CRI Online

د ((چونګ چينګ)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-01-02 19:32:41

((چونګ چينګ)) ښار د چين په جنوب لويديځه برخه کې پروت دی او د مرکزي حکومت تر مستقيم کنترول لاندې دی. دغه ښار د چين په جنوب لويديځه سيمه کې تر ټولو ډېر لوی صنعتي ښار دی او د دې سيمې د ترافيک، پولي او مالي چارو، نوښت، ساينس او تخنيک مرکز هم دی. د دغه ښار تاريخ له دريو زرو نه زيات دی او د (( با يو )) کولتور سرچينه ده. ((چونګ چينګ)) د خلکو په خوله (( شان چنګ)) هم يادېږي چې په چيني ژبه کې ((شان)) د غره مانا دی او د ((چنګ)) مانا ښار دی. نو له دې څخه څرګندېږي چې د (( چونګ چينګ)) په قلمرو کې جغرافيايي حالات ناهواره دی او لارې يې مايلې او نشيبې دي. په ((چونګ چينګ)) ښار کې دوبی ډېر اوږد وي او تودخه يې لوړه وي. په مني کې باران زيات وي او په ژمي کې لړه زياته لري. د ((چونګ چينګ په قلمرو کې له درې سوو نه زياتې منظرې لرونکې سيمې شته چې له دې جملې څخه ((دا ځو)) حکاکي ډبرې د نړيوالو کولتوري ميراثونو په ليست کې او د ((وو لونګ)) د کاست سيلانيزه سيمه او د (( جين فوه شان)) د کاست سيلانيزه سيمه د نړيوالو طبيعي ميراثونو په ليست کې شاملې دي.

((چونګ چينګ)) يو ترافيکي محور دی، نو د الوتنې، اوسپنيزې لارې او سړکونو په باب بشپړه شبکه پکې جوړه شوې ده. سيلانيانو ته زياتې ترافيکي اسانتياوې برابرې شوي. د ((جيانګ بې)) هوايي ډګر د ((چونګ چينګ)) له مرکز څخه درويشت کيلومتره واټن لري او د چين د نورو څلوېښتو ښارونو ترمنځ الوتنې لري. د هوايي ډګر او د ښار د مرکز ترمنځ سابوې شته. په ((چونګ چينګ)) کې د اورګاډيو دوه سټيشنونه شته چې ((چونګ چينګ)) سټيشن او د ((چونګ چينګ)) شمالي سټيشن په نوم دي. د ((چونګ چينګ)) د ترافيک د يادونې په وخت کې بايد بيړۍ ياد شي. ((چونګ چينګ)) ښار د ((يان ځي)) سيند پر غاړه پروت دی، نو پخوا ځايي اوسيدونکي د بيړيو له لارې د (( يان ځي)) سيند پر غاړه نورو ځايونو ته تللی و. اوس د ترافيک د پرمختګ سره سم، د اوبو لاره د مسافرين وړونکو په ساحه کې بوخته نه ده. اوس (( چونګ چينګ)) او (( يي بين )) ترمنځ مسافرين وړونکې بيړۍ شته، د هرې ورځې د شپې په لسو بجو حرکت کوي او کرايه يې درې سوه او دوه دېرش يوانه ده. دغه راز، سيلانيان له ((چونګ چينګ)) څخه د بيړيو له لارې د (( يان شيا)) منظره لرونکې سيمې سيل کولای شي. د ((چونګ چينګ)) ښار په منځ کې ترافيکي اسانتياوی شته، بسونه، سابوې او ټکسۍ پکې زياتې دي. په ورځ کې د ټکسي کرايه د لومړيو دريو کيلومترو لپاره لس يوانه ده او په شپه کې بيه يې يوولس يوانه ده. له دريو کيلومترو نه وروسته د هرو دوو کيلومترو لپاره دوه يوانه ده.

((چاو تيان مين)) پټن او ميدان

((چاو تيان مين)) پټن د ((چونګ چينګ)) د ((جيا لينګ جيانګ)) سيند او د ((يانګ ځي)) سيند په محور کې پروت دی. په لرغوني زمانه کې ځايي چارواکو په دې ځای کې د امپورطور حکمونه تر لاسه کول او دغه پټن هم له دې امله ((چاو تيان مين)) په نوم يادېږي. ((چاو تيان مين)) د ((چونګ چينګ)) په لسو کولتوري نښو کې يو دی. په تېره په شپه کې د (( چاو تيان مين)) په ميدان کې ډيوې ډېرې ښکلې وي. سيلانيان هم په دغه پټن کې د سيلانيزو بيړيو په سپرلو سره له ليرې ځای څخه د ((چونګ چينګ)) منظرې کتلی شي.

((جي فانګ بې)) څلی

((جي فانګ بې)) څلی ((چونګ چينګ)) ښار يوه نښه ده او د دغه څلي په بنسټ سوداګريز ميدان د اقتصاد او سوداګرۍ مرکز دی. په دې ځای کې زيات دوکانونه، سوپرماکيټونه، هوټلونه او رسټورانټونه شته.

((څي چي کوه)) لرغونی ښارګوټی

((څي چي کوه)) لرغونی ښارګوټی د چين د څلور اې درجې منظره لرونکې سيمه او د چين مشهور کولتوري او تاريخي ښارګوټی دی. دغه ښارګوټی د ((چونګ چينګ)) د ((شا پينګ با)) سيمه کې او د ((جيا لينګ جيانګ)) سيند پر غاړه پروت دی. دغه ښارګوټی د سونګ په مسلسله زمانه کې جوړ شوی چې له يو زر او اووه سوه کلونو نه زيات تاريخ لري. ويل کېږي چې دغه ښارګوټی د ((چونګ چينګ)) ښار د تاريخ او کولتور يوه نمونه ده، نو دغه ښارګوټی هم د کوچني ((چونګ چينګ)) په توګه بلل کېږي.

بر سېره پردې، د ((هونګ يا دونګ)) په نامه د ځايي ودانيو ډله او (( سان شيا)) موزيم هم د ((چونګ چينګ)) په مرکز کې د سيل وړ ځايونه دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای