CRI Online

د سيلانۍ نړيواله غونډه کې د بېجينګ اعلاميه خپره شوه.

cri     (GMT+08:00) 2016-05-31 20:48:36

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د سيلانۍ نړيواله غونډه د مې په اتلسمه نېټه په بېجينګ کې جوړه شوه. د يو سل او اوو هېوادونو استازي په بېجينګ کې راغونډ شوي و او د سيلانۍ له لارې د سولې او پرمختګ پر پياوړتيا يې بحث وکړ. د برخوالو په اند، د سيلانۍ پرمختګ د سولې او پرمختګ د پياوړتيا او د بې وزلۍ د له منځه وړلو لپاره ګټور دي. نو بېلا بېل هېوادونه غواړي د نړيوالې سيلانۍ د پر له پسې پرمختګ لپاره ګډ کوښښونه وکړي.

د دغې غونډې د کوربه هېواد په توګه د چين د سيلانۍ پرمختګ د ليدو او پام وړ دی. د م م د سيلانۍ د نړيوال سازمان د شمېرنې له مخې، له دوه زره دوولسم کال راپدېخوا، چين په مسلسلو څو کلونو کې په نړۍ کې تر ټولو ډېر لوی هېواد ګرځېدلی دی او په نورو هېوادونو کې يې سيلانيز مصرف ډېر زيات دی. په منځني کلني نړيوالو سيلانيزو ګټو کې ديارلس سلنه له چين څخه راغلي. د سيلانيزې زمانې په رارسېدو سره سيلاني د چين د اقتصاد او ټولنې په پرمختګ کې لا مهم رول لوبوي. د شمېرنې له مخې، د چين د کورنيو توليداتو په عمومي اندازه کې لس اعشاريه اته سلنه برخه نيسي او په سيلانيزو چارو کې کاري فرصت په عمومي کاري فرصت کې لس اعشاريه دوه سلنه نيسي. د چين د سيلانۍ دولتي ادارې مشر لي جين ځاو وويل،

په مشخصه توګه، لومړی، بايد د ترافيک، اوبو لګولو او د ښارونو د ابادۍ په برخو کې منابع ميشت کړو، تر څو د سيلانۍ له لارې اقتصادي او ټولنيز پرمختګ پياوړی شي. دوهم، د منظره لرونکو سيمو د معيار سره سم دې عمومي لايحې جوړې کړو، تر څو عمومي خدمتونه پياوړی شي. درېيم، د سيلانۍ عمومي ادارې سيسټم دې بشپړ شي، تر څو د سيلانۍ له لارې د ټولنې عمومي ادارې پياوړی شي. څلورم، د سيلانۍ پر بنسټ د نورو ساحو پرمختګ دې پياوړې شي، تر څو د نورو چارو او سيلانۍ ترمنځ د همکاريو له لارې د سيالۍ قوت پياوړې شي. پنځم، ټول خلک بايد له سيلانۍ څخه ګټه واخلي، په تېره بيا، د سيلانۍ له لارې دې د خلکو ژوند ښه شي.

دغه راز، د چين حکومت پلان لري چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د سيلانۍ له لارې د بې وزلۍ د له منځه وړلو په هکله له څوارلسو مليونو کسانو سره مرسته وکړي چې دغه شمېر د چين په هغو کسانو کې شل سلنه نيسي چې له بې وزلۍ څخه وتلي او شتمن شوی دی.

ښاغلي لي جين ځاو د نړيوالو سيلانيزو پانګونو په اړه د چين د پلان يادونه وکړه. هغه وويل، چې چين به د چيني او بهرنيو سيلانيزو شرکتونو ترمنځ د خبرو اترو، سيمينارونو، فورمونو او مباحثوي غونډو له لارې تصديو ته ښې زمينې برابرې کړي. د دې ترڅنګ، په راتلونکو پنځو کلونو کې به له يو سل او پنځوسو مليونو تنو نه زيات چينايان د يو کمربند او يوې لارې پلان په اړه هېوادونو ته سفرونه وکړي او د اټکل له مخې، سيلانيز مصرف به يې دوو سوو مليارډو امريکايې ډالرو ته ورسېږي. بر سېره پردې، چين غواړي له مختلفو هېوادونو سره د نړيوال سيلانيز بازار د پراخېدو لپاره کوښښ وکړي. ده وويل، 

په راتلونکو پنځو کلونو کې به په نورو هېوادونو کې د چيني سيلانيانو شمېر له شپږ مليونو تنو نه زيات وي. موږ غواړو له بېلا بېلو هېوادونو سره يو ځای د نړيوال سيلانيز بازار د پراخېدو لپاره هڅې وکړو، د سيلانيانو د امنيت، اسانتيا او خوښ ساتلو په موخه د ويزې د اخيستلو محدوديت به کم کړو، چين ته د ننوتلو او وتلو مرحله ساده کړو، په چين کې د بېلا بېلو منظره لرونکو سيمو ترمنځ د ترافيک او لارو واټن او وخت کم کړو او د سيلانيانو د سيلانيزو لګښتونو د کمښت لپاره به زيار وباسو.

د معلوماتو له مخې، په ياده غونډه کې د سيلانۍ د پرمختګ په اړه د بېجينګ اعلاميه خپره شوه. د سيلانۍ نړيوال سازمان سرمنشي تاليب ريفا وويل،

په دغه اعلاميه کې د سيلانۍ له لارې د نړۍ او راتلونکی د ښه کېدو پلان جوړ شوی. په دغه اعلاميه کې يادونه شوې چې زموږ د ګډو کوښښونو له لارې به سيلاني تر ۲۰۳۰م کاله پورې د پر له پسې پرمختګ اجنډا يوه مهمه زمينه برابره کړي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای