CRI Online

په شينجيانګ کې د يخ او واورو په اړه رنګارنګ فعاليتونه تر سره کېږي.

cri     (GMT+08:00) 2016-01-19 13:04:57

د تيان شان غر واوره او د ورېښمو لارې دود په سرليک د اورموچي د ورېښمو لارې د يخ او واورو په اړه د ديارلسمې دورې فېسټوال د جنورۍ په لسمه نېټه پرانيستل شو. د دغه فېستوال په موده کې به د يخ او واورو فورم، سيلانۍ، کولتور او سپورټ په اړه له پنځوسو نه زيات فعاليتونه تر سره شي.

په ۲۰۰۲ کال کې اورموچي ښار د ورېښمو لارې، د يخ او واورو سيل او قومي دودونو په اړه ځانګړتيا لرونکی ژمنی سيلانيز پلان او مارک جوړ کړ. تر اوسه پورې دغه فېستوال په پر له پسې ديارلسو کلونو کې تر سره شوی دی او دا په ژمي کې د اورموچي ښار يوه نښه ګرځېدلې ده. سږ کال به د چين ژمنۍ ملي سپورټي لوبې په شينجيانګ کې تر سره شي، نو ځايي حکومت په دې نسبت د يخ او واورو د سپورټ له لارې سيل پياوړی کړي.

د جنورۍ په لسمه نېټه په خورګوس ښار کې چې له اورموچي څخه اوو سوه کيلومتره واټن لري، د چين او قزاقيستان په نړيواله سرحدي سوداګريزه سيمه کې د چين او قزاقيستان د يخ او واورو دوهم سيلانيز فېستوال پرانيستل شو، دغه فېسټوال په نړيواله کچه په سرحدي سوداګريزه سيمه کې لومړی ځای نيسي. د دغې سوداګريز سيمې ښاروال وويل، چې له قزاقيستان سره د دغه فېستوال د تر سره کولو موخه د نوي کال په نسبت نيکې هيلې او مبارکۍ څرګندول دي، تر څو د سيلانۍ، کولتور او اقتصاد په برخو کې ددواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ پياوړې کړي او د خورګوس ښار نوې بڼه وښيي.

د ورېښمو لارې په نړيوالې سيلانيزې سيمې کې د سکی وهلو سټديوم چې دا په شينجيانګ کې د دغه شان ستديومونو يوه نمونه ده، د ۲۰۱۵ کال په ژمي کې هم عصري او ترميم شوی دی.

د دغه سيمې مسؤل هوانګ هه وويل، چې په دغه ستديوم کې د خدمتي مرکز د ترميمولو لپاره څه باندې شپيته مليونه يوانه پانګونه شوېده، تر څو د چين د ديارلسمې دورې د ملي ژمنيو لوبو په ترڅ کې ګډون کوونکو او لوبغاړو ته ښه خدمت وشي. اوسمهال دغه پروژه به ژر پای ته ورسېږي. دغه راز، په عادی توګه د دغو لوبو د تر سره کېدو د تامين په هکله اړوندو خواوو په دغه ستديوم کې د امنيت ساتي تاسيساتو د بشپړولو لپاره نوره درې مليونه پانګونه هم کړې ده.

ويل کېږي چې د چين د ديارلسمې دورې ملي ژمنۍ لوبې تر سره کېدا به په ژمي کې د شينجيانګ سيلانيزې چارې پياوړې کړي. نو د شينجيانګ بېلا بېلې سيمې هم په دې نسبت د يخ او واورو په اړه رنګارنګ فعاليتونه تر سره کوي او خپلې سيلانۍ خپروي، څو چې په ژمي کې د سيلانۍ ګټې زياتې شي. په دې ژمی کې د شينجيانګ سيلاني ګرمه ده.

د معلوماتو له مخې، د اورموچي د ورېښمو لارې د يخ او واورو فېستوال په موده کې به د يوه کمربند او يوې لارې په اوږدو د منظرې لرونکو سيمو د ټولنې عالی رتبه فورم تر سره شي چې دا به د اورموچي او حتی د شينجيانګ د سيلانۍ د پرمختګ لپاره نوی خوځنده ځواک وګرځي. دغه راز، د يخ او واورو څخه د ليدنې او سيلانۍ په موخه رنګارنګ فعاليتونه به هم تر سره شي.

د نوی ميلادي کال په پيل کې ليدل کېږي چې د اکسو، بو هو، هرمين، خامي او جاسو په ولسواليو کې د يخ او واورو يو لړ فېستوالونه تر سره کېږي. داسې فېسټوال به د ځايي اقتصاد د پرمختګ لپاره ښه زمينه برابره کړي او ځايي اوسيدونکي به ورڅخه ښه ګټه واخلي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای