CRI Online

د شينجيانګ د کاشغر سيل

cri     (GMT+08:00) 2016-09-20 16:16:30

کاشغر د چين د شينجيانګ د اويغور خپلواکې سيمې په سرحدي سيمه کې پروت دی او افغانستان، پاکستان او تاجکستان ته نژدې دی. د کاشغر د سرحدي کرښې اوږدوالی اته سوه او اته اتيا کيلومتره دی. کاشغر ښار د کاشغر سيمې مرکز دی. د کاشغر هوايي ميدان د شيجيانګ په جنوبي برخه کې دې چې تر ټولو ډېر لوی دی. هره ورځ الوتکې له دې هوايي ډګر څخه اورموچي، شانګهای، شي ان، الي، جي نان او چنګ دو ښارونو ته پروازونه کوي. کاشغر د شينجيانګ د اوسپنيزې لارې د جنوبي کرښې وروستي تمځای دی او د چين په لويديځ خوا په اوسپنيزو لارو کې وروستی ښار هم دی. دغه راز، سيلانيان د عمومي بسونو له لارې د شينجيانګ له نورو ځايونو څخه هم کاشغر ته تللی شي. د کاشغر په منځ کې د تګ راتګ لپاره بسونه شته. د کاشغر په زاړه ښارګوټي کې سيلانيان د اس ګاډۍ له سپرلۍ څخه خوند اخيستلی شي او د هر کس لپاره بيه يې يو يوان دی. دغه راز، په کاشغر کې د ټکسي بيه د لومړيو دريو کيلومترو لپاره پنځه يوانه دي او وروسته دا بيه بيا لږ څه کمه او ټيټېږي.

عيدګاه جومات

د کاشغر عيدګاه جومات په چين کې تر ټولو ډېر لوی جومات دی او د دغه ښار د عيدګاه ميدان په لويديځه برخه کې پروت دی. دغه جومات په څوارلس او دوه څلويښتم ميلادي کال کې جوړ شوی او پراخوالی يې شپاړس زره او اتيا متره مربع دی. دغه جومات د چين په اسلامي تاريخ کې مهم مقام نيسي. هره ورځ څه باندې دوه او يا درې زره مسلمانان پکې لمونځ کوي او د جمعې په ورځ دغه شمېر له پنځو زرو نه زيات وي. د هر کال د لوي اختر په وخت کې دغه شمېر له لس زرو نه زيات وي.

د هوجيراب بندر

د هوجيراب بندر د کاشغر په تاشکورګان تاجک خپلواکې سيمې کې پروت دی او د چين او پاکستان ترمنځ سرحدي بندر دی. دغه بندر په پامير لوړه سيمه کې د چين يوه دروازه ده او جګوالی يې د سمندر له سطحې څخه څلور زره اووه سوه او درې دېرش متره دي. د دغه بندر طبيعې چاپيريال سخت دی، خو سيلانيان په دې ځای کې د چين او پاکستان ترمنځ له سرحدي څلي سره عکسونه اخيستلی شي. دغه بندر د هر کال له مې نه تر اکتوبر پورې سيلانيانو ته خلاصېږي او سيلانيان بايد لومړی سرحدي څارنيز سند تر لاسه کړي، که نه، دغه بندر ته ننوتلی نه شي.

کلاقور جهيل

کلاقور جهيل د کاشغر ښار په جونبي برخه کې پروت دی او له دغه ښار څخه يو سل او اته نوي کيلومتره واټن لري. دغه جهيل هم د پامير په لوړه سيمه کې پروت دی. د دغه جهيل تر شا د مشتګ څوکه ده چې د هغو غرونو د پلار په توګه بلل کېږي چې د واورو پوښلي دي. د دغې څوکې جګوالی د سمندر له سطحې څخه اووه زره پنځه سوه او نهه متره دی. دغه څوکه د غره ګرځېدونکو په زړونو کې يوه مقدسه څوکه ده. د دغه منظره لرونکې سيمې د ټکيټ بيه پنځوس يوانه دي.

د کاشغر بازار

د کاشغر بازار د کاشغر ښار په ختيځه برخه کې پروت دی. دغه بازار د چين په شمال لويديځه سيمه کې تر ټولو ډېر لوی نړيوال بازار دی. ټولو ته معلومه ده چې کاشغر په لرغوني ورېښمو لاره کې يو ډېر مهم تمځای دی، نو د دغه بازار تاريخ هم له دوو زرو کلونو نه زيات دی. په دې ځای کې سيلانيان د وچو ميوو، منسوجاتو، لوښو او لاسي هنري شيانو په شمول د شينجيانګ ځانګړتيا لرونکو يادګرنې شيان اخيستلی شي. له يادو منظره لرونکو سيمو نه پرته، په کاشغر کې د بشکلا فارم، د پامير لوړې سيمې او داواکون صحرا په شمول نورې منظره لرونکې سيمې هم د سيل وړ ځايونه دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای