CRI Online

د موټر په چلولو سره د شينجيانګ سيل

cri     (GMT+08:00) 2016-05-03 20:58:01

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د شينجيانګ اويغور خپلواکه سيمه د چين په شمال لويديځه برخه کې پرته ده او په چين کې د ولايت په کچه تر ټولو ډېره لويه سيمه ده چې پراخوالی يې يو سل او شپږ شپېته مربع کيلومتره دي. په شنجيانګ کې د سرحدي کرښې اوږدوالی له پنځه زره او شپږ سوه کيلومترو نه زيات دی او دغه سيمه روسيې، قزاقستان، قرغيزستان، تاجکستان، پاکستان، مغوليستان، هند او افغانستان ته نژدې او هم ورسره سرحدي کرښې لري. شينجيانګ په لرغونې ورېښمو لاره کې يو مهم تمځای و او ډېر ارزښتناک ستراتيژيک مقام نيسي. په دغه سيمه کې د اويغور، هان، هوی، تاجک او مغولي په شمول اووه څلوېښت قومونه ژوند کوي.

د ۲۰۱۶م کال لپاره د ورېښمو لارې پر غاړه د موټر په چلولو سره د شينجيانګ درې سيلانيزې کرښې د اپريل په نولسمه نېټه په بېجينګ کې وټاکلې او خپرې شوې. دغه درې کرښې داسې دي: د تيان شان غره څخه په تېرېدو سره قزاقستان ته د سفر کرښه، د پامير لوړې سيمې څخه په تېرېدو سره تاجکستان ته د سفر کرښه او د ارتای غره څخه په تېرېدو سره د چين، روسيې، قزاقستان او مغولستان د سيل کرښه ده. له دې جملې څخه د تيان شان غرنۍ لاره چې د نړيوال کولتوري ميراث په توګه ټاکل شوی، د ليدو وړ ټکی دی.

شينجيانګ د ورېښمو لارې په اوږدو اقتصادي کمربند کې د سيلانيز مرکز په توګه د اسيا او اروپا د لويې وچې په مرکز کې پروت دی او غوره جغرافيايې مقام نيسي چې غني سرحدي او بندري سرچينې لري. ويل کېږي چې شينجيانګ د ورېښمو لارې په اوږدو اقتصادي کمربند کې د چين او بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ عمده ټکی دی. د يادو دريو کرښو سره سم به سيلانيان له شينجيانګ څخه روسيې، قزاقستان، قرغيزستان، تاجکستان او مغوليستان ته سفر کولای شي، د دې ترڅنګ سيلانيان د سفر په ترڅ کې د تيان شان غرنۍ لارې، د پامير لوړې سيمې او د ارتای غره د په زړه پورې طبيعي منظرې او ځانګړي دودونه او کولتورونه کتلی شي.

د ۲۰۱۴م کال کال د جون په دوه ويشتمه نېټه د چين، قزاقستان او قرغيزستان لخوا د ګډو غوښتنو سره سم د تيان شان غرنۍ لاره د نړيوال کولتوري ميراث په توګه

 

وټاکل شوه چې دا لومړی ځل و چې د څو هېوادونو د غوښتنو سره سم دغه شان ميراث وټاکل شو. په شينجيانګ کې د موټر په چلولو سره د سيلانۍ ټولنې سرمنشي هه منګ شيوان وويل، چې د يادې کرښې سره سم به سيلانيان د موټر په چلولو سره د ورېښمو لارې پر غاړه د چين، قزاقستان او قرغيزستان کولتوري ميراثونه ليدلی شي. ويل کېږي چې يادې درې سيلانيزې کرښې نه يوازې د چين او د منځنۍ اسيا د بېلا بېلو هېوادونو ترمنځ سيلانيز بازار سمسور کړي، بلکې د اړوندو هېوادونو ترمنځ د کولتوري تګ راتګ لپاره يوه ښه صحنه برابر کړي.

د شينجيانګ د سيلانۍ ادارې يوه چارواکي ويلي چې يادې درې سيلانيزې کرښې به د ورېښمو لارې تر عنوان لاندې د شينجيانګ د نړيوال سيلانيز مارک د جوړولو لپاره نوی مبدا وګرځي او په نړيوال سيلانيز بازار کې به د شينجيانګ د سيالۍ قوت د پياوړتيا لپاره ګټور وي.

د معلوماتو له مخې، په ۲۰۱۵م کال کې د شينجيانګ سيلانيزو چارو چټک پرمختګ موندلی دی او سيلانيزې ګټې يې له سلو مليارډو يوانو نه زياتې وې. د ۲۰۱۵ م کال نړيوالې ازادۍ سيلانۍ راپور سره سم، په چين کې د موټر په چلولو سره سيلاني منظرې لرونکو سيمو ته د سيلانيانو د تللو عمده ډول دی چې په عمومي سيلانيانو کې د پنځه اوياوو سلنې برخې سيلانيان دغه شان سيلاني انتخابوي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای