CRI Online

د ((شاو شينګ)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2018-02-27 16:06:29

((شاو شينګ)) ښار د ((جه جيانګ)) ولايت په شمال منځنۍ برخه کې پروت دی چې تاريخ يې له دوه زره او پنځه سوو کلونو څخه زيات دی. دغه ښار يو ايکولوژيک سيلانيز ښار دی چې زيات سيندونه او ويالې په دغه ښار څخه تېرېږي، نو هوا يې لنده وي او د هر کال له مې څخه تر اکتوبر پورې وخت د دغه ښار سلانيز فصل دی چې هوا يې مناسبه وي او منظرې يې په زړه پورې وي. څرنګه چې دغه ښار ډېر اوږد تاريخ لري، نو پکې زيات تاريخي اثار او د پخوانيو مشهور ليکوالو او شاعرانو اوسيدونکي ځايونه ليدل کېږي. دغه ښار د اوبو، پلونو او خطاطيو له امله په چين او حتی ټولې نړۍ کې شهرت لري. بر سېره پردې، په دغه ښار کې غلې دانې هم ښه حاصلات لري.

د ((شاو شينګ)) ښار مرکز د ((هانګ جو)) ښار له ((شياو شان)) هوايي ميدان څخه يوازې دېرش کيلومتره واټن لري او د دغه هوايي ميدان او ((شاو شينګ)) ترمنځ ګړندی سړک کارول کېږي، نو بس او موټر د دغو دواړو ځايونو ترمنځ د تګ راتګ لپاره ښه انتخابونه دي. دغه راز، ګړندی اورګاډی هم د سيلانيانو ښه انتخاب دی. اوس د ((شاو شينګ))، بېجينګ، ((تيان جين))، شانګهای او ((وو هان ترمنځ ګړندۍ اوسپنيزې لارې په کار اچول شوې دي. د ((شاو شينګ)) ښار په منځ کې بس، ټکسي او د ((وو پنګ)) بيړۍ په نامه يو ډول دوديزې بيړۍ کارول کېږي.

د ((لو شيون)) يادونځی

((لو شيون))د نولسمې پيړۍ له وروستيو مودو څخه د شلمې پيړۍ تر پيل پورې په موده کې د چين په ډېرو مشهورو متفکرينو او ليکوالو کې يو و. د ده ليکنې په چين او حتی ټولې نړۍ کې ډېر شهرت لري او د چين د ابتدايي او منځني ټولګيو په تدرسي کتابونو کې هم شاملې شوې دي. د ((لو شيون)) يادونځی د ده د پخواني کور په مناسبت جوړ شوی. ښاغلي ((لو شيون)) څو څو ځله په خپلو ليکنو کې خپل کور، کورنۍ او ټاټوبي يادوه کړې ده. نو زيات لوستونکي د ده له پخواني کور سره اشنا دي. په دې ځای کې سيلانيان له نژدې ځای څخه د ښاغلي ((لو شيون)) ژوند احساسولی شي.

د ((دا يو)) قبر

((دا يو)) د چين د شيا په زمانه کې لومړی امپراطور و. د افسانې له مخې، د ((دا يو)) تر واکمنۍ مخکې، په چين کې سيلاوونه ډېر سخت و، نو ((دا يو)) د خلکو په مشري د سيلاوونو د مخنيوي او د عامو وګړيو د امنيت د ساتلو لپاره زيات کوښښونه کړي و، نو هغه د خلکو په زړونو کې د اتل په توګه بلل کېده او عامو وګړيو د ده ډېر احترام کولو، نو هغه د امپراطورۍ پر څوکۍ ناست و او د ((شيا)) په نوم خپله زمانه پرانيستل چې د چين په تاريخ کې لومړۍ امپراطورۍ زمانه وه. د ((دا يو)) قبر د ((شاو شينګ)) ښار په جنوب ختيځه څنډه کې پروت دی. تر اوسه پورې د سيلاوونو د مخنيوي په اړه د ((دا يو)) روحيه د ستونزو د له منځه وړلو په بهير کې د چينايانو لارښوونه ده.

((شين يوان)) باغ

((شين يوان)) باغ د ((شاو شينګ)) ښار په ((يو چنګ)) سيمه کې پروت دی. دغه باغ د چين د سون په زمانه کې جوړ شوی چې تر اوسه پورې تاريخ يې له اته سوو کلونو څخه اوږد دی. د سون په زمانه کې دغه باغ د يو بډای شخصي باغ و. په ((شاو شينګ)) کې زيات دغه شان باغونه شته، خو يوازې ((شين يوان)) د سون په زمانه کې جوړ شوی او تاريخ يې تر ټولو اوږد دی. دغه باغ د تاريخي سيمې، ختيځې سيمې او جنوبي سيمې په شمول په درېو برخو ويشل کېږي. دغه باغ د ((يانګ ځي)) سيند په جنوبي غاړه له دوديزو ځانګړتياوو څخه ډک دی او ودانۍ، برجونه، پلونه او مصنوعي غونډۍ د ويالې تر څنګ جوړې شوې دي. اوس د هرې ورځې په شپه په دغه باغ کې د چين د دوديزو کولتورونو د خپرېدو په هکله يو لړ فعاليتونه او نندارې تر سره کېږي، سيلانيان ورڅخه ليدنه کولای شي او پکې ګډون هم کولای شي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای