CRI Online

د (( لو ګو)) جهيل سيل

cri     (GMT+08:00) 2016-11-21 19:43:47

((لو ګو)) جهيل د چين د ((سي چوان)) ولايت د ((يان يوان)) ولسوالۍ او د ((يون نان)) ولايت د ((نينګ لانګ ولسوالي په سرحدي سيمه کې پروت دی او د دغو دوو ولسوالو تر ګډ کنترول لاندې دی. د دغه جهيل جغرافيايي جګوالی د سمندر له سطحې څخه دوه زره شپږ سوه او پنځه اتيا متره دی، اوږدوالی يې نهه اعشاريه پنځه کيلومتره، سور يې پنځه اعشاريه اووه کيلومتره دی او د اوبو منځنی ژوروالی يې څلوېښت متره دی. د ((لو ګو)) جهيل اقليم ښه دی او د لمر کافي وړانګې لري، نو دغه جهيل هيڅکله هم نه يخ کېږي. د هر کال له مارچ نه تر اکتوبر پورې د دغه جهيل د سيلانۍ سمسور وخت وي چې له دې جملې څخه له جولای نه تر سپتمبر پورې بيا معمولاً باراني وخت لري او له امله يې ترافيکې ستونزه ښايي رامنځته شي. موټر دغه جهيل ته د تګ راتګ يوازينۍ ترافيکې وسيله ده. سيلانيان له (( لي جيانګ)) څخه د عمومي بسونو له لارې (( لو ګو)) جهيل ته تللی شي او مزل يې شاوخوا شپږ ساعته دی. دغه راز، سيلانيان لومړی د موټر له لارې له ((لي جيانګ)) څخه ((نينګ لانګ)) ولسوالۍ ته ځي، بيا د بسونو له لارې ((لو ګو)) جهيل ته تللی شي. د ((لو ګو)) جهيل د منظره لرونکې سيمې په قلمرو کې سيلانيان د باسيکل او موټر سايکل له لارې سيل کولای شي. په منظره لرونکې سيمه کې د کرايي باسيکل مرکزونه شته. بر سېره پردې، په دغه جهيل کې يو ډول ځانګړې لرګينې بيړۍ ليدل کېږي چې (( جو څاو چوان)) په نامه يادېږي. دغه بيړۍ د (( مو سوه)) کسانو يوه ځانګړتيا ده. که سيلانيان وغواړي د دغې بيړۍ له لارې په جهيل کې سيل وکړي، د بيړيو د کرايه له مرکز څخه ټکيټ اخيستلی شي او بيه يې د سيل د واټن له مخې ټاکل کېږي چې له دېرشو يوانو نه تر دوو سوو يوانو پورې وي.

(( مو سوه)) کسان د ((لو ګو)) جهيل پر غاړه اوسيدونکي دي. د ((مو سوه)) کسانو په منځ کې نجونې او ښځې لوړ مقام لري او د کورنيو د ادارې او لارښوونې دنده پر غاړه لري. ماشومان د مور، ماما او د مور خور لخوا روزل کېږي. د (( مو سوه)) کسانو د دود له مخې، نجونې او هلکان نه واده کېږي او دوې تل د خپل مور له کورنيو سره يو ځای ژوند کوي. هلکان او نجونې د مينې ترانو د ويلو په ترڅ کې د يو بل سره اشنا کېږي او يو بل ته د سوعات د ورکولو له لارې د (( اشيا)) په نوم يو ډول اړيکې ټينګوي کړي. بيا هلکان په شپه کې د خپلې ټاکل شوې نجلۍ په خونه کې خوب کولای شي، کله چې لمر خيژي، هلک بايد د نجلۍ له خونې څخه بېرته خپل کور ته ولاړ شي او د دوی ترمنځ د واده په شان اړيکې جوړې شوې وي. د دوی ماشوم به د مور د کورنۍ لخوا وروزل شي.

په (( لو ګو)) جهيل کې درې ټاپوګان

په ((لو ګو)) جهيل کې درې ټاپوګان يعنې ((ني شي)) ټاپو، ((لي وو بي)) ټاپو او ((نای جونګ پو)) ټاپو دی. (( ني شي)) ټاپو کوچنۍ دی او د پټيو تر پوښل لاندې دی. (( لي وو بي)) ټاپو کې يو سپين رنګ څلی شته او د جهيل د اوبو سره يوه ښکلی منظره انځوروي. (( نای جونګ پو)) ټاپو کې زياتې لوي ونې شته او زيات وحشي مرغان پکې ژوند کوي. سيلانيان په دغو ټاپوګانو کې هم ګام پورته کولای شي او د اس په ځغلولو سره سيل هم کولای شي.

(( ګه مو نيو شين)) غر

د (( ګه مو نيو شين)) په نامه غر چې د زمری غر په نوم هم يادېږي. په چيني ژبه کې (( نيو شين)) يعنې د ښاپيرۍ په مانا ده. جغرافيايي جګوالی يې د سمندر له سطحې څخه درې زره اووه سوه او څلور پنځوس متره دی چې د ((لو ګو)) جهيل پر غاړه ډېره لوړه څوکه شته. د دغه غره په يو غار کې يوه ډبره د ښاپيرۍ په بڼه ده چې په طبيعې توګه رامنځته شوې ده، نو دغه غار او حتی غر د ښاپيرۍ په نوم يادېږي. په دغه غره کې د هوايي زانګو ګانو بيه دوه نوي يوانه دی.

بر سېره پردې، د ((لي ګه)) ټاپو، د (( نيو شين)) شېله، (( ځو هون)) پل هم د سيل وړ ځايونه دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای