اډه، د وحشي نباتاتو د ساتنې او ښوونې اډه، د چين د ماشومانو او ځوانانو علمي او تعليمي اډه او د دې ترڅنګ د بېجينګ غوره پارک هم دی. ويل کېږي چې د نباتاتو پارک د چين په شمالی برخه کې تر ټولو لوی ځانګړی پارک دی. په تېره بيا د پسرلی په موسم کې خلک په دغه پارک کې د بېلابېلو ښکليو ګلانو له ليدلو څخه خوند اخيستلی شي.

اوسمهال په دغه پارک کې څه دپاسه لس زره ډوله نباتات کرل شوي دي. هر کال د پسرلي په موسم کې په دغه پارک کې د شفتالو د ګلانو فيستوال ترسره کيږي چې ډير سيلانيان ځان ته راجلبوي. د بيجينګ د نباتاتو د پارک د مشر مرستيال جاو شي وي وويل چې سږ کال په دی فيستوال کې شاوخوا دوه سوه ډوله ګلان نندارې ته وړاندې کيږی. د تير کال د تجربو له مخې د شفتالو د ګلانو د فيستوال په موده کې به نژدی يو مليون او پنځه لکه سيلانيان په دې پارک کې د ګلانو نندارې وکړي . د شفتالو ګلان په چين کې د يوې نيکمرغه نښې په توګه ګڼل کيږي، نو سيلانيان هيله لري چې د شفتالو د ګلانو د کتلو له لارې خپل ځان او ملګرو ته نيکمرغي ورسوي. د پارک کارکوونکي په دغه پارک کې د شفتالو په زرګونه ډوله ګلان کرلي دي چې ډولونه يی اووياوو ته رسېږي.

ښاغلی ګوو شياو چن چې په حکومتي اورګان کې کار کوي، له خپلې ملګرې سره دغه پارک ته د ساعت تيرۍ لپاره راغلی دی . هغه وويل، که له يوې خوا زموږ پر غاړه د کار فشار ډير زيات دی، نو د شفتالو د ګلانو کتل د فشار کمولو او پام غلطولو د ساعت تيرۍ لپاره ښه لار ده . نو له بلې خوا دوی په خوشحالۍ سره په دې ځای کې خپله رخصتي تيروي. بله خوا نوموړی له عکاسۍ سره هم مينه لري. د شفتالو غرنی ګلان ډير په زړه پورې دي نوهغه غواړي د کامرې په وسيله د دغو ګلانو ښکلی عکسونه واخلي .

د دې ترڅنګ د دغه فيستوال په موده کې به د نړۍ ډير مشهور ګلان هم وښودل شي. د بېلګې په توګه د اپريل مياشتې په نيمايي کې به ګڼ شمير د غاټول ګلان راڅرګند شي. ښاغلی جاو شي وۍ وويل چې اوس په دغه پارک کې د نړۍ ډير مشهور ګلان ليدل کيږي چې په تاريخ کې يې ساری نه شته . هغه وويل چې په وروستيو کلونو کې د غاټول ګل په ګډون ډير مشهور ګلان کرل شوي دي. اوس د دغه پارک د جګو ونو لاندې ښکلي غاټول ګلان ډېر ښکلي ښکاري.

د غاټول ګل نه پرته د بيجينګ د نباتاتو پارک کې يوه لويه ګرمه کوټه هم شته چې په کې د تودو سيمو نباتات روزل کيږي چې ډولونه يی دری زره او سلو ته رسيږي. د دغې کوټې د تودخې درجه تل شاوخوا د سانتيګرډ په کچه دېرش درجې وي چې دا تودوخه او د تودو سيمو د نباتاتو د روزنې سره برابره ده. نو هر څوک په دغه کوټه کې په څلورو فصلونو کې د تودو سيمو له نباتاتو څخه ليدنه کولی شي.

د شفتالو ګلانو د فيستوال په موده کې په دغه پارک کې يو لړ کلتوري فعاليت هم ترسره کيږي. څاو شوي چين د چين په تاريخ کې يو ډير مشهور او ستر ليکوال و. په دغه پارک کې د ده د يادونې يو تالار هم جوړ شوی دی. سيلانيان په دغه تالار کې نه يوازی اړوندې نندارې کتلی شي، بلکې چای هم څښلی شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای