CRI Online

د ((شان شي)) ولايت د مرکز ((شي ان)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-07-06 19:38:35

((شي ان)) ښار د چين د ((شان شي)) ولايت مرکز دی او د چين په لويديځه برخه کې يو مهم ښار هم دی چې په ۱۹۸۱م کال کې يې د م م د يونيسکو سازمان لخوا په نړۍ کې د مشهور تاريخي ښار په توګه وټاکل شو. په لرغونې زمانه کې ((شي ان)) ښار ((چانګ ان)) نومېده. دغه ښار د ((شي جو))، ((چين))،((شي هان))،((سوي)) او ((تانګ)) په شمول په ديارلسو مسلسلو امپراطوريو دورو کې د هېواد مرکز و. په دې نسبت چې ((شي ان)) ښار د چيني ملت له سرچينو څخه يو دی او د لرغونې ورېښمو لارې د پيل ټکی هم و، نو په ((شي ان)) ښار کې زيات مشهور تاريخي اثار او کنډوالې د سيل وړ ځايونه دي. مثلاً، د ((چين شي هوانګ)) د امپراطور مقبره او په هغه زمانه کې د عسکرو او اسانو مجسمې د تاريخي اثارو په نړيوال ليست کې شاملې شوې دي.

د ((شي ان)) په شاوخوا سيمه کې ټرانسپورټ ډېر عصري او بشپړ دی او سيلانيز تاسيسات يې هم بشپړ دي. د ((شي ان)) د ((شيان يانګ)) نړيوال هوايي ميدان د دغه ښار په شمال لويديځه برخه کې او د ((شيان يانګ)) ښار په ګوښه سيمه کې پروت دی. د دغه ميدان او د جاپان، تايلنډ او جنوبي کوريا په شمول د زياتو هېوادونو د لويو ښارونو ترمنځ مستقيمې الوتنې شته. دغه ميدان د ((شي ان)) ښار له مرکز څخه اووه څلويښت کيلومتره واټن لري او د يو طرفه تګ لپاره شاوخوا يوه ساعت ته اړتيا شته. که سيلانيان د ټکسي په وسيله له مرکز څخه هوايي ميدان ته ځي، کرايه يې شاوخوا دوه سوه يوانه ده. ((شي ان)) ښار د چين د منځنۍ سيمو او جنوب لويديځو او شمال لويديځو سيمو ترمنځ د اوسپنيزو لارو يو محور دی. د چين د نورو لويو ښارونو او دغه ښار ترمنځ اورګاډي کارول کېږي. د ګړندي اوسپنيزو لارو د بشپړيدو سره سم د بېلا بېلو ښارونو ترمنځ د تګ راتګ وخت کم شوی دی او سيلانيانو او مسافرينو ته زياتې اسانتياوې برابرې شوې دي. دغه راز، د ((شي ان)) ښار په مرکز کې د سبوي دوه کرښو هم په کار پيل کړی دی. سيلانيان د بس، سبوي او ټکسي له لارې د دغه ښار سيل کولای شي.

د ((شان شي)) ولايت تاريخي موزيم

د ((شان شي)) ولايت تاريخي موزيم په ۱۹۴۴م کال کې جوړ شوی. په دغه موزيم کې درې تالارونه شته او په اووه برخو ويشل کېږي. له قبلالميلاد زمانې څخه تر نولسمې پيړۍ پورې له دوو زرو قلمو نه زيات تاريخي اثار پکې نندارې ته اېښودل شوي. دغه موزيم په وړيا توګه ننداره کوونکو ته خدمت وړاندې کوي، خو هره ورځ يوازې څلور زره ټکيټونه برابرېږي.

((دا يان)) برج

((دا يان)) برج د ((څي ان)) په نوم معبد کې پروت دی او د ((څي ان سي)) برج په توګه هم يادېږي. د تانګ امپراطورۍ دورې د ((يو هوي)) مسلسلې په زمانه کې يعنې په ۶۲۵ميلادي کال کې مشهور راهب ((شيوان يي)) له ((تيان جو)) څخه د راوړل شويو بودايي مقدسو کتابونو د زيرمه کولو لپاره دغه برج جوړ کړی و. په سر کې دغه برج پنځه پوړونه درلودل او په بېلا بېلو زمانو کې د ترميمولو نه وروسته اوسمهال اووم پوړونه لري چې لوړوالی يې څلور شپيته اعشاريه پنځه سوه او اوولس متره دی. د دغه برج ساختماني بڼه د هند لرغوني بودايي برج ته ورته ده. دغه برج په ۲۰۱۴م کال کې د تاريخي اثارو په نړيوال ليست کې شامل شو.

((شياو يان)) برج

((شياو يان)) برج د ((جيان فو)) په نوم معبد کې پروت دی او د ((جيان فو سي)) برج په توګه هم يادېږي. دغه برج هم د تانګ امپراطورۍ سلسلې په زمانه کې جوړ شوی و. ((دا يان)) او ((شياو يان)) برجونه دواړه د ((شي ان)) ښار د نښو په توګه بلل کېږي. په لرغوني زمانه کې دغه برج پنځلس پوړونه درلودل، خو اوس ديارلس پوړونه لري.

د ((بې لين)) په نوم د ډبرينو کتيبو موزيم

د ((بې لين)) په نوم د ډبرينو کتيبو موزيم کې له څلورو زرو قلمو نه زياتې ډبرينې کتيبې زيرمه دي چې پکې د ډېرې لرغونې کتيبې تاريخ له نهو سوو کلونو نه زيات دی. له دغو ډبرينو کتيبو څخه نه يوازې د چين تاريخ، بلکې غوره د چيني خطاطۍ هنر هم څرګندېږي.

له يادو سيلانيزو ځايونو نه پرته، په ((شي ان)) ښار کې د لرغونو ښاري ديوالونو باغ، د ناقوس ودانۍ او د تنبور ودانۍ هم د ليدو وړ ځايونه دي.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای