CRI Online

د چين په شمالي سرحد کې د هون چون ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2016-02-26 14:46:47

هون چون د چين د جي لين ولايت په خيتځه د تومين سيند په وروستۍ برخه کې پروت دی او د يان بيان د کوريا قوم د خپلواکې سيمې يوه برخه هم ده. دغه ښار په چين کې يوازنی ښار دی او ځانګړی موقيعت لري چې د چين، روسيې او شمالي کوريا ترمنځ په سرحدي سيمه کې واقع دی او له جنوبي کوريا او جاپان څخه نژدې دی. هون چون يوازنۍ لاره ده چې په مستقيمه توګه جاپاني سمندر ته تللې ده او له دغه ښار څخه د بيړيو په وسيله د جنوبي کوريا ختيځې سمندري غاړې، د جاپان لويديځې سمندري غاړې او شمالي امريکا او شمالي اروپا ته واټن د چين د نورو ښارونو په پرتله ډېر نژدې دی. په ۲۰۱۳م کال کې د هون چون ښار نفوس دوه لکه شپږويشت زره پنځه سوه او دېرش تنه ښودل شوی. د هون چون اقليم ډېر مناسب دی، ځکه چې د دغه ښار په شمال او لويديځې خوا لوړ لوړ غرونه شته او سمندر ته هم نژدې دی، نو په ژمی کې يې هوا سړه نه وي او په دوبي کې يې بيا هوا ګرمه نه وي. په دوبي کې د دغه ښار د تودوخې منځنۍ درجه د سانتيګراد په حساب يوويشت اعشاره وو ته رسېږي چې دغه درجه د سيل لپاره ډېره مناسبه ده.

د ۲۰۱۶م کال په سر کې په دغه ښار کې د سيلانيانو شمېر ډېر زيات شوی دی. د دغه ښار د سيلانۍ ادارې يو چارواکي خبر ورکړ چې د ۲۰۱۶م کال په پيل کې په دغه ښار کې چيني او بهرنيو سيلانيان د پخوا په پرتله ډېر زيات شوي دي. اوسمهال د دغه ښار او د روسيې د فولاديوسک ښار ترمنځ د ګړندې اوسپنيزې لارې د جوړېدو پلان د طرحه کېدو په بهير کې دی، څو چې د دې سيمې د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ پياوړی شي.

ځکه چې هون چون د دريو هېوادونو په سرحدي سيمه کې پروت دی، نو که څه هم مساحت يې پراخ نه دی او سياسي درجه يې هم لوړه نه ده، خو د يو نړيوال ښار په توګه بلل کېږي. کله چې سيلانيان په هون چون ښار کې هرې خوا ته ګام پورته کوي، ليدل کېږي چې د دکانونو مارکونه او د ارګانونو نومونه د چيني، روسيې او کوريايې ژبو له لارې ليکل شوي دي. په عين وخت کې د دغه ښار په ګوټ ګوټ کې د روسيې سيلانيان هم ليدل کېږي.

د دغه ښار د سيلانۍ ادارې بازاري څانګې مشر هان بينګ وويل، چې هون چون ته د روسيې د سيلانيانو د سفرونو عمده موخې دا دي چې شيان اخلي، ساعت تيری کوي او خپل صحت او روغتيا ساتي. خو دغه ښار ته د چينايانو د سفر عمده موخه سيل دی. د شمېرنې له مخې، يوازې د سږ کال په جنورۍ مياشت کې دغه ښار ته د سيلانيانو شمېر له دېرش زرو تنو نه زيات و چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې يو سل او اته نوي زيات شوی و.

ويل کېږي چې هون چون شمال ختيځي خوا ته د جي لين ولايت يوه دروازه ده. سيلاني د دغه ښار د اقتصاد د پرمختګ د بنسټ په توګه بلل کېږي. نو هون چون شمال ختيځي اسيا ته د چينايانو د سفر او سيل لپاره د يوې سيلانيزې اډې په توګه او چين ته د بهرنيو سيلانيانو لپاره د يو سيلانيز مرکز په توګه د خپل ښار د ابادولو په هکله کوښښ کوي. په ۲۰۱۶م کال کې به دغه ښار د روسيې فولاديوسک ښار ته د ګړندې اوسپنيزې لارې او ګړنديو سړکونو د ابادولو د پروژې په شمول د بنسټيزو تاسيساتو د ابادولو يو لړ پروژې طرحه کړي، تر څو د دې سيمې د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو ترمنځ تګ راتګ پياوړی شي. ښاغلي هان بينګ وويل، چې اوس سيلانيان د موټر له لارې د هون چون او فولاديوسک ترمنځ تګ راتګ تر سره کوي او يواړخيز تګ شپږ ساعتو ته اړتيا لري. کله چې ګړندۍ اوسپنيزې لارې په کار واچول شي، د دواړو ښارونو ترمنځ د تګ راتګ وخت به کم شي او د دواړو هېوادونو سيلانيان به ورڅخه ګټه واخلي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای