CRI Online

د شان شي د تای بای غره سيل

cri     (GMT+08:00) 2016-09-02 19:57:20

تای بای غر چې د چين د شان شي ولايت د باو جي ښار په مې ولسوالي کې پروت دی، جګوالی يې د سمندر له سطحې څخه درې زره او اووه سوه او يو اويا متره دی او د چين د لويې وچې د چينګ های او تبت د لوړې سيمې په ختيځه برخه کې تر ټولو ډېره لوړه څوکه ده. دغه غر د چين د چن لينګ غرنۍ سلسلې يوه عمده څوکه هم ده. سيلانيان له دغه غره څخه د سيل په ترڅ کې ځانګړې جغرافيايي بڼې او په زړه پورې طبيعې منظرې ليدلی شي. څرنګه چې جګوالی يې لوړ دی، نو په تای بای غره کې نه يوازې د کرې د څلورم يخچال په زمانه کې رامنځته شوی طبيعت او په لوړه غره باندې جهيل ليدل شي، بلکې رنګارنګ عجيب وحشي نباتات او حيوانات هم ليدل کېږي. بر سېره پردې، په دغه غره کې د تودو اوبو سرچينې غني دي، نو د روغتيا د ساتنې او ساعت تيرۍ په برخه کې غوره والی لري. په تېرو څو کلونو کې د تای بای غره د منظره لرونکې سيمې کميټې د نهه مليارډو يوانو په ارزښت پانګونې راجلبې کړې دي او د کوچنۍ کښتۍ په وسيله د لښتي پر مخ د خوځېدلو د ستېشن، د سکی وهلو ميدان، سپورټي باغ او د طبيعي تودو اوبو په وسيله د ځان پرېمينځلو مرکز په شمول ګڼ شمېر سيلانيزې پروژې جوړې کړې دي. اوسمهال يادې پروژې د سيلانيانو د راجلبولو نوی ټکی ګرځېدلی او د ځايي سيمې د اقتصاد د زياتوالی نوی خوځنده ځواک هم ګرځېدلی دی. د سږ کال په مې مياشت کې د تای بای غره په لمن کې د تودو اوبو د لوبو يو مرکز په کار اچول شوی دی. هره ورځ زرګونه سيلانيان په دې ځای کې لوبې کوي. ځکه چې تودې اوبه طبيعي سرچينه ده، نو دغه مرکز په څلورو فصلونو کې سيلانيانو ته خدمت کوړاندې ولای شي.

سيلانيانو ته د لا ښه خدمت ورکولو لپاره د دغې منظره لرونکې سيمې د ادارې څانګې د اساسي تأسيساتو د ابادولو لپاره زيات کارونه کړي دي. دوی لومړی سړک ترميم کړ او منظره لرونکې سيمې ته د ننوتلو او تللو په هکله يې دوه سوه خاص سيلانيز بسونه هم اخيستلي دي. په دغه منظره لرونکې سيمه کې سيلانيان نه يوازې د قدم وهلو له لارې په غره کې ګرځېدلی شي، بلکې له ځمکې څخه د هوايي ګاډۍ له لارې د درې زره او پنځه سوه او يوولس مترو په جګوالي څوکې ته تللی شي. بر سېره پردې، په دغه منظره لرونکې سيمه کې انټرنيټي شبکه هم بشپړه شوې ده، سيلانيان د دغې سيمې په ګوټ ګوټ کې د انټرنيټي شبکې له لارې تماس نيولی شي.

دغه راز، په دغه منظره لرونکي سيمه کې د بېلا بېلو کچو هوټلونه هم شته. سيلانيان پخپله انتخاب کولای شي. ويل کېږي چې د تای بای غره منظره لرونکې سيمه د سيل، لوبو، سپورټ او ساعت تېرۍ په شمول عمومي سيلانيز مرکز ګرځېدلی دی.

د اساسي تأسيساتو د بشپړتيا او د خدمتي سويې د لوړتيا سره سم، په تېرو څو کلونو کې د تای بای غره په سيمه کې سيلانيزو چارو چټک پرمختګ موندلی دی. تېر کال په دغه منظره لرونکې سيمه کې د سيلانيانو شمېر د وړم کال په پرتله درې څلوېښت سلنه زيات او سيلانيزې ګټې يې د وړم کال په پرتله اته څلوېښت سلنه زياتې شوې دي. د سږ کال په لومړۍ نيمايې کې د سيلانيانو شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې شپېته زيات شوی دی. د دغې منظره لرونکې سيمې د ادارې کميټې مرستيال چن شياو پينګ وويل، چې دغه سيمه د دولت په کچه د پنځه ای په درجه د سيلانيزې سيمې د ابادولو لپاره هڅه کوي.

سيلانيان د الوتکو، اورګاډيو او موټرونو له لارې لومړی شي ان او باو جي ښار ته تللی شي او بيا د عمومي بسونو له لارې تای بای غره ته تللی شي. د تای بای غره د منظره لرونکې سيمې د ټکيټ بيه سل يوانه ده، که سيلانيان د انټرنيټ له لارې ټکيټ واخلي، بيه يې لږ څه ټېټه ده چې ښايي نوی يوانه وي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای