CRI Online

د بېجينګ د نړيوال باغ سيل

cri     (GMT+08:00) 2016-03-01 11:29:14

نړيوال باغ د چين د بېجينګ په فنګ تای سيمه کې موقيت لري او د بېجينګ د اورګاډيو له لويديځ سټېشن نه يوازې اته کيلومتره واټن لري او د نړۍ د بېلا بېلو سيمو ښکلې منظرې په کې ليدل کېږي. د ١٩٩۱ کال په اپريل کې د دغه باغ په جوړېدو پيل وشو او د ١٩٩٣ کال په اکتوبر کې په رسمي توګه د خلکو پر مخ پرانيستل شو چې عمومي پانګونې يې يو سل او پنځوس مليونه يوانه وه. پراخوالی يې شپږ څلويښت اعشاريه اووه هکتارو ته رسېږي او په کې د څه دپاسه څلويښتو هېوادونو څه باندی سل کوچنۍ مشهورې منظره لرونکې سيمې تر سترګو کېږي، د بېلګې په توګه د مصر اهرامونه، د فرانسې د اېفېل اوسپنيز برج، د امريکا سپينه ماڼۍاو د استراليا په سيډني کې د اوپرا تياتر.

دغه باغ د ختيځې، لويديځې او شمالي اروپا، شمالي او جنوبي امريکا، افريقا، اقيانوس، لويديځې، ختيځې او جنوبی اسيا په شمول په اوولسو سيمو ويشل کېږي او يو ډنډ دغه اوولس بېلا بېلې سيمې سره نښلوي. په باغ کې د ازادۍ په نامه مجسمه، د ډنمارک د ښکلې نجلۍ په شان کب، د وينوس مجسمه او موسيقۍ پوهانو چوپين او موزارت په شمول څه دپاسه سل په زړه پورې مجسمې درول شوي دي.

بر سيره پر دې، په دغه باغ کې د ساعتېرۍ رنګا رنګ ځايونه هم شته، د بېلګې په توګه د ډوډۍ خوړلو، شيان اخيستلو او لوبې کولو لپاره يو نړيوال واټ او د نړيوالو دودونو يو کلی چې په کې د بېلا بېلو هېوادونو تاريخي او ولسي دودونه ليدل کېږي. نړيوال باغ ته له ننوتلو وروسته د سيلانيانو لپاره يو ځانګړی ايټالوی باغ شته چې کيڼه خوا يې اسيايی سيمه ده. اسيايې سيمې ته له ننوتلو وروسته لومړی د جاپان امپراطوری ماڼۍ ليدل کېږي، وروسته د لوی ديوال، د مو ګاو کو غارونو او د ينګ په ولسوالۍ کې د لرګين څلي په شمول د چين مشهورې ودانۍ، دغه راز د هند تاج محل، د ميانمر په پلازمېنه رانګون کې ستر طلايي څلی، د کمبوديا د انګورو معبد، د تايلند د امپراطوری ماڼۍ او داسی نور ودانۍ موجودې دي. د سيډني د اوسپنيز پول څخه له تېرېدو وروسته استراليايی سيمه تر سترګو کېږي چې په کې په نوي زيلانډ کې موميايي کوډلۍ او د سيډني د اوپرا تياتر ښودل شوي دي. په افريقايي سيمه کې سيلانيان د افريقايي قبيلو کليو او په مصر کې د سفنيکس مجسمې په شمول رنګا رنګ افريقايي مشهورې منظرې پکې کتلی شئ. د بوسپروس ابنا د لوی پل له لارې اروپايي سيمې ته ننوتلی شئ چې په کې د ايتاليا په پلازمېنه کې د کليوسيوم په نامه مشهور لرغونی سپورتي ډګر، د دغه هېواد په نابلي کې د پېڅه ښوېدنې څلی، په روسيه کې د سنت پيتر لويه کليسا، د فرانسې په پلازمېنه پاريس کې د بري ګښته او د اېفېل اوسپنيز څلی، د المان ستره کلا او د بريتانيا په لندن کې ستر ساعت درول شوي دي. بر سيره پر دې، په امريکايی سيمه کې سيلانيان د امريکا د فضانوردۍ مرکز، د لينکن د يادونې موزيم، د واشنګټن يادګارۍ څلی، سپينه ماڼۍ او د ملی کانګرس د ودانۍ له کتلو څخه خوند اخيستلی شئ.

دغه پارک هر کال د نومبر مياشتې له لومړۍ نېټې څخه د اپريل مياشتې تر څوارلسمې نېټې پورې د سهار له اتو بجو نه له غرمې وروسته تر څلور نيمو بجو پورې او د اپريل مياشتې له پنځلسمې نېټې څخه د اکتوبر مياشتې تر يودېرشمې نېټې پوری د سهار له اووه نيمو بجو نه له غرمې وروسته تر پنځو بجو پوری پرانيستی وي. د دې ترڅنګ د ټکټ بيه يې سل يوانه ده، خو زده کوونکي په رسمی سند سره په شپيته يوانه يو ټکټ ترلاسه کولی شی.

د دې ترڅنګ تاسو په دغه پارک کې د بېلابېلو نندارو نه پرته عصری فلمونه هم کتلی شئ. دغه فلم هر نيم ساعت وروسته يو ځل بيا خپريږی


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای