CRI Online

د ګونګ وانګ فو کور

cri     (GMT+08:00) 2016-03-16 15:27:53

د چين په لرغونې زمانه کې د امپراطور او د هغه له مېرمنو او زامنو پرته، هېڅوک په امپراطورۍ ماڼۍ کې نه شوای اوسېدای، نو ځکه د امپراطور نورو خپلوانو به خپل کورونه د ماڼيو په شان ښکلي کړل، نو په دې توګه د اشرافيانو کورونه رامنځته شول. نن ورځ په بېجينګ ښار کې د لرغونو اشرافيانو څه دباندې شپېته کورونه ليدل کېږي چې ګونګ وانګ فو هم له دغو څخه يو دی.

د بېجينګ د لرغونو اشرافيانو هغه کورونه چې د چينګ امپراطورۍ لړۍ پر وخت جوړ شوي، ټول د ښار دننه پراته دي. ځکه چې په هغه وخت کې د چين حکومت په بېجينګ ښار کې د وګړيو د استوګنې په اړه جدي محدوديت درلود. د چينګ په امپراطوري لړۍ کې د بېجينګ ښار په مرکزي سيمه کې امپراطورۍ ماڼۍ، دباندی يې امپراطوري ښار ګوټی چې اوسمهال د مرکزي حکومت بېلا بېل وزارتونه په کې جوړ شوي دي، دغه راز د امپراطوري ښار چاپېر چې دننه ښار بلل کېږي او اشرافيان په کې اوسېدل او بهرنۍ برخه يې وه چې په دغه ځای کې د هان قوم او نورو ملي لږکيو وګړي هم اوسېدل.

ګونګ وانګ فو کور چې د شه چا های ډنډ د شمالي غاړې تر څنګ جوړ شوی، په بېجينګ حتی چين کې زيات شهرت لري. دغه کور چې د پخوا په شان ښه ساتل شوی، په ختيځې، منځنۍ او لويديځې برخو ويشل شوی دی. په منځنۍ برخه کې ستر سالون، د سالون تر شا يوه ودانۍ ليدل کېږي چې اوږدوالی يې يو سل او شپېته مترو ته رسېږي او څه باندې څلويښت کوټې لري. په ختيځې او لويديځې برخو کې يې په جلا جلا توګه درې انګړونه جوړ شوي دي. د دغه کور وروستۍ برخه د ګلانو باغ دی چې په شلو بېلو ټوټو ويشل شوی دی.

د چينګ په لړۍ کې دوه مشهور چينايان په ګونګ وانګ فو کور کې اوسېدل چې يو يې هه شن او بل يې يی شين نومېده. هه شن د چين په تاريخ کې په فساد کې ښکېل يو ډېر مشهور لوړ پوړی چارواکی و چې د ده د ژوند پر وخت نوموړي شپاړس مليون ګرامه سپين زر په دغه کور کې زېرمه کړي وو. يی شين د چينګ لړۍ په پای کې يو مشهور اشرافي و چې بهر ته يې د ورخلاصون په اړه زياتې تګلارې جوړې کړې وې.

د ٢٠٠٥ کال د دسمبر په پنځمه نېټه د ګونګ وانګ فو کور د ترميمولو پروژه پيل شوه او د ٢٠٠٧ کال په سپتمبر کې بشپړه شوه چې د چين حکومت په دې برخه کې دوه سوه او اويا مليون يوانه لګولي دي.

دغه ځای د هر کال د مارچ له مياشتې څخه د نوامبر تر مياشتې پورې د هرې ورځې د سهار له اوو نيمو بجو څخه له غرمې وروسته تر څلور نيمو بجو پورې خو د ديسمبر، جنورۍ او فبرورۍ په مياشتو کې د سهار له اته نيمو بجو څخه له غرمې وروسته تر څلورنيمو بجو پورې د عامو وګړو پرمخ پرانستی وي .

د دروازې د ننوتلو تکټ بيه يې څلوېښت يوانه ده. که تاسو وغواړئ نور خدمت ترلاسه کړئ د بېلګې په توګه لارښوونکی، ننداره کتنه او داسې نور، نو بايد يو ګډ تکټ واخلئ چې بيه يې اويا يوانه ده.

 دغه ځای د بيجينګ د بۍ های پارک شمالي دروازې ته نژدې دی نو تاسو کولی شئ لومړی بۍ هاۍ پارک ته ولاړشئ بيا له شمالي دروازې څخه ګونګ وانګ فو په لور وخوځيږئ!


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای