CRI Online

د ((سو جوه)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2017-11-18 18:18:49


((سو جوه)) ښار چې د ((جيانګ سو)) ولايت په جنوب ختيځ کې او د ((يانګ ځي)) سيند په دلتا کې پروت دی، د چين د ((يانګ ځي)) سيند په اوږدو کې د اقتصادي کمربند د عصري او علي تخنيکونو اډه ده. بر سېره پردې، دغه ښار د چين غوره سيلانيز ښار هم دی. څرنګه چې دغه ښار د ((يانګ ځي)) سيند پر غاړه پروت دی او زياتې ويالې له دغه ښار څخه تېرې شوي، نو په ((سو جوه)) کې کرهنيزې چارې ډېر ښه صاحلات ورکوي. دغه ښار له لرغونې زمانې راهيسې، د شولو د کرلو له امله په چين کې ډېر شهرت لري. پسرلی د کال ډېر ښه فصل دی او په دې وخت کې د ((سو جوه)) منظرې ډېرې په زړه پورې وي.

د ((سو جوه)) ترافيک پرمختللی دی، خو په دغه ښار کې ملکي هوايي ميدان نه شته، که سيلانيان وغواړي د الوتکو په وسيله ((سو جوه)) ته ورسېږي، لومړی شانګهای ته تللی شي او بيا د موټر او ګړندي اورګاډي په وسيله ((سو جوه)) ته تللی شي. د ((سو جوه)) په شاوخوا سيمه کې د ګړنديو سړکونو شبکه بشپړه شوې، نو موټر او بس هم د سيلانيانو لپاره ښه انتخاب دی. د دغه ښار په منځ کې سيلانيان د بس، ميټرو او ټکسي په وسيله سيل کولای شي. بر سېره پردې، شريک باسيکل هم کارولی شي.

لرغونی ښاري دېوال

د ((سو جوه)) د لرغونې ښارګوټي ښاري دېوال په پخواني زمانه کې د ښار د دفاع رول لوبوه او په تېرو دوه زره او پنځه سوو کلونو کې دغه دېوال څو څو ځله ترميم شوی دی. که څه هم د ((سو جوه)) د لرغوني ښاري دېوال پيمانه د بېجينګ او ((نان جينګ)) د لرغوني ښاري دېوال په پرتله کوچنۍ ده، خو دا ځانګړتيا يې بيا په چين کې بې سارې ده چې پر ځمکې او اوبو دواړه ډوله دروازې لري. په تېرو اوږدو مودو کې دغه دېوال د ((سو جوه)) لرغوني ښارګوټي د دفاع لپاره مهم رول لوبولی دی او د دغه ښار د خاطرو د يوې نه بېلېدونکې برخې په توګه بلل کېږي. که څه هم دغه دېوال په بشپړه توګه نه دی پاتې شوی ، خو لا هم د ليدو وړ دی.

د ((جوه جنګ يوان)) باغ

د ((جوه جنګ يوان)) باغ د شپاړسمې پيړۍ په پيل کې جوړ شوی او د ((يانګ ځي)) سيند په جنوبي برخه کې د کلاسيکو باغونو يوه نمونه ده چې د چين له څلورو مشهورو باغونو څخه يو دی او په ((سو جوه)) ښار کې ډېر لوی باغ هم دی. پر دغه باغ سر بېره ،په يادو څلورو باغونو کې نور درې مشهور باغونه داسې دي: د بېجينګ د ((يي هه يوان)) باغ، د ((چنګ ده)) د ((بې شو شان جوانګ)) په نوم دوبنی باغ او د ((سو جوه)) د ((ليو يوان)) باغ. دغه باغ د کولتوري ميراثونو په نړيوال ليست کې هم شامل شوی دی. په دغه باغ کې ويالې له مصنوعي غونډيو څخه تېرې شوي او ودانيو په چار چاپير کې ونې ولاړې دي. د (( جوه جنګ يوان)) باغ په شان د ((ليو يوان)) باغ هم د ((يانګ ځي)) سيند د جنوبي برخې د کلاسيکو باغونو يوه نمونه ده. په ((ليو يوان)) کې نه يوازې لښتي او مصنوعي غونډۍ شته، بلکې د کرهنيزو پټيو او ځنګلونو منظرې هم شته.

د ((پينګ جيانګ)) واټ

د ((پينګ جيانګ)) واټ د ((سو جوه)) د لرغوني ښارګوټي يوه برخه ده او ښه ساتل شوی دی چې عمومي اوږدوالی يې يو زر او شپږ سوه شپږ متره دی. د دغه واټ شمالي مبدا ((جوه جنګ يوان)) باغ ته نژدې ده. دغه واټ د ويالې ترڅنګ پروت دی او د واټ پر دواړو غاړو کورونه هم د ويالې پر غاړه پراته دي. سيلانيان د دغه واټ د سيل له لارې د ((سو جوه)) ښار تاريخ او کولتور احساسولی شي. دغه راز، په دغه واټ کې زيات راسټورانټونه شته چې د ((سو جوه)) د ځايي خوراکونو له امله شهرت لري.

د ((هو چيو )) غرنۍ منظره لرونکې سيمه

د ((هو چيو)) غرنۍ منظره لرونکې سيمه د ((سو جوه)) د لرغوني ښارګوټي په شمال لويديځ کې پرته ده. په دغه سيمه کې يو څنګزن برج شته چې ((هو چيو)) برج نومېږي، په چين کې د لومړي او په نړۍ کې د دوهم څنګزن برج په توګه بلل کېږي چې په نړۍ کې لومړی څنګزن برج بيسا څنګزن برج دی. دغه راز، د چين په تاريخ کې زياتو مشهورو شاعرانو د دغې سيمې په اړه ډېر شعرونه ليکلي دي.

پر يادو ځايونو سر بېره، د ((شان تانګ)) واټ، د ((سو جوه)) موزيم، د ((څانګ لانګ)) برج او د ((شي ځي لين)) باغ هم د سيل وړ ځايونه دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای