CRI Online

د بېجينګ سيل (۲)

cri     (GMT+08:00) 2017-10-23 17:55:15

د ((ګو ګونګ)) په نامه د بېجينګ د امپراطورۍ ماڼۍ موزيم

د بېجينګ د امپراطوري ماڼۍ موزيم چې په چينايي ژبه ((ګو ګونګ)) ورته وايي او پخوا د ((ځي جين چنګ)) په نوم يادېده. دغه موزيم د چين د مينګ او چينګ د سلسلې په زمانې کې د امپراطورۍ ماڼۍ او تاريخي اثارو پر بنسټ د ۱۹۲۵م کال د اکتوبر په لسمه نېټه جوړ شوی او په چين کې د تاريخي اثارو او هنرونو په اړه ډېر لوی او مشهور موزيم دی. په دغه موزيم کې څو ميلونه تاريخي اثار ساتل کېږي. دغه ماڼۍ د بېجينګ ښار مرکز دی او د چين ډېره غوره تاريخي ساختماني نمونه ده. د دغې ماڼۍ عمومي پراخوالی ۷۲۰زره متره مربع دی او د ودانيو پراخوالی يې ۱۵۰ زره متره مربع دی. د دغې ماڼۍ په قلمرو کې څه باندې اويا ودانۍ شته او د خونو شمېر يې له نهه زرو څخه زيات دی. پر ودانيو سر بېره د دغې ماڼۍ په قلمرو کې د امپراطورۍ باغ هم شته. دغه ماڼۍ ټول د لرګيو په وسيله جوړه شوې. د دغې ماڼۍ د جوړولو پروژه د مينګ مسلسلې زمانې د ((يونګ له )) امپراطورۍ زمانې له۱۴۰۶م کال څخه تر ۱۴۲۰م کال پورې تر سره شوې وه. دغه ماڼۍ د نړۍ له پنځو ډېرو مشهورو ماڼيو څخه يوه ده چې د نړۍ نورې څلور ماڼۍ دا دي: د فرانسې ويرسايليس ماڼۍ، د بريټانيې بوکينګهام ماڼۍ، د امريکا سپينه ماڼۍ او د روسيې کريملين ماڼۍ. د بېجينګ امپراطورۍ ماڼۍ په ۱۹۸۷م کال کې د يونيسکو د نړيوالو کولتوري تاريخي اثارو په ليست کې شامله شوې ده. هره يوازې د دوشنبې په ورځ دا موزيم نه وي پرانيستی او له ۲۰۱۷م کال څخه سيلانيان يوازې د انټرنيټ له لارې د دغه موزيم ټيکيټ اخيستلی شي. د دغې ماڼۍ په مخ کې ((تيان ان من)) ميدان دی او تر شا يې د ((جينګ شان)) پارک دی چې دغه پارک پخوا د امپراطورۍ باغ و. د دغې ماڼۍ په شاوخوا سيمه کې د ((هو تونګ)) په نامه د بېجينګ ځانګړتيالرونکې کوڅه او کورونه شته چې دا هم د سيل وړ ټکی دی.

د ((بې های)) باغ

د ((بې های)) باغ امپراطورۍ ماڼۍ ته نژدې دی او د ((جينګ شان)) باغ په لويديځه برخه کې پروت دی. ((بې های)) يو کوچنی جهيل دی او پخوا له ((جونګ های)) او ((نان های)) جهيلونو سره د امپراطورۍ باغ برخه و. ((بې های)) باغ د امپراطورۍ باغ په توګه ښه ساتل کېږي. پکې پاکې اوبه، شنې ونې او ودانۍ يې په زړه پورې دي. دغه راز، په دغه باغ کې د بوديزم معبد هم شته چې پخوا د امپرطورۍ شخصي معبد و. د بېجينګ زيات ځايي اوسيدونکي د اوونۍ د پای رخصتۍ کې د دغه باغ سيل کوي او د (( بې های)) په جهيل کې د کښتۍ په چلولو سره ساعت تيری کوي.

((تيان تان)) باغ

د ((تيان تان)) معبد چې د مينګ د سلسلې په زمانه کې د ((يونګ له)) امپراطورۍ په وخت کې جوړ شوی، د بېجينګ په جنوبي برخه کې پروت دی. په چينايي ژبه ((تيان)) د اسمان مانا او ((تان)) د معبد مانا لري. د ((تيان تان)) معبد په لرغونې زمانه کې د امپراطورانو لخوا د اسمان او د ښو حاصيلاتو لپاره د قربانۍ مراسمو د تر سره کولو ځای و چې پيمانه يې په نړۍ کې تر ټولو ډېره لويه ده. په دغه معبد کې د ((جي نيان ديان)) په نامه عمده ماڼۍ د چين د تاريخي ساختمانۍ نمونه ده. د دغې ماڼۍ بڼه ګرده ده او د ماڼۍ چار چاپير د ميدان بڼه مربعه ده. له دې څخه د چين هغه لرغونې مفکوره څرګندېږي چې د اسمان بڼه ګرده او د کرې بڼه مربعه ده. اوس د دغه معبد پر بنسټ ((تيان تان)) باغ جوړ شوی. دغه معبد د نړيوالو کولتوري تاريخي ميراثونو په ليست کې هم شامل شوی دی. پر ((تيان تان)) سر بېره، په بېجينګ کې د قربانۍ مراسمو د تر سره کولو نور ځايونه هم شته. مثلاً، ((دي تان)) معبد، ((شيا نونګ تان)) معبد، ((ژي تان)) معبد، ((يوو تان)) معبد او داسې نور.


اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای