CRI Online

د شينجيانګ د ايلي د قزاقي خپلواکې سيمې سيل

cri     (GMT+08:00) 2016-08-30 20:08:19

د ايلي د قزاقي خپلواکه سيمه د چين د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې په لويديځه برخه کې او د تيان شان غره په شمالي برخه کې پرته ده. دغه خپلواکه سيمه په ۱۹۵۴م کال کې جوړه شوې ده او د ښار په کچه ده. ايلي قزاقستان ته نژدې ده او هورګوس بندر چې په چين کې تر ټولو ډېر لوی ځمکنی بندر دی، د دغې سيمې په لويديځه خوا کې پروت دی. د قزاقي، هان، اويغور، هوي او مغولي په شمول د اووه څلوېښتو قومونو خلک په دې سيمه کې ژوند کوي. د ايلي سيمې نوم د ايلي سيند څخه اخيستل شوی دی.

اينينګ ښار د ايلي سيمې مرکز دی. دغه ښار په شينجيانګ کې تر ټولو ډېر لوند ښار دی چې هر کال د دې ځای د باران او واورو د اوريدو منځنۍ اندازه له دوه سوو ميلي مترو نه تر دری سوو ميلي مترو پورې ده. دغه راز، د هر کال د تودوخې منځنۍ کچه يې د سانټېګراد په حساب اته درجې ده، ويل کېږي چې هوا يې مناسبه ده. په اينينګ ښار کې هوايي ميدان شته، نو سيلانيان د الوتکو له لارې دغې سيمې ته تللی شي. هره ورځ له اوروموچي څخه اينينګ ښار ته د الوتکو الوتنې شته، بر سېره پردې، له بېجينګ څخه اينيګ ښار ته د الوتکې کرښه هم شته. هوايي ميدان د اينينګ ښار له مرکز څخه پنځه کيلومتره واټن لري. سيلانيان د عمومي بس له لارې د هوايي ميدان او مرکز ترمنځ تګ راتګ کولای شي. د اوروموچي او اينينګ ترمنځ اوسپنيزه لاره د ۲۰۱۰م کال په جولای کې په رسمي توګه په کار ولوېده. بر سېره پردې، په ايلي سيمه کې د سړکونو شبکه هم بشپړه شوې ده. سيلانيان د عمومي بسونو له لارې د شينجيانګ د نورو ځايونو او ايلي ترمنځ تګ راتګ کولای شي. د اينينګ په ښار کې د ټکسي بيه دا ده چې پر لومړيو دريو کيلومترو پنځه يوانه دي، وروسته بيا دا بيه لږ څه کمه او ټيټېږي.

د ګوناس دښته

د ګوناس دښته د اينينګ ښار په ختيځه خوا د ګوناس سيند پر غاړه پرته ده. ګوناس سيند د تيان شان غره څخه دغې دښتې ته رسېږي او د دغې دښتې سرچينه هم ده. د دغې دښتې پراخوالی له درې پنځوس زره هېکتارو نه زيات دی. ځکه چې د اوبو سرچينه يې کافي ده، نو په دغه دښته کې واښه او ونې ښه ساتل کېږي او طبيعت يې ډېر په زړه پورې دی.

کلاجون دښته

د چين د ورېښمو لرغونې شمالي لاره له کلاجون دښتې څخه تېر شوې ده. دغه دښته په ۲۰۱۳م کال کې د م م د تعليم، ساينس او کولتور سازمان لخوا د نړيوال طبيعي ميراثونو په لېست کې شامله شوه. د دغې دښتې د منظره لرونکې سيمې د ټکيټ بيه اتيا يوانه دي او په منظره لرونکې سيمه کې د عمومي موټرونو د تګ راتګ لپاره بيه نوي يوانه دي. سيلانيان د قزاقي قوم په خېمو کې اوسېږي او د يو سړی لګښت شاوخوا پنځوس يوانه دي.

د هورګوس بندر

د هورګوس بندر په چين کې تر ټولو ډېر لوی ځمکنی بندر دی او د چين او قزاقستان په سرحدي سيمه کې پروت دی. سيلانيان له دې بندر څخه قزاقستان ته کتلی شي.

د (( ګوه ځي ګوو)) دره

د (( ګوه ځي ګوو)) دره چې د ايلې سيمې د قورغاس ولسوالۍ په شمال ختيځې برخه کې پرته ده، د ايلي سيمې د يوې دروازې په توګه بلل کېږي او په لرغونې زمانه کې د ورېښمو شمالي لارې يو مهم بندر او د منځنۍ اسيا او اروپا ترمنځ يوه دروازه هم وه. د دغې درې اوږدوالی اته ويشت کيلومتره دي. په دغه دره کې ډېرې زياتې وحشي ميوې ونې شته. دغه راز، زيات وحشي حيوانات هم پکې ژوند کوي. طبيعي منظره يې ډېره په زړه پورې ده. د اوروموچي او اينينګ ترمنځ سړک هم له دغې درې څخه تېرېږي، نو سيلانيان په موټر کې د دغې درې له منظرې خوند اخيستلی شي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای