CRI Online

د چينګ های او تبت ترمنځ اوسپنيزه لاره د تبت د سيلانيز پرمختګ خوځنده ځواک دی.

cri     (GMT+08:00) 2016-07-27 20:55:34

د ۲۰۰۶م کال د جولای په لومړی نېټه د چينګ های او تبت ترمنځ اوسپنيزې لارې چې د اسماني لارې نوم هم يادېږي، په رسمي توګه په کار پيل وکړ. دغه اوسپنيزه لاره نه يوازې هغه تاريخ بدل کړ چې په تبت کې اوسپنيزه لاره نه شته، بلکې د تبت د سيلانيزو چارو او حتی د اقتصاد د پرمختګ خوځنده ځواک هم ګرځېدلې ده.

د بېجينګ ښاري اوسيدونکي چن څو ورځې مخکې له خپل پلار سره يو ځای د اورګاډي له لارې تبت ته سفر وکړ. دوی لومړی د چينګ های ولايت مرکز شي نينګ ښار ته ولاړل او د اورګاډي له لارې له شي نينګ څخه د تبت مرکز لاسا ښار ته ورسېدل. ښاغلي چن د دغې اوسپنيزې لارې پر غاړه د طبيعي منظرو لوړه ستاينه وکړه.

په واورو پوښل شوي غرونه، دښتې او جهيلونه مو وليدل چې منظرې يې د عکسونو په شان دي. ډېر ښکلي او په زړه پورې دي.

د ښاغلي چن پلار چې عمر يې شپيته کاله دي، د اوږدې مودې راهيسې، يوه هيله لري چې تبت ته سفر وکړي. خو اندېښمن دی چې د لا سا جګوالی ډېر لوړ دی، نو روغتيا ته يې کوم زيان ورسوي. د الوتکې په پرتله اورګاډي لا ښه انتخاب دی چې سيلانيان د اورګاډي د حرکت په ترڅ کې په وار سره د جګوالي له لوړتيا سره بلدېږي. د ښاغلي چن پلار وويل، 

د اورګاډي له لارې د سفر په ترڅ کې جګوالی ورو ورو لوړېږي، نو بدن می هيڅ د درد احساس نه لري، روغتيا مې ښه وی.

د معلوماتو له مخې، د چينګ های او تبت ترمنځ د اوسپنيزې لارې اوږدوالی يو زر نهه سوه او شپږ پنځوس کيلومتره دی. په تېرو لسو کلونو کې د دغې اوسپنيزې لارې شرکت په عمومي توګه يو سل او پنځلس مليونه مسافرين او د څلور زره او اته څلوېښتو ټنو په وزن مالونه لېږدولي دي. په دې نسبت لا زيات سيلانيان تبت ته سفر کوي.د تبت د يو سيلانيز شرکت کارکوونکي وويل،

زموږ د شرکت د شمېرنې له مخې، زموږ د شرکت په عمومي سيلانيانو کې شپيته او اويا سلنه سيلانيان د چينګ های او تبت ترمنځ د اوسپنيزې لارې له لارې تبت ته لاړ دي.

د سيلانيانو د زياتوالي سره سم، په تبت کې د سيلانۍ، راسټورنټ او دوکان په اړه چارو چټک پرمختګ موندلی دی. د دغې اوسپنيزې لارې پر غاړه مالداران او بزګران په خپلو کورونو کې هوټلونه پرانيستي، ګټې يې لوړې شوی او ژوند يې ښه شوی دی.

د تبت د لي جي ښار د مي لين ولسوالي د چيونګ لين کلي اوسيدونکي لين دونګ چې لوه با قوم وکړی، پخوا د موټر د چلونکي په توګه کار کاوه او عايدات يې زيات نه و. څو کاله مخکې، د سيلانيانو د زياتوالي له امله يې د لوه با قوم يو ځانګړتيا لرونکی هوټل پرانيستی دی. ده وويل،

زموږ د چيونګ لين کلي په عمومي نفوس کې نهه نوي فيصده لو با قوم وګړي دي. زما په اند، سيلاني يو ډېر ښه فرصت دی، نو ومې غوښتل چې دغه فرصت ونيسم او زموږ د قوم په لارښوونې سره د شتمنۍ په لاره کې ګام پورته کړم. نو د امانت په توګه مې له دوستانو او خپلوانو څخه د شاوخوا پنځه لکه يوانو په ارزښت پيسې راټولې کړې او اوسنی هوټل مې پرې پرانيست.

يوازې څو کاله تېر شوي، د لين دونګ هوټل سمسور شوی دی چې هر کال د ده ګټې کابو يو لک يوانو ته رسېږي. د ده تر لارښوونې لاندې په دغه کلي کې د خلکو ژوند هم شتمن شوی دی.

د تبت د سيلانۍ ادارې د شمېرنې له مخې، د دغې اوسپنيزې لارې په کار له پيل راهيسې، په لسو کلونو کې په تبت کې د سيلانيانو شمېر له يو مليونه او اته لکه تنو نه شل مليونو تنو ته زيات شوی دی د سيلانۍ ګټې له يو مليارډو نهه سوه او څلوېښت مليونو يوانو څخه اته ويشت مليارډو يوانو ته رسېدلی دی.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای