CRI Online

د شانګهای سيل (۲)

cri     (GMT+08:00) 2017-10-10 16:27:48

شانګهای ښار د چين د اقتصاد، ترافيک، تخنيک، صنعت، ماليې او سوداګرۍ او هوايي چارو مرکز دی. شانګهای کې د سيل وړ ځايونه ډېر دي. په تېرې اوونۍ کې مو د شانګهای د اساسي حالاتو، د شانګهای بانډ او د چيني ملت هنري ماڼۍ په اړه معلومات در سره شريک کړل، نو په نننۍ کړۍ کې به شانګهای کې د سيل وړ د نورو منظرو او ځايونو په اړه معلومات درسره شريک کړم.

د شانګهای د ((چنګ هوانګ مياو)) په نامه د تاويزم معبد

د شانګهای ((چنګ هوانګ مياو)) د تاويزم معبد د چين د مينګ سلسلې دورې د ((يونګ له)) په امپورطورۍ زمانه کې جوړ شوی چې کابو شپږ سوه کلن تاريخ لري. (( چنګ هوانګ)) د چين په دوديز کولتور کې د ښار د ساتونکي رب په مانا دی، نو په زياتو ښارونو کې دغه شان معبدونه ليدل کېږي. اوسمهال ((چنګ هوانګ مياو)) د شانګهای يو مشهور سيلانيز ټکی ګرځېدلی دی. سيلانيان په دې ځای کې نه يوازې د معبد سيل کولای شي، بلکې د چيني دوديزو خوراکونو او کولتورونو څخه هم خوند اخيستلی شي.

د ((يو يوان)) ګلستان

د (( يو يوان)) ګلستان د شانګهای د لرغوني ښارګوټي په شمال ختيځه برخه کې پروت دی او ((چنګ هوانګ مياو )) ته نژدی دی. دغه ګلستان د چين د ((يانګ ځي )) سيند په جنوبي غاړه له لرغونو ساختماني ځانګړتياوو څخه ډک دی. دغه ګلستان د چين د مينګ سلسلې دورې د ((جيا جينګ)) په امپورطورۍ زمانه کې جوړ شوی چې دا هم کابو شپږ سوه کلن تاريخ لري. د دغه ګلستان پراخوالی دوه هکتاره دی. په پيل کې دغه ګلستان يو شخصي باغ و، خو په ۱۹۶۱م کال کې په رسمي توګه د سيلانيانو پر مخ پرانيستل شو.

د شانګهای موزيم

د شانګهای موزيم د شانګهای په مرکز کې د خلکو ميدان په جنوبي غاړه کې پروت دی. دغه موزيم په ۱۹۵۲م کال کې جوړ شوی او په چين کې د بېجينګ، ((نان جينګ)) او ((شي ان)) له موزيمونو سره په چين کې د څلورو لويو موزيمونو په توګه بلل کېږي. د دغه موزيم پراخوالی دوه زره او اته سوه متره مربع دی او پکې له يو مليونو نه زيات تاريخي اثار ساتل کېږي چې له دې جملې څخه د برونز تاريخي اثار، د کلالۍ او چيني لوښي، چيني خطاطي او تصويرونه پکې د ليدو وړ دي.

د ((دونګ فانګ مينګ جو)) راډيويي او ټلويزيوني برج

د ((دونګ فانګ مينګ جو)) راډيويي او ټلويزيوني برج د شانګهای يوه مشهوره کولتوري نښه ده چې د شانګهای د ((پو دونګ)) سيمې په ((لو جيا ځوې)) برخه کې پروت دی. د دغه برج جګوالی څلور سوه او اته شپيته متره دی چې په اسيا کې تر ټولو ډېر جګ دی او په نړۍ کې درېيم مقام نيسي. دغه برج په ۱۹۹۵م کال کې په کار پيل وکړ او د شانګهای د شپږو ټلويزيوني څپو د خپرېدو دنده پر غاړه لري. د دې ترڅنګ د دغه برج په دننه کې راسټورانټ هم شته او سيلانيان په دې ځای کې د ډوډۍ د خوړلو په ترڅ کې د شانګهای پوره منظرې ليدلی شي. دغه راز، په دغه برج کې د منظرو د کتلو لپاره يوه ځانګړې صحنه هم شته.

د ((شين تيان دي)) سوداګريزه سيمه

د شانګهای د ((شين تيان دي)) سوداګريزه سيمه د شانګهای د لرغونې کوڅې د ځانګړتيا لرونکو ودانيو پر بنسټ جوړه شوې ده. دغه سيمه د تاريخي او عصري زمانو د محوري سيمه ده. په لرغونو ودانيو کې عصري سوداګري سمسوره کېږي چې په ګوټ ګوټ کې يې کافي، راسټورانټونه، هوټلونه، دکانونه ليدل کېږي. سيلانيان په دې ځای کې د شانګهای پخوانۍ ساختماني بڼې ليدلی شي چې د تېرۍ پيړۍ په دوهمه او يا درېيمه لسيزه کې جوړې شوې دي. د دې ترڅنګ سيلانيان عصري ننداره هم کتلی شي، همدلته شيان اخيستلی شي او ډوډۍ خوړلی شي.

له يادو ځايونو نه پرته، په شانګهای کې ډېر زيات نور ځايونه هم د سيل وړ دي. مثلاً، ((تيان ځي فانګ)) واټ، د ((پو جيانګ)) سيند دواړه غاړې، د شانګهای د ګردې کرې په نامه نړيوال سوداګريز مرکز، د شانګهای ټياټر، د خلکو ميدان، د فلم او ټلويزيون اډه او داسې نور.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای