CRI Online

شيشوانګبانا د سرحدي سيلانۍ د پياوړتيا لپاره تدبير نيسي.

cri     (GMT+08:00) 2016-04-19 19:05:31

د شيشوانګبانا د دای قوم خپلواله ولسوالي د چين په جنوبي برخه په يون نان ولايت کې پرته ده او لاوس، مينمار تايلنډ او ويتنام ته نژدې ده چې له تايلنډ څخه يوازې دوه سوه کيلومتره واټن لري. شي شوانګ په دای ژبه کې دوولس مانا لري او بانا په دای ژبه کې د کوچنۍ اداري سيمې په مانا ده. نو شيشوانګبانا د دوولس کوچنۍ اداري سيمې په مانا ده. شيشوانګبانا په لرغونې دای ژبه کې د اميد لرونکی او عجب مقدس ځای مانا لري. شيشوانګبانا د استوايي باراني ځنګل د په زړه پورې منظرې او د ملي لږکيو دودنو له امله په نړۍ کې شهرت لري او په چين کې يو مشهور سيلانيز ځای هم دی. هر کال د اپريل له ديارلسمې نېټې نه تر پنځلسمې نېټې پورې د دای قوم د اوبه شيندلو اختر وي.

د شيشوانګبانا د نولسمې دورې سرحدي سوداګريز او سيلانيز نندارتون د اپريل په ديارلسمه نېټه د دغې ولسوالۍ د نړيوالو غونډو په مرکز کې پرانيستل شو. د دغې ولسوالۍ ګوندي مشر چن يو هوګ ، د لاوس د شالي والي خامجان وونګفوسي او په کون مينګ ښار کې د ماليزيا، کمبوديا، ويتنام، تايلنډ او مينمار په شمول د يو شمېر هېوادونو کونسلانو په پرانيستونکو مراسمو کې ګډون درلود.

د شيشوانګبانا د مشر مرستيال تانګ جيا هوا په پرانيستونکو مراسمو کې وويل، چې شيشوانګبانا د جنوب ختيځي اسيا له هېوادونو سره نژدې ده، يو شان قومونه لري او نژدې کولتور هم لري. ياد نندارتون به د جغرافيايي غوره والي له لارې د دې سيمې د اقتصاد او ټولنې پرمختګ پياوړی کړي.

د ويتنام، لاوس، کنبوديا، تايلنډ، مينمار، اندونيزيا، ماليزيا، هند، پاکستان او جنوبي کوريا په شمول د اوولسو هېوادونو او سيمو د تصديو او شرکتونو استازو په دغه پنځه ورځني نندراتون کې ګډون درلود چې د تېر کال په پرتله درې هېوادونه پکې زيات وو.

د دغه نندارتون په مرکز کې دوه سوه او اته څلوېښت څوکۍ شته چې له دې جملې څخه يو سل او نهه اويا څوکۍ د بهرنيو شرکتونو لخوا نيولشوي، او د مرکز په بهر کې يو سل او ديارلس څوکۍ شته. په دغه نندارتون کې په عمده توګه د لرګيو توليدات، قيمتي ډبرې، لاسي هنري توليدات، د ښځو د ښکلا او سينګار سامان، قومي جامۍ او خوراکونه وښودل شول. د بېلګې په توګه د ويتنام د لرګيو توليدات، د کنبوديا نقرايې هنري توليدات، د تايلنډ څرمنيز شيان، د مينمار قيمتي ډبرې او داسې نور. دغه راز، په دغه نندارتون کې د چين يو شمېر ځانګړتيا لرونکي توليدات هم وښودل شول. مثلا، د يون نان ولايت ځانګړتيالرونکي توليدات، وچې ميوې، د کورني بريښنايي سامانونه، د ژوند سامانونه، چای، ايکولوژيکې کرنيز توليدات او داسی نور.

 

د دغه نندارتون سرليک ورخلاصون او پرمختګ، همکارۍ او ګډې ګټې، متقابل امتياز او ګډه سمسورتيا ده. د عمومي سوداګرۍ خدمتي توان پياوړتيا او د بريښنايي سوداګرۍ پرمختګ د دغه نندارتون د ليدو وړ ټکی دی.

د معلوماتو له مخې، د اپريل تر لسمې نېټې پورې په دغه نندارتون کې دوولس پروژې لاسليک شوې چې عمومي پانګونې يې لس مليارډو او دوه سوه او پنځوس مليونو يوانو ته رسېږي او په بيولوژيکي ساينس او تخنيک، نوی ډول انرژۍ، روغتيا او طب، سيلانۍ او کولتوري او عصري خدمتونو پورې اړه لري.

سږ کال د دای قوم د جنترۍ يو زر درې سوه او اته اويايم کال دی، د اپريل پنځلسمه نېټه د دای قوم د جنترۍ له مخې د نوی کال ورځ وه او ځايي اوسيدونکو د اوبو لګولو له لارې دغه ورځ ولمانځله. کله چې سيلانيان په دې وخت کې شيشوانګبانا ته سفر وکړي، له ګوټ ګوټ څخه د نيکمرغې فضا احساسولی شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای