CRI Online

د ((لونګ يان)) ښار سيل

cri     (GMT+08:00) 2018-07-29 14:23:27

((لونګ يان)) ښار د ((فو جيان)) ولايت په لويديځه برخه او د ((فو جيان))، ((ګوانګ دونګ)) او ((جيانګ شي)) په محوري منطقه کې پروت دی. د دغه ښار د ((څوې پينګ)) غره په لمن کې د کارسټ يوه سمڅه شته چې د دغه ښار د مرکز په ختيځ د دوو کيلومترو په واټن کې پرته ده. په دغه سمڅه کې ډبرې د ښامار په شان دي، نو نوم يې ((لونګ يان)) سمڅه ده چې په چينايي ژبه کې د لونګ مانا ښامار او د يان مانا ډبره ده. د دغه ښار نوم هم له دې امله رامنځته شوی دی. ((لونګ يان)) د چين له انقلابي سرچينو څخه يوه ده او د چين د اوږد مارش په وخت کې يو شمېر ځواکونو له دې ځای څخه حرکت کړی و.

د ((لونګ يان)) ښار د (( ګوان جای)) هوايي ميدان تازه جوړ شوی او اوسمهال د دغه ميدان او بېجينګ، شانګهای، ((شن جن)) او ((فو جو)) ترمنځ هوايي کرښې پرانيستل شوې دي. بر سېره پردې، سيلانيان لومړی د الوتکې له لارې (( شيا من)) ښار ته بايد ولاړ شي او بيا د موټر او ګړندي اورګاډي له لارې (( لونګ يان)) ته تللی شي. اوسمهال د ګړندي اوسپنيزو لارو څو کرښې له ((لونګ يان)) څخه تېرېږي، د ((شيا من )) او (( لونګ يان)) ترمنځ د يو طرفه تګ لپاره يوازې يو ساعت ته اړتيا لري. بر سېره پردې، د ((لونګ يان)) او شاوخوا ښارونو ترمنځ عمومي بسونه هم په کار دي. په ((لونګ يان)) کې د سياحت عمده ټکي پر دريو موضوعاتو ويشل کېږي چې د ((که جيا)) خلکو د دوديزو ځمکنيو ودانيو سيل، د چين د انقلابي سرچينو سيل او د مشهورو غرونو سيل دی.

د ((يونګ دينګ)) ځمکنيو ودانيو ډله

((که جيا)) خلکو په عمده توګه د چين د ((فو جيان))، ((ګوانګ دونګ)) او ((جيانګ شي)) په ولايتونو کې اوسېږي، نو د ((که جيا)) خلکو دوديزې ځمکنۍ ودانۍ په عمده توګه د چين د جنوب ختيځې برخې په غرنيو سيمو کې ليدل کېږي. د ((فو جيا)) ولايت د ((يونګ دينګ په ولسوالي کې د ورته ودانيو شمېر تر ټولو ډېر زيات دی چې کابو درويشت زره دی. د ((يونګ دينګ)) ځمکنيو ودانيو ډله د م م د يونيسکو سازمان لخوا د کولتوري ميراثونو په نړيوال لېست کې شامله شوې ده. دغه شان ودانۍ له طبعيي خاورو او لرګيو څخه جوړېږي او همېشه څو پوړونه لري. د دغو ودانيو بڼه دوه ډولونه لري چې يو ډول يې په حلقوي شکل او بل ډول يې په مربع شکل دي. دغه ودانۍ ډېرې کلکې او ټينګې دي چې د زلزلې په وړاندې مقاومت لري او خپل ځان ښه ساتل شي او د اور د سوځېدلو او غلا مخه هم نيولی شي. په دغه ودانۍ کې په دوبي کې هوا سړه وي او په ژمي کې هوا ګرمه وي، نو ورڅخه د ((که جيا)) خلکو ځيرکي او هوښياري پوره څرګندېږي. د ((که جيا)) خلک نسل په نسل په دغه شان ودانۍ کې اوسېږي او خپل ځانګړي کولتورونه او دودونه خپروي.

د ((ګو تيان)) ناستې يادونځی

د ۱۹۲۹م کال په مې مياشت کې د چين کمونېست ګوند تر مشرۍ لاندې د سور پوځ د ((لونګ يان)) ښار د ((شانګ هانګ)) ولسوالۍ ((ګو تيان)) علاقه دارۍ ته ننوتل. د همدې کال په سپتمبر کې د ((ماو ځه دونګ)) په مشرۍ د سور پوځ د څلورمې برخې عمومي کانګرس په دې ځای کې تر سره شو او په دغه غونډه کې د ((ګو تيان)) پريکړه ليک تصويب شو چې د چين پر انقلاب باندې ستره اغيزه لري. سيلانيان له دې ځای څخه د چين د سور انقلاب تاريخي معلومات تر لاسه کولای شي.

د ((ګوان جای)) غر

((ګوان جای)) غر د ((لونګ يان)) ښار د ((ليان چنګ)) ولسوالۍ په قلمرو کې واقع دی او د دغه ولسوالۍ له مرکز څخه يوازې يو اعشاريه پنځه کيلومتره واټن لري. دغه غر د ((که جيا)) خلکو لخوا د مقدس غر په توګه بلل کېږي. د ((ګوان جای)) غره منظره لرونکې سيمې پراخوالی يو سل او درويشت کيلومتره مربع دی. دغه غر د دان شيا جغرافيايي ځانګړتيالرونکی غر دی او منظرې يې له ستر غر، پاکو جهيلونو، عجيبو ډبرو او سمڅو، صافو ابشارونو، لرغونی معبد او په زړه پورې ځنګلونو له امله شهرت لري.

((لونګ کونګ)) کارسټ سمڅه

((لونګ کونګ)) کارسټ سمڅه د ((لونګ يان)) ښار د ((يان شي)) علاقه دارۍ په ((لونګ کانګ)) کلي کې پرته ده. د علمي څيړنې له مخې، دغه سمڅه درې سوه مليونه کاله مخکې رامنځته شوې. دغه سمڅه ډېره لويه او ژوره ده چې درې پوړونه لري. په دغه سمڅه کې راز راز سټالاکټيټ ډبرې ليدل کېږي او بڼې يې ډېرې غني دي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای