CRI Online

د چين په شمالي ځنګلونو کې د ښکاريانو دودونه احساسېږي.

cri     (GMT+08:00) 2016-02-02 15:15:28

عه لون چون قوم چې د چين د پنځه پنځوسو ملي لږکيو څخه يو دی، د چين په شمالي برخه کې د دا شينګ ان لينګ او شياو شينګ ان لينګ په ځنګلونو کې ژوند کوي. دغه قوم په ښکار کولو کې لوی لاس لري او د دوی کولتور د چين په شمالي برخه کې د انسانانو لومړۍ کولتور د ژوندی فوسيل په توګه بلل کېږي. د عه لون چون خپلواکه ولسوالي د عه لون چون قوم ټاټوبی او د شيان بې ملت سرچينه هم ده. په دغه ولسوالۍ کې د عه لون چون قوم اوسيدونکي دوه زره اووه سوه او څلور پنځوس تنه دي چې په دې جملې کې نهه سوه پنځه شپيته تنه يې ښکاريان دي.

د دغه ولسوالۍ د سيلانۍ ادارې مشر جاو شين شان وويل، چې د نوي چين له جوړېدو نه مخکې عه لون چوان قوم په عمده توګه د ښکار کولو، کب نيولو او د وحشي ميوو نيولو له لارې ژوند تېراوه. په ۱۹۵۸م کال کې دوی په يو ځای کې ميشت شول او اوس يې ګرځنده ژوند بدل شوی دی. په ۱۹۹۶م کال کې د طبيعت د ساتلو په هکله په دغې ولسوالۍ کې د ښکار کولو مخه ونيول شوه، ورپسې دغه قوم د عصري توليد او پرمختګ په لاره کې قدم پورته کړ. ويل کېږي چې دغه قوم چې نفوس يې لږ دی، د ټولنيزې بڼې، د ژوند د طرزونو او د توليدي لارې په برخو کې يې تاريخي ترقي موندلې ده. دغه راز، د دوی قومي دودونه د سيلانۍ د يوې برخې په توګه ساتل کېږي.

ښاغلي جاو چين شان وويل، چې د دوديزو اخترونو د رارسېدو په وخت کې ځايې اوسيدونکي د نسل د درناوي کولو په هکله په غرونو کې ښکار کولای شي. په تېره څو کلونو کې ځايي حکومت د قومي کولتور او هنر د ساتلو په هکله يو لړ قومي دوديز سيلانيز مارکونه جوړ کړي دي او يوه کولتوري ايکولوژيکي سيمه يې جوړه کړې چې سيلانيان وکولی شي په دې ځای کې د ښکار کولو څخه خوند واخلي.

ښاغلي جاو جين شان وويل، چې د هر کال په دوبي کې د اور جشن او په ژمي کې د يخ او واورو اختر تر سره کېږي چې دغه دواړه اخترونه د عه لون چون قوم ډېر شوق او ذوق پورې اړوند او ډېر مهم اخترونه دي. په هغه وخت کې ځايي اوسيدونکي د تشريقاتي جامو په اغوستلو سره له سيلانيانو سره ښکار کوي، د قربانۍ مراسم تر سره کوي او د اور تر څنګ نڅا کوي.

د شمېرنې له مخې، په ۲۰۱۴م کال کې څه باندې څلور سوه او څلوېښت زرو تنو چيني او بهرنيو سيلانيانو له دغې ولسوالۍ څخه ليدنه کړې ده چې دغه شمېر د ۲۰۱۳م کال په پرتله دوه ويشت اعشاريه دوه سلنه زيات و. د سيلانۍ ګټې يې درې سوه او اته څلوېښت مليونه يوانو ته رسېدلی چې دغه رقم د ۲۰۱۳م کال په پرتله په سلو کې څلورويشت اعشاريه پنځه زيات و.

مېرمن دای سو ژونګ چې د وحشي حيوانانو د پوستکي له لارې د جامې په جوړولو سره خبريال ته وويل، چې د يخ او واورو اختر به په مارچ مياشتې پورې دوام وشي، نو د پسرلني جشن په موده کې به سيلانيان هم زيات وي. د چين د کرهنيزې جنترۍ له مخې، د وروستۍ مياشتې د درويشتمې نېټې او د پسرلني جشن په سهار هره کورني د خپل کور د دروازې په وړاندې لور اور بلوي او له سيلانيانو سره يو ځای عبادت کوي.

عه لون چون قوم ډېر زحمتکښ دی. پخوا دوی د ونو د پوستکو په وسيله کاسه،لوښی، بوکې جوړولې، د وحشي نباتاتو له لارې د رنګ ماده به يې جوړوله او د حيوانانو پوستکي له لارې به يې جامې جوړولې. اوسمهال دغه شان لاسي توليدات د سيلانيزو يادګري شيانو په توګه د سيلانيانو د مينې وړ دی.

د معلوماتو له مخې، د عه لون چون قوم د ونو پوستکي کولتور او د حيوانانو پوستکي کولتور په جلا جلا توګه په ۲۰۰۶م او ۲۰۰۹م کال کې د چين د غيرمادي کولتوري ميراثونو په ليست کې شامل شو.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای