CRI Online

د ((دا لي)) د بای قوم خپلواکې سيمې سيل

cri     (GMT+08:00) 2016-10-28 18:09:50

د ((دا لي)) د بای قوم خپلواکه سيمه چې د ښار په کچه ده، د چين د ((يون نان)) ولايت په منځنۍ لويديځه برخه کې پرته ده او جغرافيايي جګوالی يې د سمندر له سطحې څخه دوه زره او نوي متره دی. په دغه سيمه کې د څلورو فصلونو ترمنځ توپير دومره زيات نه دی او تودوخې يې ترمنځ لوی بدلونونه نه لري، منځنۍ کلنې تودوخه يې د سانټېګراډ په حساب له دوولس اعشاريه دوه درجو څخه تر اتلس اعشاريه نهه درجو پورې ده. د هر کال له مې څخه تر اکتوبر پورې موده د دې ځای باراني موده ده. پسرلی د ((دا لي)) د سيل سمسور او تر ټولو ښه فصل دی، ځکه چې د بای قوم زيات فېسټېوالونه د مارچ مياشتې په شاوخوا موده کې لمانځل کېږي. ((دا لي)) لرغونی تاريخ لري او د ((يون نان)) ولايت د ځايي مدنيت يوه سرچينه ده چې د څلورمې ميلادي پيړۍ په وخت کې د بای قوم اسلافو په دې ځای کې ژوند کړی و. د هان، بای، يي، هوی، لي سو، ځانګ، مياو، نا شي، جوانګ، بو لانګ، لا ګو، اچانګ، دای په شمول ديارلس قومونه نسل په نسل په دې ځای کې اوسېږي.

په ((دا لي)) سيمه کې هوايي ميدان هم شته، خو له مرکز څخه يې دوولس کيلومتره لېرې پروت دی. سيلانيان د اووم نمبر عمومي بسونو له لارې د هوايي ميدان او مرکز ترمنځ تګ راتګ کولای شي. که د ټکسي له لارې تلل غواړي بيه يې شاوخوا اتيا يوانو ته رسېږي. هره ورځ څو اورګاډي د ((دا لي)) او ((کون مينګ)) ترمنځ تګ راتګ کوي، نو سيلانيان د اورګاډيو په وسيله هم ((دا لي)) ته تللی شي. ويل کېږي چې عمومي بسونه او سړک ((دا لي)) ته د تللو لپاره ډېر ښه انتخاب دی، ځکه چې لګښت يې دومره زيات نه دی او د سړکونو حالات هم ښه دی. اوس د ((دا لي)) او ((کون مينګ))، ((دا لي)) او ((باو شان))، ((دا لي)) او ((لي جيانګ)) ترمنځ ګړندی سړکونه په کار دي. د((دا ليي)) په ښار کې ترافيک هم اسانتياوې لري. د هر يو سړی بيه يې يو اعشاريه پنځه يوانه دي. د ټکسي بيه هم ټيټه ده چې د لومړيو دريو کيلومترو لپاره پنځه يوان او له دې نه وروسته د هر يو کيلومتره لپاره يو اعشاريه څلور يوان دی. که د ښار څخه بهر نورو ځايونو ته تللو غواړئ، بايد لومړی له موټر چلوونکي سره د بيې اندازه معلومه کړئ.

د ((دا لي)) لرغونی ښارګوټی

((دا لي)) لرغونی ښارګوټی د چين د تانګ او سونګ په مسلسلو زمانو کې يعنې شاوخوا دوه زره کالونه مخکې، د چين د ((يون نان)) سيمې سياسي، اقتصادي او کولتوري مرکزونه و. اوس په دغه ښارګوټي کې څوارلس تاريخي ځايونه ليدل کېږي چې ورڅخه د ((دا لي)) تاريخ، قومي کولتور او مذهبي معلومات تر لاسه کېدلای شي.

(( څانګ شان)) غر

((څانګ شان)) غر نولس څوکې لري چې منځنی جګوالی يې د سمندر له سطحې څخه درې زره او پنځه سوه متره دی. تر ټولو ډېره لوړه څوکه د ((ما لونګ)) څوکه ده او جګوالی يې څلور زره او يو سل او دوه ويشت متره دی. ((څانګ شان)) غر د واورو له امله په نړۍ کې شهرت لري. د (( څانګ شان)) څوکې په څلورو فصلونو کې په واورو پوښلې وي. د شين رنګ ونو، رنګارنګ ګلانو او سپين رنګ واورو لخوا يو ډېر په زړه پورې منظرې انځوروي. کله چې سيلانيان په (( څانګ شان)) غره باندې ولاړ وي، د ((دا لي)) لرغونی ښارګوټي او ((عه های)) پوره منظرې ليدل کېږي. د ((څانګ شان)) غره د ټکيټ بيه شل يوانه دی. په دغه غره کې هوايي زانګو ګانې شته، بيه يې يو سل او دوه اتيا يوانه دي چې په دې جمله کې د ټکيټ بيه هم شاملېږي.

((عه های)) جهيل

((عه های)) جهيل په ((يون نان)) ولايت کې د خوږو اوبو دوهم لوی جهيل دی چې پراخوالی يې دوه سوه او شپږ پنځوس کيلومتره مربع دی. ((عه های)) د (( څانګ شان)) په لمن کې پروت دی او د ځايي اوسيدونکو د مورني جهيل په توګه بلل کېږي. ((عه های)) په شپه کې د سپوږمۍ د سيوري ښکارېدو له امله شهرت لري. د هر کال د چين د کرهنيزې جنترۍ د اګست په پنځلسمه نېټه يعنې د سپوږمۍ اختر په شپه، ځايي اوسيدونکي د بيړيو له لارې د ((عه های)) مرکز ته تللی شي او په هغه ځای کې د جهيل په اوبه باندې د سپوږمۍ له سيوري منظرې څخه خوند اخلي. سيلانيان هم د بيړيو له لارې د دغه جهيل سيل کولای شي.

پر يادو شويو منظره لرونکو سيمو سر بېره، د ((چونګ شنګ سي)) معبددرې څلي او د بورا چينه هم د سيل وړ ځايونه دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای