CRI Online

د ((نان جينګ)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-10-10 16:38:39

((نان جنګ)) ښار د چين د ((جيانګ سو)) ولايت مرکز دی او د چين په ختيځې برخه کې د تعليم، ساينس او ترافيک مرکز هم دی. دغه ښار چې د يانګ ځي سيند په وروستۍ برخه کې پروت دی، د چين له څلورو مشهورو تاريخي ښارونو څخه يو دی. په تاريخي لحاظ دغه ښار د لسو امپراطوريو پلازمينه وه. د ((نان جينګ)) ښار په تاريخ کې نه يوازې ځلانده مدنيت درلود، بلکې د غم او زخم وخت يې هم له ځان سره درلود. د ۱۹۳۷م کال د دسمبر په ديارلسمه نېټه چې په هغه وخت کې جاپان پر چين باندې تيری کړی و، جاپاني عسکرو په دغه ښار کې عام قتل وکړ چې له امله يې کابو درې لکه ځايي اوسيدونکي ووژل شول. په دوبي کې د ((نان جينګ)) ښار هوا ګرمه وي، نو ((نان جينګ)) په چين کې له هغو څلورو ښارونو څخه يو دی چې په دوبي کې يې هوا تر ټولو ډېره ګرمه وي. نور درې ښارونه چې په دوبي کې يې هوا ګرمه وي په ترتيب سره ((چونګ چينګ))، ((وو هان)) او ((نان چانګ)) دي.

((نان جينګ)) يو محوري ښار هم دی چې ترافيکي شبکه يې بشپړه شوې ده. د ((لو کوه)) هوايي ميدان د ((نان جينګ)) له مرکز څخه پنځه دېرش کيلومتره واټن لري او د ټکسي د يو طرف تګ کرايه کابو سل يوانه ده او د بس کرايه يوازې شل يوانه ده. دغه هوايي ميدان يو نړيوال هوايي ميدان دی او پيمانه يې په چين کې مخکښه ده. په ((نان جينګ)) ښار کې د اورګاډيو درې سټېشنونه شته چې ((نان جينګ)) سټېشن، د ((نان جينګ)) جنوبي سټېشن او ((جونګ پينګ من)) سټېشن دي او په دې جمله کې ((نان جينګ)) سټېشن عمده سټېشن دی. د ۲۰۱۰م کال د جولای په لومړۍ نېټه د شانګهای او ((نان جينګ)) تر منځ ګړندي اورګاډي تګ راتګ پيل کړ. د ((نان جينګ)) جنوبي سټېشن د ګړندي اورګاډيو عمده تامځای دی. بر سېره پردې، د ((نان جينګ)) او د شانګهای، ((جه جيانګ))، ((ان هوي))، ((شان دونګ)) او ((جيانګ شي)) په شمول د اوو ولايتونو ترمنځ ګړندي سړکونه هم شته.

د ((نان جينګ)) په منځ کې ترافيک هم اسان دی او ټکسي او بس پکې عمده ترافيکي وسايل دي.

د ((فو ځي)) معبد په شاوخوا د ((چين هوای)) سيند دواړه غاړې

((چين هوای )) سيند د ژېړ سيند د وروستۍ برخې يوه فرعي څانګه ده. دغه سيند د ((نان جينګ)) ښار د مورني سيند او په چين کې د لومړي مشهور تاريخي او کولتوري سيند په توګه بلل کېږي او په تاريخ کې د بيړيو د ترانسپورت عمده لاره هم وه. دغه ((فو ځي)) معبد د دغه سيند پر غاړه پروت دی او د چين له ډېرو مشهورو کولتوري معبدونو څخه يو دی. د دغه معبدپه مرکز د ((چين هوای)) سيند د شاوخوا پنځو کيلومترو په اوږدوالي دواړو غاړو کې زياتې تاريخي ودانۍ او اثار ليدل کېږي. دغه سيمه د ((نان جينګ)) د تاريخ او کولتور نمونه ده. سيلانيان په دې ځای کې د طبيعي منظرو، باغونو،معبدونو او تاريخي مکتبونو، سوداګريزو واټونو، ځايي دودونو او خوراکونو څخه خوند اخيستلی شي. د چين د کرهنيزې جنترۍ له مخې د هر کال له پسرلني جشن څخه د ډيوې تر اختر پورې د ((فو ځي)) معبد په سيمه کې د ډيوې ننداره تر سره کېږي چې دغه ننداره بيا د چين د غير مادي تاريخي ميراثونو په ليست کې شاملېږي او زيات سيلانيان راجلبوي.

د ((جونګ شان)) منظره لرونکې سيمه

د ((جونګ شان)) په منظره لرونکې سيمه کې د ځينو مشهورو کسانو قبرونه شته. ((مې هوا)) غر په دغه سيمه کې پروت دی، په دغه غره کې پخوا قبرستان و، خو په عصري زمانه کې د بيا ابادولو له لارې باغ وګرځېد، په دغه غره کې د ((مې هوا)) په نامه يو ډول ګلان هم شته چې يوازې په ژمي کې ګلان کوي. د هر کال د فبروۍ له پای څخه د مارچ تر دوهمې لسيزې پورې په دغه باغ کې د ((مې هوا)) فېسټېوال تر سره کېږي. دغه راز، سيلانيان په دغه سيمه کې د ((جونګ شان)) قبر او ((مينګ شياو)) قبر سيل کولای شي. بر سېره پردې، ((لينګ ګوو)) معبد هم په دغه سيمه کې واقع دی. دغه معبد د ((ګوي هوا)) په نامه د يو ډول خوشبويي لرونکي ګل له امله شهرت لري او د هر کال په سپټمبر کې د دغو ګلانو فېسټېوال تر سره کېږي.

له يادو سيلانيزو ځايونو څخه پرته، په ((نان جينګ)) ښار کې زيات نور ځايونه هم د سيل وړ دي. مثلاً، ((ګاو چون)) لرغونی واټ، ((نان جينګ)) پوهنتون، د ((ګان شي)) پخوانی کور، د ولسمشرۍ پخوانۍ ماڼۍ، د ژېړ سيند لوی پل، ((شيوان وو)) جهيل او داسې نور.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای