CRI Online

د ((ګوی جو)) ولايت د جنوبي سيلانيزې کرښې سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-03-30 19:30:10

د ((ګوی جو)) ولايت جنوبي سيلانيزه کرښه په عمده توګه د ((چيان نان)) د ((بو يي)) قوم او مياو قوم د خپلواکې سيمې د مرکز ((دو يون)) ښار پر بنسټ ټاکله شوې ده. ((دو يون)) ښار د ((ګوی جو)) ولايت په جنوبي برخه کې يو سياسي، اقتصادي او کولتوري مرکز دی. د ((جيان جيانګ)) په نامه سيند له دغه ښار څخه تېرېږي، د دغه سيند پر دواړو غاړو منظرې ډېرې په زړه پورې دي. بر سېره پردې، دغه ښار په لوړه سيمه کې د پل ښار په توګه هم بلل کېږي چې د دغه ښار په قلمرو کې له سلو نه زيات پلونه واقع دي. ويل کېږي چې دغه ښار د پل يو موزيم هم دی.

سيلانيان د اورګاډي او موټر له لارې ((دو يون)) ښار ته تللی شي. د ((ګوي يانګ)) ښار او د ((جان جيانګ))، ((نان نينګ)) او ((ليو جو)) ښارونو ترمنځ اورګاډي د ((دو يون)) په تمځای کې درېږي. دغه راز، سيلانيان د بس له لارې د ((ګوی جو)) ولايت له نورو ځايونو څخه هم ((دو يون)) ته او بيا بېلا بېلو منظرو ته تللی شي.

د ((شوي چون هه)) سيند منظره لرونکې سيمه

د ((شوي چون هه)) سيند منظره لرونکې سيمه د ((چيان نان)) د ((بو يي)) قوم او مياو قوم د خپلواکې سيمې د ((لي بوه)) په ولسوالۍ کې پرته ده. ((شوي چون)) سيند د ((جانګ جيانګ)) سيند يوه برخه ده او منظره يې د ((جانګ جيانګ)) سيند د نورو برخو په پرتله ډېره ښکلې ده. دغه منظره لرونکې سيمه د ((شوي چون)) په نامه د ((بو يي)) قوم د يوه لرغوني کلي له امله شهرت لري. په دغه منظره لرونکې سيمه کې د ((شوي چون هه)) سيند اوږدوالی يې ديارلس کيلومتره دی. سيلانيان د کښتيو له لارې په دغه سيند کې لوبې کولای شي. د ((شوي چون)) سيند په دواړو غاړو کې ګړنګونه، غارونه، ګودرونه او ځنګلونه په ګډه يو ښکلی انځور جوړوي. د دغې منظره لرونکې سيمې د ټکيټ بيه دېرش يوانه ده او د کښتيو او بيمو په ګډون د ټکيټ بيه يې دوه سوه او شل يوانه ده.

د ((ماو لان)) کاسټ ځنګلونه

د ((ماو لان)) کاسټ ځنګل ساتونکې سيمه هم د ((لي بوه)) په ولسوالۍ کې پرته ده. دغه ځنګل ساتونکې سيمه د ۲۰۰۷م کال په جون مياشت کې د م م د يونيسکو سازمان لخوا د نړيوالو ميراثونو په ليست کې شامله شوه. د ((ماو لان)) کاسټ ځنګلونو ايکولوژيک چاپيريال د ګردې کرې د دې عرض البلد په ځايونو کې يوازينی چاپيريال دی. په دغه ځنګلونو کې د نباتاتو او حيواناتو ډولونه غني دي او پکې ځيني ډولونه يې په نړۍ کې ناياب دي. سيلانيان د قدم له لارې له دغه ځنګلونو څخه تېرولی شي او د ځنګلونو له ښکليو منظرو څخه خوند اخيستلی شي. د دغو ځنګلونو ټکيټ بيه پنځوس يوانه ده. د دغه ځنګلونو په شاوخوا سيمه کې کوچني کلي واقع دي، سيلانيان پکې اوسيدلی شي، خو خونې يې زياتې نه دي، نو سيلانيان بايد د سيل نه مخکې خونه وټاکي.

((شياو چي کونګ)) منظره لرونکې سيمه

((شياو چي کونګ)) منظره لرونکې سيمه د ((لي بوه)) ولسوالۍ په جنوبي برخه کې پرته ده او د دغې ولسوالۍ مرکز ته دېرش کيلومتره واټن لري. په دغه منظره لرونکې سيمه کې يو پل شته چې تر پل لاندې اووه سوري شته. په چيني ژبه کې سوري ته (( کونګ)) ويل کېږي او د ((چي)) مانا اووه دی، نو د (( چي کونګ چياو )) مانا دا ده چې يو پل اووه سوري لري.په دغه سيمه کې له سل نه زيات سيلانيز ټکي شته چې غر، جهيل، پل، ځنګلونه او اوبځوړونه يې د يادولو وړ دي. د دغې سيمې د ټکيټ او سيلانيز موټر ګډه بيه يو سل او پنځوس يوانه ده.

(( دا چي کونګ)) منظره لرونکې سيمه

((دا چي کونګ)) منظره لرونکې سيمه ((شياو چي کونګ))منظره لرونکې سيمې ته په پنځه کيلومترۍ کې پرته ده. په دې سيمه کې هم يو لوی پل شته چې اووه سوري لري. ((دا)) په چيني ژبه کې د غټ او لوی مانا لري، نو دغه سيمه ((دا چي کونګ)) نومېږي. د دې سيمې منظره کاسټ بڼه لري او ډېره قادره ده. دغه سيمه په وړيا توګه سيلانيانو ته خدمت کوي او سيلانيان هم د کښتۍ له لارې په دغه سيمه کې سيل کولای شي. کرايه يې شل يوانه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای