CRI Online

د فو جيان ولايت په فو دينګ ښار کې د سپين چای د کولتور سره ټاټوبی.

cri     (GMT+08:00) 2016-05-03 20:55:34

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د فو جيان ولايت فو ديانګ ښار د سپين چای د ټاټوبي په توګه بلل کېږي. په دې ځای کې د سپين چای د لاسي چمتو کولو کولتور او تخنيک نسل په نسل په ښه توګه ساتل شوی دی.

د دا چين په نوم د سپين چای اډه چې په ۱۹۷۱کال کې جوړه شوې، درې سوه کارکوونکي لري. دغې اډې د اوو لکو يوانو په پانګه اچولو سره عصري تجهيزات اخيستي دي او د چای د روزلو او توليدولو هره يوه مرحله يې تر څارنې لاندې ده. په دې ځای کې د چای د روزلو په بهير کې د چای د ښه کيفيت د ساتلو لپاره د مضرو خزندو درمل نه کارول کېږي. د چای د چمتو کولو بهير د لرغونی معيار سره سم تر سره کېږي او ټول وسايل يې د طبيعي او له لرګيو څخه جوړ شوي دي. د دا چين په نوم د شرکت مشرې چن ينګ وويل، چې د چای بوټي نه يوازې پاکې هوا او تېز لمر ته اړتيا لري، بلکې چمتو کوونکي د چمتو کولو په بهير کې د خپلو لاسونو له لارې ځايي کولتور او احساس خپروي.

د ليو مياو په نوم تصدي د سپين چای د چمتو کولو په چارو کې ډېر شهرت لري او په دې ساحه کې تر ټولو ډېره لويه او مشهوره تصدي هم ده. دغه تصدي د ۲۰۰۸کال د بېجينګ د اولمپيک لوبو ملګرې تصدي هم وه. د دغې تصدۍ مشر چوانګ چانګ چيانګ وويل، چې دغه تصدي تجهيزات او اداري افکار عصري دي. د چای د توليدولو په هره يوه مرحله کې لوړ معيار پلې کېږي او هر کارکوونکي تر خپلې وسې پورې د چای اخيستونکو ته ډېر ښه خدمت وړاندې کوي.

د فو دينګ ښار بای ليو کلی په چين کې د سپين چای د لومړي کلي په توګه بلل کېږي. په دې کلي کې زموږ د راډيو خبريالانو د سپين چای د چمتو کولو د تخنيک په اړه د دولت په کچه د غير مادي کولتور ميراث له خپروونکي می شيانګ جينګ سره مرکه وکړه. سپين ږيري می شيانګ جينګ چې اوس يې عمر شپږ اويا کلونو ته رسېدلی، پخپله خبريالانو ته د سپين چای د چمتو کولو لرغوني تخنيک څرګند کړ.

چي شي کلی د فو دينګ ښار يو بل ښکلی او مشهور کلی هم دی چې د تای لاو غره په جنوب لويديځه برخه کې پروت دی او د فو دينګ ښار له مرکز څخه پنځه شپيته کيلومتره واټن لري. دغه کلی د شه قوم استوګنځای دی. دغه کلی د تای لاو غره د طبيعت لرونکې سيمې مرکز دی چې د دولت په کچه پنځه اې درجه لرونکی دی. دېرش کاله مخکې دغه کلی ډېر بې وزلی کلی و. خو اوس دغه کلی په چين کې د ملي لږکيو د ځانګړتيا مشهور سيلانيزه نمونه ده او د سيلانۍ له لارې د بېوزلۍ د له منځه وړلو ازمويښتی کلی هم دی. په ۲۰۱۵ کال کې د دغه کلي کلني ګټې درې سوه او شل زره يوانو ته رسېدلي دي او په هر سر منځنۍ ګټې يې ديارلس زره شپږ سوه او نهه څلوېښت يوانه و . ويل کېږي چې د دغه کلي پرمختګ د چای له چارو سره نژدې اړيکې لري. په دغه کلي کې د شديارو ځمکو پراخوالی دری نوي هېکتاره دي چې له دې جملې څخه اته شپېته هېکتاره کې د چای کرکيله کېږي. ځوان دو ينګ په دغه کلي کې لومړی سړی دی چې له پوهنتون څخه له فارغېدو وروسته په دغه کلي کې خپلې چارې تر سره کوي. په ۲۰۱۳ کال کې د ګوانګ شي د جوانګ قوم خپلواکې سيمې له دارالمعلمين څخه د فارغېدو وروسته يې پريکړه وکړه چې بيرته ټاټوبي ته راستون شي او خپلې چارې کلي کې پرانيزي. هغه د سپين چای يو شرکت جوړ کړ چې لس کارکوونکي لري. بر سېره پردې، هغه په انټرنيتي شبکه کې د چای د پلورنې دوکان هم پرانيستلی او سوداګري يې ډېره ښه ده. سپين چای د فو دينګ د خلکو په ژوند کې يوه مهمه برخه ده او د ځايي اقتصاد بنسټ هم دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای