CRI Online

د ښکلي بېجينګ په نوم د سيلانۍ پيژندنې نندارتون د برازيل په ريوجانيرو ښار کې تر سره شو.

cri     (GMT+08:00) 2016-04-19 19:00:22

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ښکلي بېجينګ په نوم د ۲۰۱۶ کال لپاره د بېجينګ د سيلانۍ پيژندنې نندارتون څو ورځې مخکې د برازيل په ريوجانيرو ښار کې تر سره شو چې سږ کال به د اولمپيک لوبې په دغه ښار کې تر سره شي. ۲۰۱۶م کال د بېجينګ او ريوجانيرو ترمنځ د دوستانه ښار په توګه د اړيکو د ټينګېدو له دېرشمې کاليزې سره برابر دی او په روان کال کې به اولمپيک لوبې په دغه ښار کې تر سره شي، نو چين او برازيل هيله لري چې په دې نسبت د سيلانۍ په ساحه کې لا ښه همکاري وکړي، تر څو د دواړو هېوادونو خلکو ته لا زياتې اسانتياوې برابر شي. د بېجينګ د سيلانۍ انکشافي کميټې مدير او د نړيوالو سيلانيزو ښارونو د ټولنې منشي سونګ يو وويل، 

د سيلانۍ پېژندنه يو دايمي بهير دی. اوسمهال د چين او برازيل ترمنځ د تګ راتګ شويو سيلانيانو شمېر د لويو هېوادونو په توګه د دواړو هېوادونو له عمومي نفوسو سره مناسب نه دی. هر کال نورو هېوادونو ته د چيني سيلانيانو شمېر يو سل او لس مليونو تنو ته رسېږي چې دغه شمېر په نړۍ کې لومړی مقام نيسي، خو له دې جملې څخه يوازې اويا او اتيا زره تنه د برازيل سيل کوي. دغه راز، برازيل يو لوی سيلانيز هېواد هم دی، خو هر کال چين ته د دغه هېواد د سيلانيانو شمېر يوازې يو لکو ته رسېږي. نو سيلانيزې څانګې او ارګانونه بايد د پل په شان رول ولوبوي او بايد د پيژندنې کارونه پياوړې کړي، تر څو لا زيات سيلانيان د دواړو هېوادونو ترمنځ تګ راتګ وکړي.

د بېجينګ د سيلانۍ انکشافي کميټې غړيو په ياد نندراتون کې د برازيل دوستانو ته د بېجينګ غني سيلانيزې سرچينې، ګړندی ترافيکي او مخابراتي سيستم او رنګارنګ هوټلونه وروپيژندل. په دې جملې کې د چيني طب او د روغتيا د ساتنې په موخه، د سپورتي لوبو د کتنې په موخه، په نندارتونونو او فېسټېوالونو کې د ګډون په موخه او د کولتوري او هنري نندارو څخه د کتنې په موخه سيلانۍ په عمده توګه وروپيژندل شوې او دا د برازيل د سيلانيزو چارو اکو د پاملرنې وړ ټکي هم وو.

د معلوماتو له مخې، چين ته د منځنۍ او جنوبي امريکا د سيلانيانو د راجلبولو په هکله په بېجينګ کې د ويزې نه پرته په دوه اوياوو ساعتو کې د پاتي کېدو د تګلارې او له چين څخه د وتلو په وخت کې سيلانيانو ته د شيانو د مالياتو د ورکولو د تګلارې په شمول يو لړ مثبتې تګلارې پلې شوې دي. ښاغلي سونګ يو وويل، چې که څه هم د بېجينګ په سيلانيز بازار کې د جنوبي امريکا څخه د سيلانيانو شمېر دومره زيات نه دی، خو په تېرو څو کلونو کې دغه شمېر د ژر زياتېدو په حال کې دی. نو دغه بازار به ښه اينده ولري. د دواړو هېوادونو د سيلانيزو ارګانونو او څانګو ترمنځ له همکاريو څخه پرته، د نړيوالو سيلانيزو ښارونو ټولنه د چين د سيلانۍ د پيژندنې يوه بله صحنه ده. ده وويل، 

د نړيوالو سيلانيزو ښارونو ټولنه د بېجينګ تر لاښوونې لاندې يو غير حکومتي سيلانيز سازمان دی. اوس په کې له يو سل او پنځوسو څخه زيات غړي شته چې له دې جملې څخه دری په څلورمه برخه د نورو هېوادونو سيمې او مشهور سيلانيز ښارونه دي. هيله لرو چې ريوجانيرو د دغې ټولنې يو نوی غړی وګرځي او د دغې ټولنې په صحنه کې به چينايانو ته د ريوجانيرو د پيژندنې په اړه اسانتياوې پيدا شي. دا د خدمت او تبادلې په موخه يوه صحنه ده.

د دغې پيژندنې نندارتون څخه پرته، د ښکلي بېجينګ په نوم د عکسونو او انځورونو يو نندراتون هم په دغه ښار کې تر سره شو. ځايي سيلانيانو په دغو عکسونو کې د بېجينګ ښکلی طبيعت، غني کلتورونه او په زړه پورې دودونه احساس کړل. بر سېره پردې، د ۲۰۱۶م کال د اولمپيک لوبو په موده کې به بېجينګ د ريوجانيرو په عمومي بسونو باندې د اطلاعاتي انځورونو په چاپولو کې پانګونه وکړي، تر څو خلک د بېجينګ سيلاني وپيژني.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای