CRI Online

د ((يان تای)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2018-05-01 15:45:09

((يان تای)) ښار د ((شان دونګ)) ولايت په شمال ختيځه برخه کې د ((بو های)) سمندر او (( هوانګ های)) سمندر د ګډېدو په ځای کې پروت دی او د ((شان دونګ)) ټاپووزمې له عمده ښارونو څخه يو دی. دغه ښار د چين په شمال ختيځ کې د ((بو های)) سمندر پر غاړه يو مهم بندر دی. د ((يان تای)) هوا او اقليم متعدله وي او د انګور د روزنې لپاره مناسب وي، نو دغه ښار په اسيا کې يوازينی ښار دی چې په نړۍ کې د انګور شراب د جوړولو له امله شهرت لري، او د انګور شراب ښار په توګه بلل کېږي. دغه راز، ((يان تای)) د چين مشهور تاريخي او کولتوري ښار هم دی. څرنګه چې د ((يان تای)) بندر په نولسمې پيړۍ کې ورخلاص شوی، نو د ((يان تای)) صنعتي چارو د نورو چيني ښارونو په پرتله مخکې پرمختګ موندلی دی چې په نولسمې او شلمې پيړۍ کې زياتې فابريکې په دې ښار کې جوړې شوې وې. ((يان تای)) د چين د صنعتي چارو او پوستي چارو سرچينه ده. اوس ((يان تای)) ښار يو عصري ښار دی او اقتصاد، ټولنه او کولتور يې په ښه توګه پرمختګ مومي او د خلکو ژوند هم ښه دی.

د ((يان تای)) ترافيکي شبکه بشپړه ده. د ((يان تای)) هوايي بندر د دولت د لومړۍ درجې ورخلاص بندر دی، د کوريا جمهوريت له سؤل سره د الوتنې کرښه لري او د چين له شلو نه د زياتو لويو ښارونو سره د الوتنې کرښه لري. همدارنګه د اوسپنيزو لارو او سړکونو حالات يې هم ښه دی اود سيلانيانو لپاره لازمې اسانتياوې برابروي. بر سېره پردې، څرنګه يې ((يان تای)) يو ساحلي ښار دی، نو سيلانيان هم د بيړيو په وسيله نورو ساحلي ښارونو ته تګ راتګ کولای شي. د ((يان تای)) ښار په منځ کې ترافيک هم اسان دی او ټکسي، سرويس او شريک بايسکل د سيلانيانو ښه انتخابونه دي.

((پينګ لای)) برج

((پينګ لای)) برج د ((يان تای)) ښار د ((پنګ لای)) په سيمه کې پروت دی چې د چين له څلورو مشهورو لرغونو برجونو څخه يو دی. د دغه برج عمده ودانۍ د سونګ زمانې په ((جيا يو)) سلسله کې جوړه شوې يعنې په يو زر او يو شپيتم کال کې و. له دې نه وروسته په هرې زمانې کې دغه برج ترميم شوی او پيمانه يې لويه شوی، نو ګام په ګام د پخوانيو ودانيو يوه ډله ګرځېدلې ده. ((پينګ لای)) سيمه په چين کې د جنت په شان د ښکلو منظرو له امله شهرت لري او د چين د يوې مشهورې افسانې له مخې، وو نه وو په پخوا وختونو کې اتو فرښتو او ښاپيريو د شراب له څښلو نه وروسته له دې ځای څخه د سمندر په تېرېدو سره اسمان ته ولاړلې. دغه راز، ((پينګ لای)) برج د چين د تاويزم يو مقدس ځای دی، د چين لومړی امپراطور د نه مرګ او د ژوند د تل پاتې کېدو د درملو د پيدا کولو لپاره سفيران ولېږل او ((پينګ لای)) د دغو سفيرانو د پيل او حرکت ځای و. ((پينګ لای)) برج په ((دان يا)) غره کې واقع دی، که څوک په دغه برج کې ولاړ وي، نو د سمندر په زړه پورې منظرې ښې ليدل کېږي. د دغه غره په لمن کې يو کوچنی لرغونی ښارګوټی شته. پخوا دغه ښارګوټی يو مهم سمندري پوځي اډه وه. اوس په دې ځای کې د پخواني سمندري پوځ يو موزيم جوړ شوی، سيلانيان په دې ځای کې پخواني پوځي بيړۍ او وسلې ليدلی شي.

((چانګ داو)) ولسوالي

((چانګ داو)) ولسوالي يو شمېر ټاپوګان دي او د ((چانګ داو)) په قلمرو کې دوه دېرش ټاپوګان او شپږ شپيته لويې صحروې شته چې په دې جمله کې په لسو ټاپوګانو کې خلک ژوند کوي، او سمندري پراخوالی يې اته زره او اوه سوه کيلومتره مربع دی. سيلانيان له ((پينګ لای)) څخه د مسافر وړونکې بيړۍ په وسيله ((چانګ داو)) ته تللی شي. پر سمندري منظرې سر بېره، سيلانيان په دغو ټاپوګانو کې د کب نيوونکو له ژوند څخه خوند اخيستلی شي.

پر يادو ځايونو سر بېره، ((جي فو)) ټاپو، ((مو شي)) فارم، طلايي سمندري غاړه او د ((لونګ کوه)) د ((نان شان)) سيلانيزه سيمه هم د سيل وړ ځايونه دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای