CRI Online

د ((شيا من)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2018-07-17 20:39:55

((شيا من)) ښار چې د ((فو جيان)) ولايت په جنوب ختيځ د سمندر پر غاړه پروت دی، يوه ځانګړې اقتصادي منطقه ده. د دغه ښار اقتصاد عصري او پرمختللی دی. دغه ښار د چين په جنوب ختيځه برخه کې يو نړيوال هوايي ترانسپورتي مرکز دی. څرنګه چې دغه ښار د تايوان تنګي ته نژدې دی، نو له تايوان سره د سوداګرۍ او اقتصاد مرکز هم دی. په يوويشتمې پيړۍ کې ((شيا من)) ښار چټک پرمختګ موندلی دی او مومي يې. اوس دغه ښار د نړيوال بندر او مشهور سيلانيز ښار په حيث ډېر شهرت لري. د ۲۰۱۷م کال په نومبر مياشت کې د بريکس هېوادونو سرمشريزه غونډه په دغه ښار کې په بريالۍ توګه تر سره شوه.

د اوبو لارو، سړکونو، اوسپنيزو لارو او هوايي کرښو په شمول د ((شيا من)) ښار ترافيکي شبکه بشپړه او عصري ده. د ((ګاو چي)) نړيوال هوايي ميدان په چين کې تر بېجينګ، شانګهای او ګوانګ جو وروسته څلورم لوی هوايي بندر دی. د دې ميدان او د چين د څه باندې پنځوسو لويو او منځنيو ښارونو او د نړۍ د زياتو سترو ښارونو ترمنځ د الوتنې کرښې شته. د ((شيا من)) او د چين د عمده ښارونو ترمنځ ګړندي اورګاډي تګ راتګ کولای شي. دغه راز، موټر او بيړۍ هم ((شيا من)) ته د تللو ښې وسيلې دي او هم د ((شيا من)) بندر د مالونو د لېږد رالېږد يو مهم نړيوال محوري بندر دی.

((ګو لانګ يو)) ټاپو

((ګو لانګ يو)) ټاپو د ((شيا من)) ښار د سمندر په جنوب لويديځ کې پروت دی او له دغه ښار څخه يوازې شپږ سوه متره واټن لري. د دغه ټاپو پراخوالی يو اعشاريه يو نوي مربع کيلو متره دی او د ځايي اوسيدونکو نفوس يې کابو شل زره دی. که څه هم دغه ټاپو دومره لوی نه دی، خو منظرې يې ډېرې په زړه پورې دي او د دغه ټاپو څلوېښت سلنه خاوره په ځنګلونو پوښل شوې ده. دغه ټاپو د دولتي جغرافيې په نامه مجلې کې د چين په ډېرو پنځو ښکليو او په زړه پورې ښاري سيمو کې د يوې سيمې په توګه ټاکل شوی دی او د خلکو په خولو کې د سمندري باغ په نوم يادېږي. په دغه ټاپو کې ګڼ شمېر چيني او اروپايي ځانګړتيا لرونکې ودانۍ شته، نو ځکه دغه ښار د نړيوال ساختماني موزيم په توګه هم بلل کېږي. همدارنګه، ځايي اوسيدونکي له موسيقۍ سره زياته مينه او علاقه لري او په زياترو کورنيو کې پيانو شته، نو دغه ښار هم د پيانو ټاپو په توګه هم بلل کېږي. د ۲۰۱۷م کال په جولای کې ((ګو لانګ يو)) ټاپو د تاريخي ميراثونو په نړيوال لېست کې شامل شو. په دغه ټاپو کې د لمري وړانګې ډبرې،((شو جوانګ)) باغ، سمندري غاړه او ((جنګ چنګ ګونګ)) يادونځی د سيل وړ ځايونه دي. له دې جمله څخه د لمري وړانګې ډبره په دغه ټاپو کې تر ټولو ډېره جګه څوکه ده او د ((شيا من)) يوه نښه هم ده. که څوک په دغه ډبره باندې ودرېږي، د ((شيا من)) پوره منظرې کتلی شي. دغه راز، د دغې ډبرې په شاوخوا سيمه کې زيات تاريخي اثار او لرغوني ډبريزې حکاکۍ شته. بر سېره پردې، ((شو جوانګ)) باغ هم د يادولو وړ دی. په دغه باغ کې د پيانو او د ارغنون دوه موزيمونه شته چې په دې جملې کې د پيانو موزيم پيمانه په اسيا کې تر ټولو ډېره لويه ده.

((نان پو توه)) معبد

((نان پو توه)) معبد چې د ((شيا من)) ښار د ((وو لاو )) غره په لمن کې پروت دی، د ((تانګ)) په زمانه کې جوړ شوی دی. دغه معبد د ((شيا من)) په اتو مشهورو منظره لرونکو سيمو کې يو دی. په دې معبد کې د ((تای شيو)) په نوم کتابتون او د بوديزم پوهنځی ډېر مشهور دی.

د ((شيا من)) پوهنتون

د ((شيا من)) پوهنتون د ((نا پو توه)) معبد ته نژدې دی او هم د غره په لمن کې د سمندر ته مخامخ پروت دی. دغه پوهنتون په چين کې تر ټولو د ډېر ښکلي پوهنتون په توګه بلل کېږي. په دغه پوهنتون کې يو شمېر کوچنۍ جهېلونه شته او د پوهنتون چاپيريال ارام دی او انسان ته سکون ورکوي. د ځينو ځوانانو په اند، د دغه پوهنتون فضا د معشوقو د سفر لپاره ډېره مناسبه ده.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای