CRI Online

د لاسا ښار د شاوخوا سيمې سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-03-30 19:47:03

ګرانو اوريدونکو! تېره اوونۍ مو د لاسا ښار په اړه څه نا څه سيلانيز معلومات درسره شريک کړي وو. لاسا د تبت د مرکز په توګه غني او په زړه پورې سيلانيزې سرچينې لري. د دغه ښار په شاوخوا سيمه کې نورې زياتې تاريخي، کولتوري او طبيعي منظرې د ليدو وړ دي. نو په نننۍ کړۍ کې به له تاسو سره په دې اړه معلومات شريک کړم.

((ناموڅوه)) جهيل

((ناموڅوه)) جهيل د تبت خپلواکې سيمې په منځنۍ برخه کې پروت دی چې جغرافيايي جګوالی يې د سمندر له سطحې څخه څلور زره اووه سوه او اتلس متره دی او پراخوالی يې يو زر نهه سوه او شل کيلومتره مربع دی. ((ناموڅوه)) جهيل په تبت کې دوهم لوی جهيل دی او د چين په هغو جهيلونو کې درېيم مقام نيسي چې اوبه يې مالګينې دی. په تبتي ژبه کې ((ناموڅوه)) د اسماني جهيل معنی لري، دغه جهيل هم د مقدس ځای په توګه بلل کېږي. د ((ناموڅوه)) جهيل پر جنوبي غاړه ((نيانچينګتاګولا)) غر واقع دی چې د دغه غره څوکې په څلورو فصلونو کې په واورو پټې وی. د هر کال له جولای څخه تر سپتمبر پورې د دغه جهيل څخه د سيل ښه وخت دی. خو په دې وخت کې باران زيات وي، نو لاره يې سخته وي. ((ناموڅوه)) جهيل د لاسا ښار په شمالي خوا يو سل او نوی کيلومتره واټن کې پروت دی. سيلانيان لومړی د موټر له لارې ((دانګشيونګ)) ولسوالي ته رسېږي او بيا (( ناموڅوه)) جهيل ته له دې ځای تللی شي. دغه سيلانيزه کرښه د (( ناګن)) له غاښي څخه تېرېږي، د دغه غاښي جغرافيايي لوړوالی د سمندر له سطحې څخه پنځه زره يوسل او پنځوس متره دی او باد يې ډېر تېز دی، نو هوا يې سړه ده. سيلانيان بايد کافي جامې واغوندي او د اکسيجن د کمښت لپاره ځان چمتو کړي. ((جاسي)) ټاپووزمه د دغه جهيل پر غاړه پرته ده او سيلانيان له دغه ټاپوزمې څخه د ((ناموڅوه)) منظرې کتلی شي، په تېره بيا په سهار او مازديګر کې منظرې يې ډېرې په زړه پورې دي. دغه راز، سيلانيان له چينګهای ولايت څخه ((ناموڅوه)) جهيل ته هم تللی شي، خو لاره يې د لاسا ښار په پرتله اوږده ده. په سمسوره موده کې د دغه جهيل د ټکيټ بيه يو سل او شل يوانه او په نورو وختونو کې بيه يې پنځوس يوانه ده.

((ګان دان)) معبد

((ګان دان)) معبد د لاسا ښار د ((داځي)) ولسوالي د ((وانګ بوه ژي)) غره په لمن کې پروت دی. دغه معبد په څوارلس او نهم عسوي کال کې جوړ شوی او د سلګونو کلونو راهيسې، پيمانه يې د پراخوالي په حال کې ده چې د تبتي بوديزم ځانګړتيالرونکې ساختماني ډله رامنځته شوې ده. په دغه معبد کې څه باندې درې زره تنه راهبان ژوند کوي او پکې زيات تاريخي اثارونه هم ليدل کېږي. د دغه معبد د ټکيټ بيه پنځه څلويښت يوانه ده. د دغه معبد په شاوخوا سيمه کې منظرې ډېرې ښکلې دي، سيلانيان په دې ځای کې عجيبې ډبرې، دښتې او غارونه هم ليدلی شي، نو بايد کمره له ځان سره ولري.

((يانګ با جينګ)) سيمه

((يانګ با جينګ)) علاقه داري د تودو اوبو او معدني موادو له امله شهرت لري. دغه سيمه د تبت د لاسا ښار د ((دانګشيونګ)) ولسوالي په قلمرو کې پرته ده چې له لاسا ښار څخه يو نوي کيلومتره واټن لري. سيلانيان په تودو معدني اوبو کې لامبو وهلی او ځان پرېمنځلی شي چې د تودو اوبو تودخه د سانټېګراډ په حساب شاوخوا اووه څلوېښت درجې دي. دغه سيمه د لاسا ښار او د ((ناموڅوه جهيل په منځ کې پرته ده، نو سيلانيان له ((ناموڅوه))څخه لاسا ته د بېرته راستنېدو په لاره کې په دغه ځای کې درېدلی شي، دمه او ساعت تيري کولی شي. نو سيلانيان بايد د لامبو وهلو لپاره جامې ولري. په تودو معدني اوبو کې د ځان پرېمنځلو بيه شاوخوا سل يوانه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای