CRI Online

د ((ګوی جو)) ولايت د لويديځې سيلانيزې کرښې سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-01-30 20:11:55

د ((ګوی جو)) ولايت لويديځه سيلانيزه کرښه د ((هوانګ ګوه شو)) لوی اوبځوړ شاوخوا سيمه ده او د ((ګوی جو)) ولايت د طلايې سيلانيزې کرښې په توګه هم بلل کېږي. سيلانيان د دې کرښې پر غاړه له اوبځوړونو، کاسټ جيالوژيکو بڼو، د سيند درې او غرنيو غارونو د ليدلو څخه خوند اخيستلی شي.

سيلانيان د الوتنې، اورګاډي او موټر له لارې لومړی د ((ګوی جو)) ولايت د ((ان شون)) ښار ته او بيا د سيلانيز بس له لارې د ((هوانګ ګوه شو)) منظره لرونکې سيمې ته تللی شي. د ((ان شون)) ښار د ((هوانګ ګوه شو)) هوايي ميدان له بېجينګ، ((جي نان))، ((چينګ داو))، ((ګون مينګ)) او ((ګوانګ جو)) ترمنځ هوايي الوتنې شته. بر سېره پردې، د ((ګون مينګ)) او بېجينګ، شانګهای، ((چونګ چينګ)) او ((ګوانګ جو)) ترمنځ اورګاډي په ((ان شون)) تمځای کې درېږي او د ((ګوي يانګ)) او ((ان شون)) ترمنځ سيلانيز اورګاډي هره ورځ تګ راتګ کوي. دغه راز، سيلانيان د بس له لارې د ((ګوی جو)) ولايت له نورو ځايونو څخه لکه ((هوانګ ګوه شو)) منظره لرونکې سيمې ته هم تللی شي.

((هوانګ ګوه شو)) لوی اوبځوړ

((هوانګ ګوه شو)) لوی اوبځوړ چې د ((ان شون)) ښار د ((جن نينګ)) په نامه د ((بو يي)) قوم او مياو قوم په خپلواکه ولسوالي کې واقع دی، د چين لومړی لوی اوبځوړ دی. دغه اوبځوړ اوه اويا اعشاريه اته متره جګوالی لري او سور يې يو سل او يو متره دی. د غره په لمن کې د اوبځوړ تر شا يو غار شته. تر دغه اوبځوړ لاندې((شي نيو تان)) جهيل دی چې د سيند اوبو له لوړ ځای څخه دغه جهيل ته توئيږي. څرنګه چې هوا وچه ده، نو د دغه اوبځوړ اوبه ګام په ګام کمېږي، نو که سيلانيان غواړي لا په زړه پورې منظره يې وګوري، د دوبی او منی په فصلونو کې د دې ځای سيل کولای شي، ځکه چې په دې فصلونو کې باران زيات وي. په سمسور وخت کې د دغې سيمې ټکيټ بيه يو سل او اتيا يوانه ده او په نورو وختونو کې يې بيه يو سل او شپېته يوانه ده. دغه ټکيټ نه يوازې له ((هوانګ ګوه شو)) اوبځوړ څخه، بلکې له ((تيان شينګ چياو)) او ((دو پو تانګ)) څخه هم عبارت دی.

((تيان شينګ چياو)) منظره لرونکی سيمه

((تيان شينګ چياو)) منظره لرونکې سيمې د ((هوانګ ګوه شو)) اوبځوړ منظره لرونکې سيمې يوه برخه ده او له ((هوانګ ګوه شو)) اوبځوړ څخه اووه کيلومتره واټن لري. سيلانيان په دې ځای کې د اوبو، ځنګلونو او ډبرو څخه جوړشوې طبيعی منظرې ليدلی شي. د ((هوانګ ګوه شو)) سيمې ټکيټ په دې سيمه کې هم کارول کېدلی شي.

د ((لونګ ګونګ)) کاسټ جيالوژيکي غارونو ډله

د ((لونګ ګونګ)) کاسټ جيالوژيکي غارونو ډله له ((هوانګ ګوه شو)) اوبځوړ څخه ليرې نه دي. د دغې ډلې پراخوالی شپېته کيلومتره مربع دی او يوازې د دغې ډلې په مرکز کې له نوي نه زيات کاسټ جيالوژيکي غارونه موجود دی چې دغه شمېر په نړۍ کې ډېر زيات دی.داسې غارونه د سيلانيانو لخوا د طبيعي عجايبو په توګه بلل کېږي چې پکې سيند تېرېږي او ابشارونه هم شته. د دغې ډلې د ټکيټ بيه يو سل او پنځوس يوانه ده.

د ((جي جين دونګ)) غار منظره لرونکې سيمه

((جي جين دونګ)) کاسټ جيالوژيکي غار هم د ((ان شون)) ښار په څنډه کې واقع دی. دغه غار په چين کې تر ځمکې لاندې د لومړي هنري زيرمتون په توګه بلل کېږي. په دغه غار کې د ډبرو ډولونه رنګارنګ دي چې په نړۍ کې ډېر غني دي. سيلانيان لومړی ((ان شون)) ښار ته او بيا د بس له لارې دغې سيمې ته تللی شي. د ټکيټ بيه يې يو سل او شل يوانه ده.

له يادو شويو منظرو نه پرته ((ما لينګ هه)) دره، ((وان فنګ لين)) ځنګلونه او ((څاو های)) جهيل هم د سيل وړ نور ښکلي ځايونه دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای