CRI Online

د شينجيانګ د کوچا ولسوالۍ سيل

cri     (GMT+08:00) 2016-09-20 16:13:58

کوچا ولسوالي د چين د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې د اکسو سيمې په ختيځه برخه کې پرته ده. د اويغور، هان، هوی او مغول په شمول څوارلس قومونه په کې ژوند کوي. تر اوسه پورې په کوچا کې يوازې اورموچي ته يوه هوايي کرښه شته. دغه راز، د جنوبي شينجيانګ اوسپنيزه لاره له کوچا څخه تېرېږي، نو سيلانيان هم د اورګاډيو له لارې کوچا ته تللی شي. بر سېره پردې، د کوچا او اورموچي ترمنځ د سړک اوږدوالی اووه سوه او يو پنځوس کيلومتره دی، د کوچا او کورلا ترمنځ د سړک اوږدوالی دوه سوه او اتيا کيلومتره دی، د کوچا او اکسو ښار ترمنځ د سړک اوږدوالی دوه سوه او اته پنځوس کيلومتره او د کوچا او اينينګ ترمنځ د سړک اوږدوالی نهه سوه او يوويشت کيلومتره دی. سيلانيان له يادو ښارونو څخه د عمومي بسونو له لارې کوچا ته سفر کولی شي. د کوچا ولسوالۍ په منځ کې د تګ راتګ لپاره بسونه شته. په تېره بيا سيلانيان د کوچا په زاړه ښارګوټي کې د اس ګاډۍ له سپرلۍ څخه هم خوند اخيستلی شي چې د هر کس لپاره بيه يې يو يوان ده. په کوچا کې د ټکسي بيه د لومړيو دريو کيلومترو لپاره پنځه يوانه دي. که سيلانيان غواړي شاوخوا سيلانيزو ځايونو ته ولاړ شي، بايد موټر کرايه کړي او بيه يې د موټر له چلوونکي سره د مشورې او موافقې له لارې ټاکل کېږي چې په څومره پيسو.

په لرغونې زمانه کې کوچا د (( چيو څي )) په نامه د يو وطن مرکز وو، کوم چې د لرغونې ورېښمو لارې پر غاړه يو مشهور او اغيزمن ښارګوټی و. (( چيو څي)) نه يوازې د چين د لرغونې لويديځې سيمې د اقتصاد، کلتور، سياست مرکز و، بلکې د (( چيو څي )) نڅاوې او سندرې هم په ټوله نړۍ کې شهرت درلود، په تېره بيا د چين د (( سوي)) او (( تانګ)) د سلسلې په زمانې کې چې شاوخوا دوه زره کاله مخکې تېره شوې.

د کوچا لوی جومات

د يوې کيسې له مخې، د کوچا لوی جومات په شپاړسمې پيړۍ کې جوړ شوی او چينګ د امپراطورۍ په زمانه کې بيا ترميم شو. په دغه جومات کې په زړه پورې ديوالي انځورونه او خطاطۍ شته.

د (( چيو څي)) لرغوني ښارګوټي کنډوالې

د (( چيو څي لرغوني ښارګوټي کنډوالې د کوچا ولسوالۍ په لويديځه خوا (( پيلانګ)) کلي کې موقعيت لري. (( چيو څي)) لرغونی وطن د چين د لرغونې لويديځې سيمې مرکز و او د لرغونې ورېښمو لارې يو مهم تمځای هم و چې د ختيځو او لويديځو خواوو ترمنځ د يو پل په توګه بلل کېږي. زرګونه کاله وروسته د دغه لرغونی ښارګوټي کنډوالې يوازې ديوالونه لېدل کېږي. په نولس او پنځه اتيايم کال کې د تاريخي څارنې په عمليات کې په دې کنډوالو زيات تاريخي اثار پيدا شوي دي.

د کازير د زرګونو بودايي بتانو غارونو ډله

د کازير د زرګونو بودايي بتانو غارونو ډله په چين کې د بودايي بتانو غارونو په څلورو مشهورو ډلو کې يوه ده. د کوچا له مرکز څخه اويا کيلومتره واټن لري. ويل کېږي چې دغه ځای په کوچا کې ډېر مهم سيلانيز ځای دی. په دغه ډله کې ډېر لرغونی غار په ميلاد درېيمې پيړۍ کې جوړ شوی دی. د ټولې ډلې د جوړولو بهير تر ميلادي اتمې پيړۍ پورې ختم شو. په دغه ډله کې دوه سوه او شپږ دېرش غارونه شته چې له دې جملې څخه يو سل او پنځه دېرش غارونه ښه ساتل شوي دي. د دغې ډلې په اتياوو غارونو کې ديوالي انځورونه شته او عمومي پراخوالی يې له لس زره مربع مترو نه زيات دی. دغه منظره لرونکې سيمه دوه برخه لري او د ټکيټ بيه يې په جلا توګه پنځه پنځوس يوانه دي. په منظره لرونکې سيمه کې اته غارونه د سيلانيانو پرمخ خلاص دي او د لارښوونکو ګومارلو بيه لس يوانه دي. سيلانيان د کوچا له مرکز څخه د موټر په کرايه کولو سره دغه منظره لرونکې سيمې ته سفر کولی شي او بيه يې له يو سل او پنځوس يوانو څخه زياته ده.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای