CRI Online

د ((چيوان جو)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2018-07-01 16:06:05

((چيوان جو)) ښار د ((فو جيان)) ولايت په جنوب ختيځ کې يو ساحلي ښار دی. شمالي خوا يې ((فو جو)) ښار، جنوبي خوا يې ((شيا من)) ښار او ختيځه خوا يې تايوان تنګی دی. دغه ښار د ((فو جيان)) ولايت له دريو سترو اقتصادي ښارونو څخه يو دی، په چين کې د ختيځې اسيا د کولتور مرکز دی او د يونيسکو سازمان لخوا منل شوی چې په سمندر کې د لرغونې ورېښمو لارې مبداً وه، او ((چيوان جو)) له دې امله په نړۍ کې شهرت لري. ((چيوان جو)) ښار لرغوني تاريخ لري او د چين د ((تانګ)) په زمانه کې دغه ښار په نړۍ کې له څلورو لويو بندرونو څخه يو و، د ايټاليا د پخواني مشهور سيلاني او سوداګر مارکو پولو په سفرنامه کې کوم چې په ديارلسمه پيړۍ کې ليکل شوې ده، ((چيوان جو)) پکې د روښانه ښار په توګه بلل شوی او ياد شوی دی. د چين د ((سونګ)) او ((يوان)) په زمانو کې دغه ښار په ختيځه خوا کې لومړی لوی بندر ګرځېدلی و. څرنګه چې په لرغونې زمانه کې د بېلا بېلو هېوادونو او سيمو سوداګرانو د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه دغه ښار ته راغلي او مختلف مذهبي کولتورونه هم راسره دغه ښار راوړي دي. نو ((چيوان جو)) د نړۍ د مذهبونو موزيم په توګه بلل کېږي او يونيسکو سازمان د نړۍ د پلوراليستيک کولتورونو د ښودنې لومړی مرکز په دغه ښار کې جوړ کړی دی. اوسمهال په دغه ښار کې د اسلام، بوديزم، تاويزم او عيسوي په شمول د بېلا بېلو دينونو او مذهبونو په اړه ودانۍ ليدل کېږي او د سيل وړ دي. د يو کال څلور فصلونه د دغه ښار د سيل لپاره مناسب دي. په تېره بيا د هر کال له اپريل څخه تر نومبر پورې وخت د دغه ښار د سيل تر ټولو سمسور وخت وي.

د ((چيوان جو)) ترافيکي شبکه بشپړه ده او سيلانيان د الوتکې، اورګاډي، موټر او بيړۍ په وسيله دغه ښار ته تګ راتګ او سفر کولای شي. د ((جي جيانګ)) نړيوال هوايي ميدان د دغه ښار له مرکز څخه دوولس کيلومتره واټن لري او د دغه هوايي ميدان او د چين له څو کورنيو او بهرنيو ښارونو سره د الوتنې کرښې شته. په ((فو جيان)) ولايت کې د ګړندي اورګاډي د په کار کولو له امله د مختلفو ښارونو ترمنځ د تګ راتګ وخت کم شوی دی. اوسمهال د ګړندي اورګاډي په وسيله له ((فو جو)) څخه ((چيوان جو)) ته د يو طرف تګ لپاره يوازې يو ساعت ته اړتيا شته او له ((شيا من)) څخه ((چيوان جو )) ته يوازې څلوېښتو دقيقو ته اړتيا شته.

((کای يوان)) معبد

((کای يوان)) معبد چې د دغه ښار د ((لې چنګ)) سيمې په لويديځ واټ کې پروت دی، په ((فو جيان)) ولايت کې تر ټولو ډېر لوی د بوديزم معبد دی. دغه معبد په ۶۸۶م کال کې جوړ شوی دی. د دغه معبد په ختيځو او لويديځو خواوو کې دوه ډبريز برجونه واقع دي چې جګوالی يې په چين کې د ډبريزو برجونو په جمله کې تر ټولو ډېر لوړ دی. دغه برجونه هم د ((چيوان جو)) د لرغوني ښارګوټي يوه نښه ده. په دغو برجونو باندې د ډېرو په زړه پورې مجسمو انځورونه شته چې د لرغوني هند د افسانو او کيسو څخه په الهام جوړ شوي وو.

د بهرني ترافيکي تاريخ موزيم

د بهرني ترافيکي تاريخ موزيم په چين کې يوازينی موزيم دی چې له نورو هېوادونو سره د چيني ترافيک په تاريخ او پرمختګ پورې اړه لري. دغه موزيم په ۱۹۵۹م کال کې جوړ شوی او پخوانی ځای يې ((کای يوان)) معبد ته نژدې و، خو په ۱۹۹۱م کال کې يوه نوې ودانۍ يې جوړه شوې او بڼه يې د يوې لويې بادبادنۍ کښتۍ په شان ده. څرنګه چې ((چيوان جو)) ښار يو لرغونی او لوی بندر دی، نو له نورو هېوادونو او سيمو سره د تګ راتګ تاريخ يې ډېر غنی او لرغونی دی. د لرغونې ورېښمو لارې د مبداً په توګه د ليدو وړ تاريخي اثار يې ډېر زيات دي. نو دغه موزيم د سيل وړ دی.

((لينګ شان)) مقدسه هديره

((لينګ شان)) مقدسه هديره چې د ((چينګ يوان)) غره په منظره لرونکې سيمه کې پرته ده، په چين کې د اسلام دين په اړه تر ټولو ډېر اوږد تاريخ لرونکی مقدس ځای دی او هم ښه ساتل کېږي. د چين د ((مينګ)) زمانې په کتاب کې ثبت شوی چې د ((تانګ)) زمانې له ۶۱۸م کال څخه تر ۶۲۶م کال پورې د پيغمبر محمد چين ته خپل څلور اصحابان او استازي ولېږل. يو يې په ((ګوانګ جو))، يو يې په ((يانګ جو)) او دوه نورو يې په ((چيوان جو)) ښار کې په مذهبي دعوت او تبليغ لګيا وو. دغه دوه اصحابان له مړينې نه وروسته په دې ځای کې ښخ شوي دي. نو دغه هديره په چين کې د اسلام دين مقدس ځای ګرځېدلی دی.

پر يادو ځايونو سر بېره ، په ((چيوان جو)) ښار کې نور زيات د سيل وړ ځايونه هم شته، مثلاً،((شيان ګونګ)) غر، ((لوه يانګ)) پل، د ((شيون پو)) د کب نيوونکو کلی او داسې نور.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای