CRI Online

د شينجيانګ د باينغولن د مغولي خپلواکې سيمې سيل

cri     (GMT+08:00) 2016-09-12 17:52:54

د باينغولن مغولي خپلواکه سيمه د چين د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې په جنوب ختيځه برخه کې پرته ده. د باينغولن مرکز کورلا ښار دی. ختيځ خوا ته يې د چين ګان سو ولايت او چينګ های ولايت، جنوب خوا ته يې کونلونګ غر او تبت، لويديځ خوا ته يې خوتان، اقسو سيمې او شمال خوا ته يې ايلي، اوروموچي پراته دي. په باينغولن کې د نفتو غني زېرمې شته او د لمر کافي انرژۍ هم لري. دغه راز، په دې ځای کې طبعيې منظرې هم په زړه پورې دي.

هره ورځ له اوروموچي څخه کورلا ته مسافرين وړونکې الوتکې پروازونه کوي. بر سېره پردې، سيلانيان د الوتکو په وسيله له بېجينګ، چنګ دو او جي نان څخه کورلا ته ځي. دغه راز، سيلانيان د اورګاډيو له لارې له اورموچي څخه کورلا ته هم تللی شي. د اورموچي او کورلا ترمنځ د سړک اوږدوالی څلور سوه او يو اويا کيلومتره دی. سيلانيان د عمومي بسونو له لارې د کورلا او د شينجيانګ د نورو ځايونو ترمنځ تګ راتګ کولای شي. د کورلا په ښار کې ترافيک د اسانتيا وړ دی. سيلانيان د لومړی نمبر بسونو په وسيله د اورګاډيو سټيشن او د عمومي بسونو سټېشن ته ځي او د شپږم نمبر بسونو له لارې هوايي ميدان ته ځي. په دغه ښار کې د ټکسي بيه پر لومړيو دريو کيلومترو پنځه يوانه دي.

بوستن جهيل

بوستن په اويغوري ژبه کې د سمسور ځای مانا لري. دغه جهيل د چين په وچه کې تر ټولو د خوږو اوبو تر ټولو لوی جهيل دی. اوږدوالی يې اته پنځوس او سور يې اته ويشت کيلومتره دي. پراخوالی يې نهه سوه او اتيا مربع کيلومتره دی. دغه جهيل په دوه زره او څوارلسم کال کې د دولت په کچه د پنځه اې په درجه منظره لرونکې سيمې په توګه وټاکل شو. د منظره لرونکې سيمې د ټکيټ بيه پنځه څلويښت يوانه دي. دغه راز، سيلانيان د دغه جهيل په لويديځه خوا د (( شي های يو څون )) په نوم کلی ته سفر کولای شي او هلته کولی شي د بوستن کبانو کباب وخوري. دغه کلي ته د ټکيټ بيه دېرش يوانه دي. د کورلا د پوستې خانې د دروازې په وړاندې بوستن ته د تګ راتګ د بسونو سټېشن شته. هره ورځ دغه بسونه د شپږو ځلو لپاره د کورلا او بوستن ترمنځ تګ راتګ کوي.

باينبروک دښته

باينبروک دښته د باينغولن سيمې د هه جينګ ولسوالۍ په قلمرو کې پرته ده. جګوالی يې د سمندر له سطحې څخه دوه زره او پنځه سوه متره دي. پراخوالی يې درويشت زره اته سوه او پنځه دېرش مربع کيلومتره دي چې دا په چين کې دوهمه لويه دښته ده. باينبروک په مغولي ژبه کې د خوږې چينې مانا لري. دغه دښته په شينجيانګ کې د مالدارۍ عمده مرکز هم دی. د چين د کرهنيزې جنترۍ له مخې د هر کال د جون له څلورمې نېټې څخه د نادام په نامه د مغولي قوم عنعنوي فېسټېوال پيل کېږي. سيلانيان د په زړه پورې منظرې د کتلو تر څنګ د مغولي قوم کولتور هم احساسولی شي.

((تيان عه هو)) جهيل

(( تيان عه هو)) جهيل په باينبروک دښته کې پروت دی. (( تيان عه)) په چيني ژبه کې د اسماني بته مانا لري. دغه جهيل په چين کې د اسماني بتو د ساتلو په هکله لومړی ساتونکې سيمه ده. د هر کال په اپريل کې بې شمېره وحشي مرغان دغه جهيل ته ځي او خپل اولادونه روزي. د اکتوبر په مياشت کې دغه مرغان له خپلو بچيانو سره يو ځای جنوب خوا ته الوځي. د هر کال جون مياشت د اسماني بتو د کتلو ډېر ښه وخت دی.

دغه راز، په باينغولن کې عرجين غرنی سيمه، ((لو لان)) لرغونې ښارګوټی، (( لو بو پو)) صحرا، د سپېدار ونو ځنګلونه او داسي نور په زړه پورې او ځانګړتيا لرونکې منظرې شته.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای