CRI Online

د شانګهای د شاوخوا سيمې سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-10-10 16:32:52

ګرانو دوستانو، په تېرو دوو اوونيو کې مو له تاسو سره د شانګهای د بنسټيزو معلوماتو او سيلانيزو ځايونه يې تاسو ته شريک کړل. څرنګه چې شانګهای د چين په ختيځه برخه کې د سوداګرۍ او اقتصاد، ترافيک او ترانسپورټ د مرکز په توګه بلل کېږي، که سيلانيان شانګهای ته سفر کوي، د دغه ښار په دننه کې له سيل نه پرته، شاوخوا سيمو ته هم سفر کولای شي. نو په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د شانګهای په شاوخوا سيمه کې د سيل وړ ځايونو په اړه معلومات وړاندې کړم.

((جو جيا جياو)) لرغونی ښارګوټی

((جو جيا جياو )) لرغونی ښارګوټی د شانګهای په لويديځه برخه کې واقع او د ((ديان شان)) جهيل ته نژدې دی. دغه ښارګوټی په ۱۹۹۱م کال کې د شانګهای له څلورو مشهورو لرغونو ښارګوټو څخه يو هم ښارګوټی وټاکل شو. دغه ښارګوټی د شېلو په چاپير جوړ شوی چې پکې زرګونه ودانۍ د شېلې پر غاړه ولاړې دي. دغه ښارګوټي کې نهه تاريخي واټونه شته چې په دې جمله کې د ((يي شيان جي)) په نوم واټ د ليدو وړ دی. د دغه واټ دواړه غاړې د چين د مينګ او چينګ په سلسلې کې جوړ شوې ودانۍ په ښه توګه ساتل شوي دي. دغه ښارګوټي کې د ځايونو ساختماني بڼې د (( يانګ ځي )) سيند په جنوبي غاړه کې د ځايي ودانيو له ساختماني ځانګړتياوو څخه ډکې دي. بر سېره پردې، دغه ښارګوټي کې د ساعت تيرۍ او لوبو په اړه زيات عصري تاسيسات هم اباد شوي دي. سيلانيان په دې ځای کې ډول ډول راسټورانټونه، هوټلونه او هم د لوبو مرکزونه ليدلی شي.

((ديان شان)) جهيل

((ديان شان)) جهيل د شانګهای په ګوښه سيمه کې پروت دی او د ((جيانګ سو)) ولايت ((کون شان)) ښار ته نژدې دی. دغه جهيل د شانګهای په قلمرو کې د خواږو اوبو تر ټولو ډېر لوی جهيل دی چې پراخوالی يې دوه شپيته کيلومتره مربع دی. دغه جهيل د ((هوانګ پو)) سيند سرچينه ده. د دغه جهيل پر غاړه زياتې تاريخي ودانۍ او اثار ليدل کېږي.

((چونګ مينګ )) ټاپو

((چونګ مينګ)) ټاپو بحر ته د ((يانګ ځي)) سيند په مخرج کې پروت دی او په چين کې درېيم لوی ټاپو دی. په تېرو څو کلونو کې سيلاني ګام په ګام د ((چونګ مينګ)) ټاپو د اقتصادي پرمختګ نوی خوځنده ځواک ګرځېدلی دی. په دغه ټاپو کې د دولت په کچه جيالوژيک پارک جوړ شوی. د دغه ټاپو په ختيځه برخه کې د ((دونګ تان)) په نامه د کډوالو مرغانو يوه ساتونکې سيمه شته. دغه سيمه د بې شمېره غرنيو مرغانو کور دی چې له يو سل او دېرشو نه زيات ډولونه کډوال مرغان پکې پيدا کېږي. د مرغانو د کتلو نه پرته په دې ځای کې سيلانيان تازه کبان او د سمندر نور خوراکونه هم خوړلی شي. بر سېره پردې، په دغه ټاپو کې د ((شي شا)) په نامه د لندې ځمکې يو باغ هم شته چې پکې طبيعې منظرې د سيل وړ دي.

د ((دونګ پينګ)) په نامه د دولت په کچه د ځنګلونو باغ

د ((دونګ پينګ)) په نامه د دولت په کچه د ځنګلونو باغ هم په ((چونګ مينګ)) ټاپو کې پروت دی. د دغه باغ پراخوالی درې سوه او شپيته هکتاره دی. په دغه باغ کېټولې ونې د خلکو لخوا کېښودل شوي دي چې پراخوالی يې د چين په ختيځه برخه کې ډېر لوی دی. په دې ځای کې سيلانيان د ورځې لخوا له رنګارنګ ځنګلي لوبو څخه خوند اخيستلی شي، د شپې لخوا په کرايې خيمو کې په خيمو کې خوب کولای شي.

((جيا دينګ)) لرغونی ښارګوټی

((جيانګ دينګ)) لرغونی ښارګوټی د شانګهای په ((جيا دينګ)) اوسيدونکی سيمه کې پروت دی چې اووه سوه او اتيا کاله تاريخ لري. په دغه ښارګوټي کې زيات تاريخي برجونه، معبدونه او ونې ښه ساتل شوي چې په دې جمله کې د ((جو چياو)) په نامه تاريخي واټ د سيلانيانو لپاره د مينې وړ دی.

له يادو ځايونو نه پرته، د شانګهای په شاوخوا سيمه کې نور زيات د سيل وړ ځايونه هم شته. مثلاً، ((شنګ سي)) ټاپوګان، ((شين چانګ)) تاريخي ښارګوټی، ((شاو جيا لوه)) ودانۍ او داسې نور.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای